د سلطان نوکر

وايي سلطان محمود ته يې د لوږې پر وخت باتينګڼ راوړل او سلطان ته يې خوند ورکړ. خادم يې د باتينګڼو په ستايلو پيل وکړ.
کله چې سلطان موړ شو ويې ويل، چې دا باتينګڼ هم دېر مضر شی دی. خادم دا ځل د باتينګڼو په غيبت پيل وکړ.سلطان ورته وويل، چې مخکې خو دې صفت کولو ؟
خادم ورته وويل، چې صاحبه زه خو د سلطان نوکر يم ، د باتينګڼو نوکر خو نه يم .