زما دوه ســترګــــې په لار وې تــــــه رانه غلې
ســتا راتلـــــــــــــو ته انتــــظار وې ته رانه غلې
مات نظـــــر مې د ګیلـــــو لاره کــــــې ناست و
مـــــــساپر مې ((یوسف)) یار وې ته رانه غلې
انځــــورونه دې په خــــــیال کـــې لر او بر تله
د خـــــــــوږې مینــــې یادګار وې ته رانه غلې
ټوله شــــپه مــــــې د خیــــــال ناوې وی ګلونه
تورو شپو ته مــــې سهــــــار وې ته رانه غلې
لاس تر زنــــې مـــــې اوږدې لارې څـــــارلې
خوارې هیلــــــې مــې په لار وې ته رانه غلې
ما وې نن ســــــــبا به راشـــــي زړه مې وایي
ماتـــــه ګـــــرانه په وار وار وې ته رانه غلې
ملغلرې مــــــې ســــــــتا لاره کــــې شیــــندلې
اوښکې سترګو کـــــــې کتار وې ته رانه غلې
هدیـــــــــــرې ته مې رانه شــــــې ګیله من یم
چې په ژوند کې مې په کار وې ته رانه غلې
علي ګل پیوند
وروستي