تنکی زړه

 
د اغزن ماښام تیاره ده
مرغۍ ورکې ځالې ګوري
نري څاڅکي د باران دي
شنه سیلۍ وزرې نغاړې
د سپرلي تنکي عطرونه
تخنوي رټلی ذهن
غوټی هیلې په کې سپړي
بوتکی شانې جنۍ ده
د نانځکې سره وایې
((مساپر پلار به مې راشي))
د کلونو لارې څاري