د ( آپل ) کمپنۍ د نړۍ تر ټولو نری لېپ ټاپ جوړ کړ

د آپل کمپنۍ مشر سټېو جابز د نړۍ تر ټولو نری لېپ ټاپ رسنيو ته معرفي کړ. دغه لېپ ټاپ چې( مک بوک اير ) نوميږي ، په خپله پنډه برخه کې 1.93 سانتي متره او په خپله نرۍ برخه کې 0.41 سانتي پنډوالی لري  د لېپ ټاپ دروندوالی 1.36 کيلوګرام او د سکرين لويوالی يې 13.3 انچه دی او بټرۍ يې 5 ساعته کار کوي .