
رفيع الله زيار
له کومې ورځې نه چې په ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی او خپله لمن يې پراخه
کړي ده ،نو له هغې ورځې نه په افغانستان کې ډېرو بدبختيو ته هم لاره هواره شوي ده
.
اداري فساد د هغو خلکو لپاره چې پيسې يې لرلې د ډېرو غيرې قانوني کارونو په
تر سره کولو کې بريالي شول او داسې غيرې قانوني کارونه يې د پيسو په زور تر سره
کړل ، چې د قانون له مخې يې کول ، په پېړيو ، پېړيو کې هم ناشوني و ،چې بلااخره
زموږ هېواد لکه څنګه چې د کوکنارو په کښت او قاچاق، زموږ خلک په نورو هېوادونو کې
په بلابېلو جرمونو تورن ، د ناروغيو په ډېروالي او په ټوله نړۍ کې د ارزانه او
ټيتې پيسې نوم ګټلی و ، همدارنګه اداري فساد هم د ټولې نړۍ پر وړاندې بې اعباره او
بې ارزښته کړ .
د نور افغانستان په کچه په خوست ولايت کې هم اداري فساد ډېرې ناوړه او
غموونکي پېښې لرلي دي ، د هغې ورځې نه ،چې کله اداري فساد وده وکړه ، د ډېرو جنايې
جرمونو لپاره يې په لوی لاس د مجرمينو پر وړاندې هغه خنډونه هم لرې کړل ، کومو چې
شتون درلود، چې له دې جملې نه يو هم په دې ولايت کې د غلو اوسړي تښتوونکو پېښې وې
.
يادې پېښې دومره زياته شوې ، چې نور په خپل ژوند پورې ستړي او مايوسه و،
ځکه چې داسې څوک نه و ، چې ددوی خوارانو غم يې خوړلی وای ، غله چې سهار به وخت
چارواکو ونيول او بنديان به يې کړل ، نو مازديګر به بيا له زندان نه د پيسو په زور
راخوشي شوي وو او د ښار په واټونو کې به په ډاډه زړه ګرځېدل .دې ته ورته نورې ډېرې
داسې پېښې په دې ولايت کې د اداري فساد له امله رامنځ ته شوي دي ، چې ټولې رااخلم
نو بسته يو کتاب پرې ليکل کيږي او د زغملو هم نه دي . خو له هغې ورځې نه چې کله
ښاغلی عبدالجبار نعيمي خوست ولايت ته د والي په صفت راغلی دی نو د څو مياشتو په
ترڅ کې يې وکولای شول ، چې په دې برخه کې تر ډېره بريده بريالی شي او د نوموړي په
راتګ سره په لومړي ځل خلکو د رسنيو نه واورېدل ، چې د ټاکنو د کميسيون ريس يې د
درغليو په تور نيولی دی او په زندان کې شپې ورځې تېروي ، چې د دې خبر په اورېدو
سره خوست ميشتي داسې ښکارېدل ، لکه خوب چې ويني ، خو کله چې دوی د څو څارنوالان د
نيولو نه خبر شول نو يو څه يې له دولت سره زړه ولګېده .
همدارنګه په دې نږدې وخت کې په ملي بانک کې د لويې درغلۍ مخه ونيول شوه ،
چې له امله يې په مليونونو افغانۍ بېرته د دولت خزانې ته راغلې او هغه کسان ، چې د
بانک په درغليو کې تورن پژندل شوي ، نن په زندان کې پراته دي .
د خوست والي عبدالجبار نعيمي ددې لپاره چې د فساد مخه ونيسې او د هغه
پروړاندې پيل شوي مبارزه نوره هم کاميابه کړي ، تر اوسه پورې له رسنيو څخه د خلکو
لپاره پنځه ټيليفون شمېرې اعلانيږي او په بار ، بار له خلکو نه غواړي ، چې په هر
ځای او په هره اداره کې فساد وي ، موږ ته خبر راکړی ، تر څو يې د مخنوي لپاره جدي
اقدام وکړو.
اوس نو خلکو ته په کار ده، چې هر کله په ادارو کې د قانوني کار په کولو سره
څوک د رشوت په ډول پيسې ترې اخلي ، بايد په همدې پنځو ټيليفون شمارو د ولايت مقام
سره اړيکې ونيسي او پرېنږدي ، چې اداري فساد خپله لمن پراخه کړي .
له بلې د اسلام له نظره رشوت اخيستونکی او رشوت ورکوونکی دواړه يو ډول دي او
سزا به هم يو شان ورکول کيږي ، نو موږ ته په کار ده ، چې ټول په ګډه سره د اداري
فساد مخه ونيسو او ريښې يې د تل لپاره له منځه يوسو.