
ليکوال : عبدالنافع همت طنز
مدعي
: قاضي صاحب دا سړی درواغ وايي، دا ځمکه زما ده او ده په زوره نيولې ده، ها دا يې قباله ده!
قاضي
: قباله په درد نه خوري، ورسه شاهدان راوله!
مدعي
: سمه ده صاحب شاهدان به راولم، د دوو شاهدانو پر ځای به شل شاهدان راولم
قاضي
: ګوره پام دي وي چي د افغانانو شاهدي نه منل کېږي، بايد بهرني شاهدان راولې او بل
دا چي په دې مسئله کي د نړيوالي ټولني اجماع هم ضروري ده
مدعي : قاضي صاحب شاهدان پېژنم خو دا جماع يې څه
شی ده؟
قاضي
: بدبخته جماع نه، اجماع . اجماع دا ده چي بايد څو زره نفره شاهدي ورکړي چي دا ځکه
رښتيا ستاده
مدعي
: نه سي کېدای چي د خارجي شاهدانو پر ځای افغاني شاهدان راولم؟
قاضي
: که موږ خپلي لانجې خپله اوارولای سوای نو بيا نړيوالي ټولني دلته څه کول؟
ته
تر اوسه هم د فيل په غوږ کي ويده يې، اوس هيڅ مسئله له نړيوالي ټولني پرته نه حل
کېږي، پوه سوې؟
مدعي
: د خدای پر پار قاضي صاحب زه اوس څه وکم؟ يوه لاره خو راوښيه!
قاضي
: لاره دا ده چي زر نفره امريکايي شاهدان راوله، دا شاهدان بايد اوږدې څڼي ولري خو
بايد ږيره او برېتونه يې پاک خريلي وي او که دا کار نه سې کولای بيا بل کار وکړه!
مدعي : کوم کار؟
قاضي
: اتيا زره پاکستاني شاهدان راوله، دې شاهدانو بايد ږيري او برېتونه خريلي او قره
قلي خولۍ يې پر سر وي، خو که دا کار هم نه سې کولای نو يوه بله لار هم سته
مدعي
: کومه لاره؟
قاضي
: يو مليون ايراني شاهدان راوله، دا شاهدان بايد ښه مبارکه سپينه ږيره او برېتونه
ولري او ددې تر څنګ يې بايد توري لنګوټې هم تړلي وي
مدعي
: قاضي صاحب ستا قربان سم، زه په ټوله ژوند کي خارج ملک ته نه يم تللی، دومره
شاهدان به څنګه راولم؟
قاضي
: خارج ته ولي ځې؟ وطن له امريکايانو، ايرانيانو او پاکستانيانو ډک دی، هر څومره
چي وغواړې پيدا کېږي، خير زه به لاره دروښيم، پوليسه ورسه دی پوه کړه!
پوليس
: پر غبرګو سترګو قاضي صاحب
پوليس
تر لاس ونيولم، يو ګوښه ځای ته يې بوتلم
او په خندا يې راته وويل : څومره ساده سړی يې، قاضي صاحب څو واره په اشاره کي درته وويل، خو ته سر نه خلاصوې. له امريکايي
شاهدانو څخه د قاضي صاحب مطلب دا و چي زر امريکايي ډالره راوړه او له پاکستاني
شاهدانو څخه يې هدف اتيا زره کالداري دي،
دغه ډول ايراني شاهدان دا مانا چي يو مليون تومنه راوړه. ګوره سر خلاص کړه، که په
دې محکمه کي دي دعوه بايلول نو په بله محکمه کي تر دې درې چنده شاهدان در څخه
غواړي، نور نو ستا خوښه ده. ته بيا هم بختور سړی يې چي دوسيه دي په يوه عادل قاضي
پوري اړه لري، ددې محکمې په ټولو قاضيانو کي تر دې بل عادل او زړه سواند قاضي نسته
. ما وپوښتل چي قاضي صاحب ولي افغانۍ نه اخلي؟ پوليس په خندا وويل : په ټول دولت
کي دغه حال دی، ان دا چي زموږ ارګ ته هم په کڅوړو کي ډالر، کالداري او تومنونه
راځي، دا نن هم څو کڅوړي ارګ ته راغلې. له دې خبري سره سم له محکمې راووتم چي د
قاضي صاحب لپاره پيسې برابري کړم،دا چي پيسو ته مي ډېره اړتيا درلوده نو د پيسو
کڅوړي مي له ياده نه وتلې، ورو مي له ځانه سره وويل :
بيا د پيسو کڅـــــــوړي
راغلې
يا به ډالر
وي يا روپۍ يا تومنونه