د سوغات غوټه



دا مي لومړى ځل و چي پاكستان ته تلم او هغه هم د كراچۍ غوندي لوى ښار ته. كله چي له كوره روانېدم، نو مېرمني مي په بکس کښي د كاليو تر څنګ يوه بله كوچنۍ غوټه هم راكښېښووله او راته ويې ويل چي دا غوټه به په كراچۍ كي زما خور ته وركړې. کله چي د موټرو تمځای ته راغلم، نو كلينر زما بکس د موټر پر سر وتاړه او زه په موټر كي دننه كښېناستم. په كراچۍ كي د خوښيني د كور پته راسره وه او هلته مي نور خپلوان هم درلودل، خو زما لويه ستونزه دا وه چي په اردو ژبه نه پوهېدم.
كله چي موټر كراچۍ ته نژدې شو، نو دغه مهال زه خوب وړی وم. څنګ ته ناست يوه سړي وښورولم او ويې ويل چي ورشه پوليسان دي غواړي، وايي بكس دي راخلاص كړه، تالاشي كوي يې. د پوليسو دغه پوسته (حب چوكۍ) نومېده چي خورا سخته تلاشي يې كوله. تر څو چي زه له موټر څخه راکښته کېدم، نو څو تنه پوليسان لکه سېرليان د موټر سر ته ورختلي دي، د سپرليو غوټي او بكسونه يوې او بلي خوا ته سره اړوي. دا لا بلا ورپسې، يوه پوليس د ناځوانه زوی زما بکس خلاص کړی او يو ډول سپين پوډر په لاس کښي سره موښي. ما اورېدلي ول چي پاكستاني پوليس د خلكو په جېبونو كي چرس، ترياك، يا پوډر وراچوي، بيا يې په دې تور نيسي او پيسې ځني اخلي. اوس چي مي دغه پوډر وليدل، نو خداى شته چي تراه مي وشوه او له ډېري وېري مي د بدن وېښتان جګ- جګ ودرېدل. ما ويل ياره لكه چي په بلا واوښتې.
پوليسانو هم ډېر بد- بد راته كتل او داسي يې ښوول چي په لاس خو راغلې. په لومړي سر كي زما په زړه كي هم اندېښنه وه، چي دغه سپين پوډر به هيرويين وي، خو كله چي ورنژدې شوم او هغه مي په ګوتو كي سره وموښل، نو پوه شوم چي د ښځو د مخ سفېده ده. پوليسو ته چي مي هرڅومره سفېده- سفېده وويل، هغوى زما په خبره پوه نه شول. بيا مي وويل چي پوډر- پوډر. صاحبه مهربانه د پوډرو ويل به څه و چي يو اور مي ځان ته ولټاوه. د پوليسو يو ډلګۍ مشر، چي خېټه يې يو فټ مخ ته وتلې وه او تور مخ يې داسي برېښېده، لکه د سبزيجاتو يو دوکاندار چي پر تور بانجڼ غوړ لاس راتېرکړي، سمدلاسه يې کوتک ته لاس کړ، سترګي يې راباندي راغټي کړې او ويې ويل: ”اچها پوډر هې!“. ياره که رښتيا ووايم، نو په دې وخت کښي لاره او ګودر راڅخه ورک شو، حيران وم چي اوس دا د ظالم زوی پوليس څنګه پوه كړم؟ اخر مجبور شوم، يو څه سفېده مي په خپل مخ پوري وموښله او پوليسو ته مي په اردو ژبه ايله دومره وويل: ”لېډيز كېليې!“. پوليسو چي راته وكتل، نو ناببره ټول په خندا شول او ويې ويل: ”اچها ټهيك هې“. دا چي موټر راڅخه ته، نو ما هم دومره وخت پيدا نه كړ چي له مخ څخه سفېده پاكه كړم. غوټه مي ژر- ژر سره ټوله كړه او موټر ته وختم. د موټر سپرليو چي راته وكتل، نو ټول په خندا شول. هغوى داسي ګومان كاوه چي ګواكي زه پوليسو په دې رنګ ولړلم، ويل كاكا! دا يې څه درباندي وكړل؟ ما ويل بس نو څوك چي ناليدلی سوغات وړي، دغسي به ورپېښېږي.
كله چي مي په هنداره كي خپل مخ وكوت، نو پر توربخن مخ او توري ږيري مي سفېدې يوه داسي منظره جوړه كړې وه چي له نورو خلكو سره زه هم په خندا شوم. ما کلک هوډ وکړ چي تر څو مي خپلي ګراني خوښيني ته سفېده نه وي وررسولې، ولاکه له مخ څخه سفېده پاکه کړم. ما او د موټر سپرليو تر هغو په ګډه خندل چي له موټره کښته کېدلو. کله چي مي د خوښيني د کور ور وروټکاوه، نو زما د خوښيني کوچنۍ لور راووتله. کله چي يې ماته وکتل، نو بېرته په منډه کور ته ولاړه. يوه شېبه وروسته زما خوښينه د دروازې شا ته راغله او ويې ويل: وروره ته څوک يې او څوک دي په کار دی؟ ما ويل ته ما نه پېژنې؟ زه ستا اخښی حاجي فريد يم. خوښيني چي مي دا خبره واورېده، نو ويې ويل: وۍ چي حاجي فريد يې، نو دا مخ دي په څه شي لړلی دی؟
ما وويل دا خو ځکه چي تاته مي سفېده راوړل.