له فلش ډاريو څخه مخامخ پرېنټ وکړئ!

نوراحمد عايل
د پرېنټردکليمې په اوردېدو لومړني شىان  چې زموږ ذهن ته راځي زموږ هغه اسناد او عکسونه دي چې پرېنټ کوو يې ، او دويم د پرېنټر دروند وزن او له يو  ځاى څخه بل ځاى ته د پرېنټرنه وړل کېدا ده.
خو اوس به مو Printouts ذهنيت در بدل کړي دا پرېنټر چې ډېر کوچنى او په ښکلې طراحي جوړ شوى دى.
 کولاى شئ د لپ ټاپ په بکس کې يې هر چېرته يوسئ.
دا پرېنټر ٢٣ سانتي متره اوږدوالى او ٦ سانتي متره سور لري، ددې پرېنټر د کارولو لپاره کمپيوټر ته هم اړتيا نشته، بلکې تاسې کولاى شئ فلش ډرايو مخامخ له دې کوچني پرېنټر سره وصل کړئ او دپرېنټر په مخ د OLEDښيښې او تڼيو په واسطه خپله چاره سرته ورسوئ