په نړۍ کې تر ټولو اوږده روژه څوک نيسي؟!

 
نوراحمد عايل
د العربيه تلويزوني چېنل د خبر له مخې وسام عزاقير لبنانى سړى دى ،چې د شمالي قطب په تر ټولو لرې او د نړۍ په ترټولو کم نفوسه ټاپو گرينلېنډ کې ژوند کوي، هر ورځ په يوويشت ساعته روژه نيولو سره په نړۍ کې ريکارډ لري.
العربيه تلويزوني چينل په دې سړي باندې يو راپور جوړ کړى و، او دا سړى يې د (عربو کريسټف کولمب ) نومولى دى ،ځکه چې دى لومړنى او يوازينى عرب دى چې د شمالي قطب دې لرې سيمې ته رسېدلى  او همدارنگه يوازينى مسلمان دى چې په دې ټاپو کې ژوند کوي.
(وسام عزاقير) تېره ورځ د شپې په دوه نيمې بجې پشليمى وکړ او د شپې په يوولس بجې يې روژه ماته کړه.

دې لبناني سړي په گرينلېنډ ټاپوکې يو هوټل جوړ کړى دى ،له خپل کسب و کار څخه خورا راضى دى ځکه وايي: ددې سيمې خلک زما د پخو شويو خوړو ډېر مينه وال دى ځکه يوازينى هوټل مې دى چې دا ډول خواړه پخوم. هرورځ ٢٠٠ مشتريان لرم.
د يادونې وړ خبر پکې داده چې په دې سيمه کې د ماخوستن او سهار لمانځه تر منځ يې يوازې نيم ساعت وخت دى ، دا سيمه په ټول کال کې اته مياشتې ژمى لري او د تودوخي درجه يې زياتره وخت -٢٠ درجې وي.