بېگاه مو کورتۍ راوځړوئ سهاربه ماشين مينځلې ،وچه کړې او اوته کړې وي!

نوراحمد عايل


اايا کله مو په دې اړه فکر کړى دى چې تخنيک به دومره پرمختگ کوي چې بېگاه  کورتۍ راوځړوئ ،سهار  يې چې گورئ، مېنځل شوې وي، وچه شوې وي او هم اوته شوې وي؟ که ځواب مو هو وي، نو د ټکنالوژي په پرمختگ دا چاره هم شونې شوه.
دا يوه داسې دستگاه ده چې په ځړېدلي ډول مو لباسونه او کورتۍ د جامو په کموډ کې مينځي ،وچوي يې، او په خپل سري ډول يې اوته کوي.  دا دستگاه Minsung Baeجوړه کړې ده .
د کارولو لار يې داسې ده چې: په دې دستگاه کې به د جامو مينځلو په کموډ کې  په يوه چنگک کورتۍ راوځړوئ. دستگاه په خپل سري ډول د توکمې له وهلو وروسته په کار پيل کو ي او د هوا د رطوبت ، ايونايزېشن ( ionization )    او د هوا د فشار څخه د باکترياوو د له منځه وړلو اومينځلو لپاره کار اخلي.