
نوراحمدعايل
يو انگرېز
ځوان د گوگل ارټ له لارې په دې بريالى شو، چې د انگلستان د لېورپول په ساحلي اوبو کې يو عجيبه او حيرانونکى
سمندري حېوان ومومي.
د ميرور د
خبر له مخې دا انگرېز ځوان د گوگل وېب پاڼې د گوگل ارټ د انځورونو له لارې چې له
پخوا اخيستل شوي و، وکړاى شواى د (البرټ) په نامه سيمه کې چې انځورونه يې د گوگل
ارټ له لوري اخيستل شوي و، يو سترهيکله سمندري
حيوان کشف کړي چې له څو کښتيو ستر دى او له يخ شويو اوبو لاندې لامبو وهي.
دا ځوان
چې دا حيوان يې موندلى ٣٦ کلن سايمن هوبان يو انټرنېټ پلټونکى دى ، نوموړى بې هدفه
په گوگل ارټ کې لگيا و، او ددې سمندري ساحې انځورونه يې کتل چې يو ناڅاپه يې دې
انځور ته پام شو.
د مېرور د خبر له مخې (ټآم کورنل) سمندري ژوند پوه
وايي دا ستر سمندري حېوان کولاى شي، تر ٣٥ فټه( ١٠ متره او ٦٦ سانتي متر) پورې هم
وده وکړي.