پښتانه يو د ميرويس نيکــــه لمسيان يو
يو په غرونو کې لوى شوي سره زمريان يو
د وطن تاريخ په وينو مو رنګين دى
د هيواد په مينه مست يو سربازان يو
د خوشحال بابا نيزه مو ده لارښوده
د رحمان بابا د شعر په لار روان يو
هم اسلام او هم قرآن زموږ ناموس دى
کلمـــــه وايــــــو او پاک مسلمانان يو
دا چې ګوري اوس په بده سترګه موږته
شاهينان يو په قفسو کـــــې بنديان يو
د احــــــــــــمد د مټ وزر د تورې موټي
موږ د هند او هم د فارس لوى فاتحان يو
د ګرګين د سر دښمن لـــــــــــه فقير ځاريو
هم خاورين يو او هم لوړ له شنه اسمان يو
اې مومند اڅــــــــــــــــــړه نه پسې رسېږې
که تمام عــــــــــمر پښتون باندې غږېږې
مومند محمدي اڅړ
وروستي