د وکيل زړه

وايي چې يوه ناروغ د زړه پيوند ته اړتيا پيدا کړه. ډاکترانو ورته وويل ، چې درې زړونه تيار شته دي: د يوه ځوان او تندرست سپورتمين زړه ، چې د موټر په ټکر کې مړ شو؛ د يوه پنځه پنځوس کلن سوداګر زړه، چې هېڅکله يې سګرټ او شراب نه څښل او زړه يې بيخي سالم دی؛ او د يوه عدلي وکيل زړه، چې پنځه دېرش کاله يې وکالت وکړ او ښه بريالی و. ناروغ وويل ، چې د وکيل زړه راته پيوند کړﺉ، ځکه چې ده هېڅکله له خپل زړه کار نه دی اخيستی او د لومړۍ ورځې په څېر نوی او تازه پاتې دی.