د فساد تر څنګ د لښکرګاه د ښاروال تشنج .


د فساد تر څنګ د لښکرګاه د ښاروال تشنج .
 
تېره ورځ د لسو بجو پر شا وخوا د هلمند ولايت  د مرکز لښکرګاه ښاروال حاجي داود لښکرګاه ښار ته نږدې د بست کلا او کارېز سيمو تر منځ دولس کسه سپين ږيري ، ځوانان او ماشومان په ګوليو غلبېل غلبېل کړه .
 
ياده سيمه چي د خلکو شرعي ملکيت دی او اسناد يې د هغوﺉ په نومونو په ، کادستر، املاکو ، څارنوالۍ او نورو اړونده اورګانونو کي ثبت دي ، اوس ښاغلي ښاروال داود او د دغه ولايت والي ګلاب منګل پر قاچاقبرانو پلورلی دی او د پارک صنعتي په نوم  د خلکو کورونه ورانوي .
 
د سيمي خلک وايې چي د خپل ملکيت اسناد پلاس کي لري اود دولت په ارګانو کي ثبت دي خو اوس ښاروال د منګل په مرسته زموږ کورونه نړوي ، او دا سيمه يې پر قاچاقبرانو پلورلې ده .
 
د ١٣٨٩ لمريز کال د سلواغې ١٩نېټه ښاروال داودنوموړي سيمي ته د خپلو ملېشو سره ورغی  او غوښتل يې چي د خلکو کورنه ونړوي  ، خو خلکو مخالفت کاوه چي د ښاروال او والي ګډو ملېشو  د ښاروال داود په مطلق امر سره وربانډي د ټوپکو خولې را واړولې او مزبوطه زربې يې باندي ووهلي چي په نتيجه کي يې دولس کسه ټپيان کړه.
 
په دغو دولسو کسو کي چي ماشومان ، ځوانان او سپين ږيري شامل دي د درو تنو حالت يې ګزکي دی او ډاکټران وايې چي د مرګ احتمال يې زيات دی .
 
دغه کسان چي اکثره يې اوس د لښکرګا په بېړني روغتون کي دي يو شمير يې رخصت سوي دي .
 
په عين حال کي د هلمند والي ګلاب منګل او ښاروال داود چي د فساد په چارو کي ټينګه ملګرتيا سره لري ، د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کي شپږ سوه دکانونه نړي چي سل (۱۰۰) دکانونه يې مستحيقينو ته ورکړي دي او پاته نور پنځه سوه په پنځه ،پنځه ، شپږ،شپږ او زياتو پيسو په شخصي ډول پلوري چي خلک يې مکتوبي اسناد په لاسونو  کي ها خوا دېخوا ګرځوي خو څوک يې فرياد نه اوري .
 
د فساد پر وړاندي د پلټني د څارګري ادارې د تحقيق په ترڅ کي نوي موندل سوي اسناد وايې چي ښاروال داود دلښکرګاه د ډي يک (D-1) په ساحې کي د څلور سوه پر شا وخوا (۴۰۰) نمرې اوس پر خلکو خرڅوي او پيسې يې منګل او ښاروال خپلو جوالونو ته اچوي (په هغه نمره کي چي کورنه وي په پنځه ويشت لکه پاکستانيو کلدارو (۲۵۰۰۰۰۰) او چي کور پکښې وي په اته لکه پاکستانيو کلدارو (۸۰۰۰۰۰) خرڅوي ).
په درناوي
ددولت پر خيانتونو د څار اداره