څلورمه برخه
لیکنه: افغان ـ کابل پوهنتون
ښاغلی ولسمشره تر دې وړاندې مې درته څو لیکنې کړي وې، چې ځینې لینکونه یېلاندې د نمونې په توګه وړاندې کوم:
د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې مو پښتو کتابونه ندي پکار
کابل پوهنتون د جاهلانو په منګولو کې کابل پوهنتون کې علمي غلا او مالي فساد د ډنډورې تر کچې
په کابل پوهنتون کې علمي فساداو ژبنی تبعیض
د پوهنتون اداري مرستیال محمدهادي هدایتي اودمرکزي کتابتون امرحبیب الله جهانیار (لمر) – او په کابل پوهنتون مرکزی کتابتون کی د ایران د فرهنګې مرکز انځورونه
چې هغه هم د کابل پوهنتون په هکله وې تر تا در ورسولې ولې تاسو او د لوړو زده کړو وزارت له لوري کوم عکس العمل ښکاره نشو او پدې باوري یم، چې پدې لیکنه به موهم د سرکوم ویښته ونښوري. د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون چارواکو نه ګیله نده پکار ځکه هغوی ډېر متعصب دي او د پښتنو په خلاف له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي او غواړي، چې پښتانه تردې زیات د مختلفو فشارونو ورکولو په اساس زیات کمزوري کړي. دا لړۍ لا روانه ده او مونږ یې عملآ وینو، چې ژبه یې ترې اخیستې، پښتو کتاب په مرکزي کتابتون کې د نشتون تر بریده، ایراني کتابونه تر اندازې زیات، په پښتو ژبه لیکچر او چيپټر نشته،په پښتو خبرې کوونکي کار ځنډوي ... خو دا ځل د تېر په خلاف هر څه سپین وایم، ځکه زمونږ پښتنو ځای په کابل پوهنتون کې د نشتون تر حده رسېدلی. خو له چارواکو او ټولو هغو څخه غوښتنه کوو، چې په ريښتيني ډول ورته د پښتنو درد د درد په څېر ښکاري او ورڅخه غواړو، چې د دې نارواوو مخه ډب کړي.
غواړم ولسمشره تاته د یو څه یادونه وکړم، چې ستاسو به یاد به د وي کنه! تا ولس ته ډېرې هیلې ورکړې وې او ولس هم په تا ډېر باور وکړ او رایه د خپلو ماشومانو په شهیدانولو او ګوتو په پرېکولو درکړه، چې ته قدرت ته ورسېږې او د هغه څه د پليکېدو تمه یې درڅخه لرله، چې د رایې په بدل کې د ورسره وعده کړې وه او مونږ افغانانو له تا څخه یواځې درې شیان غوښتل ( امنیت، تعلیم او کار) ولې مونږ پدې پوهيږو، چې د سولې او امنیت راوستل حوصله او وخت غواړي، د کارونو پیدا کول هم زیاد کار او پانګونې ته اړتیا لري؛ خو د تعلیم او زده کړو په برخه کې د لازمه پاملرنه ونکړه او په تېر یو کال کې د څو شېبو لپاره د هیواد کوم پوهنتون ته نه یې تللی او د ټاکنو د کمپاین پر مهال دې په پوهنې او لوړو زده کړو ډېر تاکید کاوه او تل به د یادونه کوله، چې زه د افغانستان په کچه پنځه معیاري او نړۍ وال پوهنتنونونو په جوړېدو او یا یاد پوهنتونونه په نړۍ والو پوهنتونونو بدلوم او تر څنګ له نړۍ والو پوهنتونونو سره د افغانستان د پوهنتونونو اړیکي پراخوم.
هسې ونشول او دا دی اوس مو د کابل مرکزي پوهنتون کې د فرهنګي یرغلکوونکي هیوادونو د پلور تر بریده ورسېد او غواړم درسره پدې باره کې خپل شته معلومات شریک کړم تر څو ستاسو او د لوړو زده کړو د نوې وزیرې لپاره د کابل پوهنتون کې د تېرېدونکي حالت یو تت انځور وړاندې شي.
ښاغلیه! کابل پوهنتون کې نوي او زړو هوکړه لیکونو یادونهدرته وکړم، ځکه دلته مې یو څو ورځې تېرې کړي. د کابل پوهنتون د هیواد مرکزي پوهنتون دی او هر د ښوونځي فارغېدونکی ځوان هڅه کوي، چې د کابل پوهنتون کې زده کړه وکړي او خپلو ارزوګانو ته ورسیږي. دغه ځوانان ندي خبر، چې د کابل پوهنتون کېڅه تېريږي، څوک پکې واکمن او څه کوي؟
د کابل پوهنتون چارواکي نه مدیران دي او نه هم د پرمختګ لپاره کومه برنامه لري او ورځ تر بلې یې کابل پوهنتون د زوړ په لوري روان کړی او اوس یې تقریبآ د یو ښوونځي شکل ځانته غوره کړی دی. د کابل پوهنتون هره لویشت خاوره د پلورلو تر بریده رسېدلې څوک نشته، چې پوښتنه یې وکړي. له ایران او یو شمېر نورو ادارو سره د کابل پوهنتون او مرکزي کتابتون تړون د کابل پوهنتون استقلال له ګواښ سره مخ کړی او په مرکزي کتابتون کې هره څانګه خپل سري کوي او په کابل کې د شته وو سفارتونو له لوري اداره کیږي او ایران بیا تر ټولو مخکې دی او لدې څانګې خپلې فرهنګي او نفوذي پراخوي او موخې تعقیبوي.
په ایران د پلورلو دا تړون د کابل پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي(محمد هادي هدایتي ډېر متعصب هزاره دی، چې په کابل پوهنتون کې د پښتنو د پرمختګ مخه ډب کړې او د یو شمېر کړیو له لوري یې ملاتړ کیږي) تېر کال د پخواني تړون سره په توپیر يې دا نوی تړون کړی او پدې تړون کې په ازادانه ډول ایران تهد خپلو فعالیتونو اجازه ورکړل شوې.
له ایران سره د تېر کال دا تړون د پیسو په بدل کې د کابل پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي کړی او ویل کیږي، چې د مرکزي کتابتون امر حبیب الله لمر جهانیار ته هم هره میاشت یوه اندازه پیسې ورکول کیږي تر څو دایران سفارت خپلې موخې په ازادانه ډول تر سره کړي. په کابل پوهنتون کې د ایران دا څانګه د ( ایران شناسي ) په نوم یادیږي، چې 3 – 4 کمپیوټرونه او یوه اندازه کتابونه پکې دي.د ایران سفارت خپلې ملي، مذهبي ... ورځې د سفارت په ځای په کابل پوهنتون مرکزي کتابتون کې نمانځي او د ایران پدې ډول فعالیت د کابل پوهنتون رییس او د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیر ډاکټر عبید خبر وو، ولې د مخنیوي لپاره یې چا اقدام ونکړ او تر اوسه له ایران سره د قرارداد څرنګوالي بغیر له مرستیال محمد هادي هدایتي نه بل چاته ندی معلوم او نه تر اوسه چا د دې قرارداد په هکله پوښتنه کړې.
خو ولسمشره ته به پوهېږې، چې چارواکي د ملت مزدوران او خدمتګاران وي؛ هیواد له هر ډول شته وو ګواښونو څخه ژوغوري؛ خو په افغانستان کې بیا چارواکي ځان باداران ګڼي، چې دا غلت منطق دی او ته کوښښ وکړه، چې د ملت سره کړې وعدې عملي کړې او مونږ تر ډېره هیله مند یو، چې تاسو به دا کار وکړۍ.افغانستان د ایران د نیغ فرهنګي یرغل لاندې دی او ایران دا کار د هغو کسانو په مټ کوي، چې له افغانستان څخه ایران ته زیات وفاداره دي.
ښاغلیه! د کابل پوهنتون او د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون لدې روان حالت څخه وژغورئ او دا دوه کسانو محمد هادي هدایتي او حبیب الله جهانیار لمر څخه د کابل پوهنتون خلاص کړئ. دا هغه کسان دي، چې د پوهنتون او کتابتون په هکله تصمیم د ایران په خوښه د ایران سفارت د استازې تر منځ په ګډه مشوره تر سره او په بدل کې ورڅخه مادي امتیاز تر لاسه کوي. له تا څخه مو هیله ده، چې کابل پوهنتون ته پاملرنه وکړئ او د کابل پوهنتون لدې روان حالت څخه خلاص کړئ.
په پای کې در څخه غواړو، چې د کابل پوهنتون او نورو هیوادونو ترمنځ د ټولو قراردادونو د ارزونې لپاره یو با صلاحیته هیئت وټاکئ تر څو هر څه په سمه او روښانه توګه وارزوي او د کابل پوهنتون له شته وو ننګونو څخه خلاص شي.
لیکوال: افغان
کابل پوهنتون
وروستي