
يو شمېر باوري سرچينو، روهي ويب پاڼې ته ويلي، چې شمال ټلوالې هڅه دردلوده د زر او زور له مخې، د دوهم ځل لپاره قانوني د ولسي جرګې مشر کړي. دغه سرچينې وايي، چې د دې کار لپاره يې لس ميليونه ډالره ځانګړي کړې دي، خو له نيکمرغه تر اوسه نه دي بريالي شوي.
تير ځل قانوني د ساده اکثريت له مخې د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکل شو، خو دا ځل ، چې سياف ډېرې رايې وګټلې دا خبره و نه منل شوه.