
اهنګر:
د سندان غږونو په مرض اخته كړى يم
د كابل په كوټه سنګي كې د اهنګرۍ كوڅه چې د كو ټه سنګي څلور لارې ته نيږدې پرته ده د شور او بيلابيلو غږونو څخه ډكه ده، چې په لسګونو اهنګران په كې په كار لګيا دي او د ژوند چارې پر مخ بيايي.
په هرې خو ا چې وګورې پر وسپنو به دې سترګې لږي، د همدې وسپنو د ټك، ټك غږونه به دې تر غوږو شي او داهنګرانو د ريښتينې كار ننداره به وكړې، هر تن د زړه په مينه كار كوي او د خپلې كورنۍ ستونزې حلوي.
زاړه ځوانان او حتى ماشومان هم په كارونو بوخت وي او د سړي زړه غواړي چې ورسره يو څو شيبې كار وكړي خو د سندان غږونه دومره تيز وي چې ورسره يوه دقيقه دريدل هم د سړي غوږونه خرابوي.
د ډيرى اهنګرانو سره همدا ټوكه شوې او اوس چې ور سره خبرې كوې نو په ډيرو ستونزو به ورته خپله موخه ورسوي.
ماهم كله چې غوښتل د اهنګرانو د كوڅې حال واخلم او له يوه اهنګر سره مركه وكړم د همداسې يوتن سره مخ شوم، چې د اهنګرۍ ګردونو او غږونو په مرض اخته كړى وه.
د كوڅې چپ لاس ته د پنڅم دكان تر مخې تيريدم چې سترګې مې په يوه زوړ اهنګر ولګيدې چې په خپل كار بوخت وه او د بخارۍ لپاره يې نل جوړوه، سلام مې پرې واچوه او په كرار يې ترڅنګ كيناستم، سر يې را پورته كړ د سلام د ځواب ويلو سره يې لاس را پورته كړ خو بيرته لاس نيلوى شو ما يې لاس ونيوه او ستړې مشي مې ورسره وكړل، له هغې سره يې بيا هم راته وويل چې لاسونه يې تور دي هسي نه چې زما لاسونه هم تور شي.
خپل ځان مې ورته وروپيژنده، د لږو خبرو اترو وروسته يې د خپلې مريضۍ خبره وكړه چې دا څو كاله كيږي پرې اخته شوې او د ډيرې تداوۍ سره سره اوس هم پوره ښـه شوى نه دى.
پلك يې د سندان ترڅنګ كيښوده او په خپله دكان ته دننه شو ماته يې د لاس په اشارې سره وويل چې په چوكۍ كينم خود هغې د اصرار سره بيا هم چوكۍ مې هغه ته پريښوده او ورځينې مې د ژوند د كيسې غوښتنه وكړه په هيله من نظر يې راوكتل مخ يې رانه ورګرځوه، فكر مې وكړه، ګوندې خفه شو خو له همدې سره يې په ټوخي پيل وكړ ښه شيبه يې وټوخل بيا يې د بښنې په غوښتو سره راته خپل ځان داسې را وپيژانده:((نوم مې محمد عارف دى،اوسمهال د ده بورې په نوي كلي كې اوسيږم، نيږدې ۶۵ كاله وړاندې زيږيدلى يم او له ۱۳۴۴ كال را په ديخواد اهنګرۍ په كسب بوخت يم ))
محمد عارف وايي پلار يې د سيمې يو مشهور معمار وه، خو د هغه له مرګ وروسته نوموړي اهنګرۍ ته مخه كړې اوتر دې دمه يې پرمخ بيايي.
هغه وايي د اهنګرۍ په برخه كې يې له چا زده كړه نه ده كړې او په وينا يې په پيل كې يې د حلبي فروشۍ دكان درلوده او په كراركرار يې اهنګرۍ ته مخه كړه، چې اوس په دې كوڅه كې مشهور اهنګر دى:(( پلار مې معمار وه د كورنيو چارو په وزارت كې يې د معمارۍ دنده كوله، كله چې هغه مړ شو ما د حلبي فرشۍ دكان جوړ كړ بيا مې وروسته اهنګري پيل كړه او اوس ښه مشهوراستاد شوى يم.))
د محمدعارف په خبره كله يې چې پلار د يوې ترافيكي پيښې په ترڅ كې ووژل شو، له هغې ورځې په دوى تور تم كيناست.
نوموړى زياتوي، دوى درې ورونه دي مشر يې ورنه په هم هغه وخت كې چې پلار يې مړ شو بيل شو او د كور مسووليتونه ده ته ورپه غاړه شو او په وينايې له هغې ورځې را په ديخوا يې په ځان ډيرې سختې تيرې كړي خو خپله كورنۍ يې له ستونزو ژغورلې:(( د پلار د وفات سره سم مې را نه مشر ورور بيل شو او د كور ټول مسووليتونه ماته را په سر شو، ډيرې ستونزې مې وګاللې خو كورنۍ مې ستونزو ته پرينښوده.))
له همدې خبرو سره عارف بيا په ټوخي پيل وكړ او دومره يې وټوخل چې ځوى يې سرور راغى او له هغه سره د خبرو كولو يې منع كړم خو د پلار په عوښتنه يې بيرته خپل كارته ولاړ.
د لږې شيبې ځنډ وروسته يې بيا په خبرو پيل وكړ او زياته يې كړه چې په تيرو و ختونو كې ټولنيزې ستونزې نه وې او د خپلو شخصي ستونزو سره سره بيا هم دوى خوشاله ژوند درلوده، په خوښۍ يې د ژوند ورځې شيې سباكولې.
هغه وايي شپږ ويشت كلن وه چې مور يې ورنه د واده غوښتنه وكړه او په وينا يې ده هم د مور غوښتنه ومنله او په خپل قوم كي يې د يوې شريفې انجلۍ سره واده وكړ.
عارف زياتوي له همدې ورځې چې واده يې وكړ د ژوند خوږې شيبې يې پيل شوې او په خوښۍ يې د خپلې ميرمنې سره ورځې شپې سبا كولې ترڅو يې مشر ځوى سرور پيداشو.
نوموړى وايي په هغه ورځ يې دومرخوښي كړى چې هرڅه ورنه هير شوي وو او په وينايې په ټول كلي كې خواږه هم ويشلي وو:(( مور مې راته ويل ځويه اوس زه نور د كوركارونه په يواځې ځان نه شم سمبالولى غواړم يوه ښكلي انجلۍ د خپل كور انګوركړم كه ستا څوك خوښه وي راته يې ووايه ماپه زړه كې ډيره خوښي وښودله خو مورته مې څه ونه ويل هغه ويل ځويه زه پوهيږم چې ته زما په خوښه راضي نو ما هم درته داسې انجلۍ په نښه كړې چې ستابه هم خوښه وي او د نوم په اخيستو سره يې دومره خوښ شوم چې مورمې په غيږ كې ونيوله او په ټول انګړكې مې وګرځوله، له واده وروسته مو په كور كې خوښي نوره هم ډيره شوه او كله چې سرور پيدا شوپه ټول كلي كې مې خواږه ويشلي وو.))
د عارف په وينا په ديني مدرسه كې يې زده كړې كړي خو له دې امله چې په هغه وخت كې خلكو ښوونځي ته دومره پاملرنه نه كوله ښوونځى يې نه دى لوستى .
نوموړى وايي په ټولو وختونو كې په خپل هېواد كې پاتې شوې خو د كمونستانوپه دوره كې له هېواده ووتل او په خبره يې په هغې وخت كې يې د نورو خلكو په څير د ژوند ترخې شپې پيل شوې
هغه زياتوي د مهاجرت په ورځو شپوكې بيا له ستونزو سره مخ شو كارونه يې نه وو او نه ورنه چا ددوى په لاس جوړې شوې بخارۍ او نور اجناس اخيستل:(( په هغه وخت كې چې كمونستان واك ته ورسيدل بيا مجاهدين راغلل او تنظيمي جنګونه پيل شول موږ هم د نورو افغانانو په څير كډه وكړه په همدې وخت كې مو د ژوند ترخې ورځې شپې پيل شوې، څو ځايه كډوال شو ډيرې ستونزې مو په هغه وخت كې وګاللې.))
اهنګرمحمد عارف زياتوي د اوسني دولت په راتګ سره كه څه هم ددوى كورنۍ ستونزې را كمې شوي، خو په خبره يې تير وختونه ورته ديوې خوږې خاطرې په ډول اوس هم ياديږي او كله كله په خپل كور كې د خپلې مينې او زلميتوب كيسه خپلو بچيانو ته هم كوي.
نوموړى وايي نهه اولاده لري چې درې يې لوڼي دي او نور ځامن خو په وينايې مشره لور يې ورته ډيره ګرانه ده چې اوس واده شوې ده
د هغه په وينا درې اولاده يې اوس په ښوونځي كې په زده كړو بوخت دي او نور يې له ښوونځي فارغ شوي او په خبره يې غواړي په خپلو اولادونو لوړې زده كړې وكړي ترڅو په راتلونكې كې هېواد والو ته خدمت وكړي:((اولادونو ته مې وايم چې ترڅو ژوندى يم خپلې زده كړې وكړئ د هيڅ شي غم مه كوئ هرڅه به خداى را رسوي او دا مې ترټولو غټ ارمان دى چې اولادونه مې پوهنتون ووايي او په راتلونكې كې خپلو هېوادوالو ته خدمت وكړي.))
د نوموړي په وينا دا څه موده كيږي چې ورته د سينى او غوږ ونو تكليف پيدا شوى ، له ډيرو درملنو سر ، سره بيا هم تر اوسه ښۀ شوى نه دى او په وينايې ورځ تربلې يې حالت خرابيږي او دده په شمول يې كورنۍ هم ورسره انديښمنه كړې.
اهنګر عارف وايي د مشهورو ډاكټرانو نه يې تداوي وكړه خو هيڅ اثر يې پرې نه دى كړى او زياتوي چې په كور كي يې د دوايانو پنډونه پراته دي، خو دى ورسره ښه شوى نه دى:(( دا درې څلور كاله كيږي په دې مرض اخته شوى يم غوږونه مې خارخ كوي سينه مې هم خرابه ده هيڅ نه پوهيږم څه وكړم ډيرو ډاكټرانو ته د تداوۍ لپاره ورغلم خو د هغوى تداوۍ هم څه اغيز ونه كړ او راته وايي چې ته دسندان غږونو اود وسپنو لوګي په دې رنځ اخته كړى يې.))
د اهنګرعارف ځوى سرور هم د پلار د ډيرې درملنې خبره كوي او زياتوي، تر خپله وسه يې چې كوم ډاكټر كتلى نو ورته يې يو ځل وروستى خو په وينايې ډاكټران ورته وايي چې د پلار غوږونه يې له كاره وتي او هغه به هيڅ كله په خپلو غوږونو په سمه توګه خبره وانه وري.
هغه وايي ډاكټرانو دا هم ورته ويلي چې په راتلونكې كې كيداى شي د پلار غوږونه يې بيښې كار پريږدي او د تل لپاره له دې نعمته محروم شي خو سرور وايي په هر قيمت به تر پايه د خپل پلار درملنې ته دوام وركړي:(( ډاكټرانو څو، څو ځل ځواب كړي يو راته وايي چې ستاسې د پلار غوږونه نه رغيږي او وايي كيداى شي چې په مكمله توګه له دې نعمته بې برخې شي، خو زه به ترخپلې وسې هڅه كوم چې د پلار درملنه مې وكړم هغه كه په هرقيمت وي.))
د اهنګر عارف ځوى سرور وايي چې پلار يې اوس د خپلې رغيدا په كيسه كې نه دى او وايي چې نور يې نو د ژوند پاڼه زيړه ده او په خبره يې هغه وايي چې اوس يې د ژوند تر ټول ستر ارمان د خپلې ځوى سرور واد ه دى چې په ژوند يې تر سره شي.....