د ګل مينه

لنډه كيسه
ما د ګل سره د خپل زړه په غوښتنه مينه كړې، زما زړه غوښتل چې له هغې سره دومره مينه وكړم  چې په دنيا كې يو نوى مثال پاتې شي آن تر دې چې مينه مې ختمه شي او خلك په دې وپوهيږي چې په دنيا كې اوس هم داسې مين شته چې د ليلى مجنون،  مومن خان او شيرينۍ او نورو مينانو نه د يوبل سره زياته مينه لري.
په هر نظر كې مې هغې ته دومره مينه وركړه، چې كله به  مې په خپله فكر كوه هسې نه چې مينه مې زر ختمه نه شي.
هغې به هم تر خپله وسه د مينې اظهار كوه او كه ريښتيا ووايم نو د هغى مينه زما نه هم ډيره ده، كه زه ووايم چې هغه ما سره ډيره مينه كوي نو مبالغه به نه وي او هره لحظه مې د خوښۍ په فكر وي.
دا د مېنې انتهاده او كه نه اوس مينه پيل شوې دا اوس هم موږ ته نه ده معلومه  زموږ  هره ليدنه  يو نوى خوند او لذت لري او په هره ليدنه كې موږ خپله مينه نوره هم پياوړې كوو.
ډيرې مودې وشوې خو اوس هم داسې فكر كوو چې موږ د دوه درې ورځو مينان يو او لامو د مينې عمق ته سر نه دې ښكته كړى زما زړه اوس هم نوره مينه غوا ړې او د هغى غوښتنه هم داده، چې له ماسره به نوره مينه هم كوي.
مخكې به مې په زړه كې دا ويره وه، چې خلك وايي د وصال سره مينه ختميږي او كه نه كميږ.ي خو حتما خو اوس دا ويره نه لرم، چې ګوندې زموږ په وصل سره دې د ګل سره زما مينه ختمه شي.