قلم ستوری د اسمان دی قلم ژوند د هر انسان دی قلم خوږ غوندې داستان دی قلم ځکه پر ما ګران دی ------------------------- قلم مينه ده وفا ده قلم شمعه ده رڼا ده قلم ښکلي محبوبا ده قلم جوړه دا دنيا ده ---------------------- قلم شګه د درياب ده قلم پاڼه د ګلاب ده قلم ژبه د کتاب ده قلم لاره د محراب ده --------------------- قلم ښکلي فيصله ده قلم داسې ولوله ده قلم هغه وسيله ده چې تش په نوکه ټول هېواد آباوينه ټوپک ټول ازغی ازغی دی ټوپک کړيکه ده زګېروی دی ټوپک مړ ښکلی زلمی دی ټوپک تور دی ماښامی دی ------------------------ ټوپک اور دی اورورين دی ټوپک زړه زما راخوړين دی ټوپک چاوې چې حسين دی ټوپک زيان نه ډک ماشين دی ------------------------------ ټوپک واړه يتيمان کړو ټوپک وران افغانستان کړو ټوپک اړ د ټول جهان کړو ټوپک اور ته ور روان کړو --------------------------- ټوپک ټول بدرنګ بدرنګ دی ټوپک لوی غوندې کړنګ دی ټوپک ټول زياره جنګ دی ځکه مو خويندي په کوڅو کې سوال کوينه
وروستي