
د څېړونکو په نظر چې اوبه د پایپونو په وسیله کارول ښې مدیریتېدلی شي، یعنې لوڅې اوبه چې ویاله کې روانې وي تبخیرېږي/ بخار کوي او د استعمال تر ځایه چې رسېږي څو لېتره کمېږي.
لوڅې اوبه د ککړتیا احتمال هم لري.
البته ویالو کې د اوبو لوڅه بهېدنه هم نه یوازې د ځمکې لاندې د اوبو تغذیه کې مرسته کوي بلکې طبعي چاپېریال لپاره هم ګټورې بلل کېږي.
دا حوضونه او چېکډېمونه هم د اوبو مدیریت لپاره جوړېږي/ باراني اوبه راټولوي چې د سیلابونو مخنیوي تر څنګ ځینې لوی ډېمونه برېښنا هم تولیدوي او د ذخیرې له برکته کروندګر د اوبو نشتوالي سره نه مخ کېږي.
دغه راز د غونډیو په ډډو کې ګوړي کېندل (کوچنۍ کندې) هم اوبه مدیریتوي، د غونډیو زرغونېدو لپاره اوبه هضمېږي، د سیلابونو مخه نیسي او که نیالګي پهکې کېنول شول نو چاپېریال ته لا ګټور تمامېږي.
د ژورو څاګانو مخه چې اوسني حکومت ونېوله هم د اوبو د قحطۍ مخنیوی بلل کېږي. تاسې به ډېر ځایه په کمه فاصله کې لسګونه برمې لېدلې وي چې د شمسیو/ سولري برېښنا پر مټ باغونه او فصلونه پې اوبه کوي، بیخي یې د اوبو سطحه په اصطلاح د ځمکې تل ته ښکته کړېده.
اوسمهال د پاکو اوبو شبکې هم زیاتې جوړېږي، چې صحي اوبه بلل کېږي دا هم د اوبو ښه مدیریت تر څنګ د ناروغیو مخینوي لپاره ګټورې ګڼل کېږي.
زیاتره غرهییزو او کلیوالي سیمو کې له بېسرپوخه څاګانو او ویالو اوبه راباسي او بیا له دې امله د ناروغانو په تداوۍ دومره لګښت راځي چې دوامداره تصفیه اوبه کاورل ارزانه ورته لوېږي.
موږ په کورونو کې هم ډېر بېباکه اوبه کاروو، نیم جام یا ګیلاس څښو او نیم ځمکې ته تویوو. په اودس او غسل کې هم اوبو سره احتیاط نه کوو؛ ځينې خو دومره وسوسي وي چې دوهم ځل هم تشناب او بمبۍ ته ورګرځي، چې کوم وچ اندام نه وي پاتې.
اسلام هم له بېځایه اسراف منع فرمایلې ده.
همدا څاڅکي اوبه دریاب جوړوي.
د فاضله/ خرابو اوبو تصفیه او بېرته کارول هم د اوبو له مدیریته شمېرل کېږي.
د واورو ذخیره کول هم د اوبو مدیریت دی.
د ذخیرې ګټه یې دا ده چې ځمکه یې په تدریجي ډول هضموي او د وچکالۍ مخنیوی کوي. که واوره همداسې پرېښودل شي نو اوبه یې د ځمکې پر سر تېزې سیندونو ته بهېږي او زموږ اوبه خو شاید بهر هېوادونو ته هم لاړې او ضایع شي.
د واورو ذخیره په وچ موسم کې کروندګر تاند ساتي.
د اوبو عادلانه وېش، د صنعت، کرنې او کورنیو اړتیاوو تر منځ توازن ساتل د ټولو انسانانو مسولیت دی.
لنډه دا چې په اوبو کې له موږ سره راتلونکی نسل هم حق لري، باید د نورو حق ضایع نه کړو یارو.
دا درې ورځنی کنفرانس کفایت نه کوي، په دې برخه کې د جوماتونو خطیبانو لپاره روزنیز ورکشاپونه په کار دي چې بیا د ممبر له لارې عامه پوهاوی تر سره کړي، ځکه اوبه د الله تعالی یو ستر نعمت دی او موږ یې ډېر بېرقمه کاروو چې راتلونکي کې سختې قحطۍ سره مخ کېدلی شو او بیا به نیم ګیلاس اوبه د شیدو لېتر په بیه هم پیدا نه کړای شو.
د افغانستان پایتخت کې د اوبو نړیوال درې ورځني کنفراس ته چې د کورنیو او بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې او متخصصین رابلل شوي، ۱۳۵ څېړنیزې مقالې به پهکې شریکې شي.
خدای وکړي له دې علمي کنفرانس کافي ګټه واخلو.
او د قوشتپې کانال په څېر د کونړ سیند مهارولو کې هم زیاتي وسي شو ان شاءالله.