د غنیمت ؤسلو ته مه خوشالېږئ

جالبه ده ۲۰۲۴ کې هم د عصري علم اؤ تکنالوجۍ پۀ اهمیت غږېږو.
د لبنان حزب الله ډلې ۳۰۰ غړو ته چې کومې مخابرې لاسونو کې ؤرچاؤدېدلې دي، د ؤال سټرېټ اؤ رویټر د معلوماتو لۀمخې دا پکېج یې تازه رانېؤلی.

یعنې دا عامې مخابرې نۀدي/ یؤ شرکت سره د پلان لۀ مخې ګېم شؤی دی اؤ حزب الله ډلې ته تازه ؤرکړل شؤې‌دي.

مګر بیا هم د تکنالوجۍ پر مټ دا کار شؤی. پۀ پردۍ جوړې شؤې ؤسلې کله هم مه نازېږئ/ حساس حالت کې که لاسونو کې در ؤنۀ چاؤدېږي شاید کار پرېږدي اؤ ژؤندی دښمن ته پۀ لاس ؤرشې.

څۀ ؤخت ؤړاندې اؤازه ؤه چې د افغانستان دفاع ؤزارت لۀ روسیې ؤسله رانیسي.
 پۀ یؤه خو ؤرته خوشاله ؤو چې ښه ده که رادار، جېټ اؤ مزایل ؤلرو نو د ؤطن دفاع کې به یؤ څۀ ډاډه ؤو، خو لۀ بلې خؤا که روسیې ته ژؤر سوچ ؤکړو افغانستان کې یې د همدغو مجاهدینو لخؤا بد شکست خؤړلی؛ تۀؤا ښه ؤرځ به راته ؤغؤاړي!؟

ګپ یې مه ګڼئ یارو، احمد شاه بابا که هندوستان اتلس ځله فتحه کړی‌دی خو هند هم کرار نۀدی ناست اؤ نۀیې هېر کړي، درګرده پۀ دوستۍ کې د افغانستان بېخ ؤهي.

ښه چې پۀ دې باؤر یؤ (کافر د مسلمان دوست نۀشي جوړېدلی) نو د ؤسلو پۀ تجارت خو یې بیخي باؤر نۀدی پۀکار.

دلته ډېرو نورو باؤرونو هم سر خؤړلی، اوس که موږ بهر ته افغان ځؤانان د دې لپاره لېږو چې تخنیک اؤ تکنالوژي زده کړي اؤ بیا به موږ ته ؤسلې جوړؤي نو دا هم ممکنه ده چې بهر کې پردی فکر ؤرپیچکاري شي اؤ د ګټې پر ځای تاؤان راته ؤکړي.

خیر پۀ هر صورت که عصري علم اؤ تکنالوژي مهم ؤنۀ ګڼو، خدای مه کړه د نورو چانسونو پۀ څېر دا هم بایلو.

دا اوس ؤګورئ زموږ افغان مسلمانان(!) یؤ رقم د اسرائیلو دغه ډول ته ګډېږي چې پۀ حماس، حزب الله اؤ نورو مخالفو ډلو د تکنالوژۍ پۀ زور بریالي دي/ ؤیې څارۍ کنایې اؤ غؤږ ؤهنې کؤي.

زۀ دا ؤایم چې حتی پۀ جنګ کې د کفارو ؤسلو غنیمت ته خوشاله نۀشو/ شاید د یؤ ګېم لۀمخې یې راته پرېږدي اؤ بیا لاسونو کې رابړز ؤهي.

بایدۀ هم دي چې د چنار غوندې پخپلو مټو زور ؤکړو، نۀ د انګور خېلته د بل پۀ شاخونو تاؤ اؤ پورته شو.

دا عبرتي بحث پۀ یؤ غؤږ ننباسئ اؤ پۀ بل یې ؤباسئ، ځکه چې درس نۀاخیستونکي افغانان یو اؤ خپل عادت باید هېر نۀکړو.