لیکؤالي پۀ خاطرو لیکؤالي سره زده کړئ.

نن ډاکټر ته تللی ؤم، نوم مې ؤلیکۀ، اؤل سر کې یې ۲۵۰ افغانۍ فیس ؤاخیست.
د انتظار دهلېز کې یې تلؤیزون لګؤلی ؤ، د اسټرالیا اؤ ؤیسټ انډیز ۵۰ اؤریزه لوبه چالان ؤه، یؤ څۀ پام مو پې غلط ؤ، خو انتظار ډېر اوږد شو، څو ځله نوم لیکونکي ته ؤرغلم مال نوبت څنګه شو؟
 
ؤېل ډاکټر دؤه ځله پاس دؤهم منزل کې مېلمنو ته ؤرغی ځکه ځنډ شو.
 
مال کاري ؤخت کې ډاکټر لۀ میډیکلریپ اؤ سېلمېن سره هم نۀګوري، مېلمانۀ دې پس لۀ ؤخته کور ته ؤرشي کنه.
 
مال پۀ دا ناستو کسانو کې یؤ هم نۀدی کم شؤی اؤ نور چې راځي هم تاسې یې درګرده نومونه لیکئ، خپل ټارګېټ معلوم کړئ چې د دومره کسانو علاج کؤلی شو نو لۀ لېرې پرتو سیمو کسان به چټي ؤټي نۀؤي انتظار اؤ د ډاکټرانو کمی هم نۀشته، ؤرتا بل ډاکټر ته ؤرشئ موږ نۀیو ؤزګار.
 
ؤېل پوهېږو خو موږ ډاکټر ته نۀشو ؤیلی/ خندا سره یې ؤؤیل، پرېږده چې څومره ډېر ؤي زموږ کار جوړ ؤي.
 
بېرته راغلم، زما پۀ احساساتي چلند د ناستو کسانو رنګونه ؤغوړېدل.
 
خؤا کې مې یؤ لوکس نفر ناست ؤ، ږیره، برېت خریلي اؤ ټوپۍ یې هم نۀؤه پۀسر/ ماډرن معلومېدۀ، مخې ته یې کثافات‌داني اېښې ؤه، خو نسؤار یې پۀ کاشیو ؤغورځؤل، کړچ عکس مې ترې ؤاخیست.
 
نوبت لیکونکي کس درک کړم چې پۀ عذاب یم، ؤېل راشه نوبت دې دی، دننه ډاکټر ته څو نور ناروغان هم ناست ؤل، یؤ سړي سره ښځه ؤه، ډاکټر معاینه کؤله، ښځې د شلو کلونو ناروغۍ ټولې ؤرته ؤښودې.
 
ډاکټر ښځې ته ؤؤیل چې چادري دې ایسته کړه، خؤله ؤازه کړه، سترګې مخامخ راته ؤنیسه.
 
ښځې ؤرته کړل چې پۀ خېټه مې ؤړې ؤړې دانې هم دي، ډاکټر ؤرته کړل چې خپله یې ؤنۀ ؤینم څنګه پوی شم، تۀ راځه چپرکټ ته، پرده یې کش کړه، سړي ته ډاکټر ؤؤیل چې اجازه خو ده کنه چې خېټه یې لوڅه کړم؟
 
سړي موږ لۀ نظره تېر کړو، څټ یې ؤګراؤۀ، پۀ تښتېدلي رنګ یې ؤؤیل هو نو مجبور یو، پۀ پټو سترګو خو دؤایي مه ؤرته لیکه.
 
پۀ ما ځمکه ؤګرځېده، درؤازې ته لاړم چې بهر ؤؤځم، بیا مې پام شو چې بېرته به نوبت رانۀشي، نیم‌کښو درؤازه کې ؤدرېدم.
 
لږ روسته ډاکټر زما کار هم خلاص کړ، پارچه یې راکړه چې دؤاخانه کې یې ټاپه کړم، بیا یې معاینه خانې ته ؤلېږلم، راته کړل یې انتظار شه، راغلم بیا لوبې ته کېناستم، اسټرالیا ۲۵۹ هدف ؤرکړی ؤ، زۀ پۀ ؤیسټ انډیز ؤلاړ ؤم، توریان خو تاسې ته معلوم دي د شل اؤرېزو ژڼي دي، یؤ پۀ بل پسې یې ؤډتؤل، یؤ سل څو اؤیا کې یې لۀ میدانه ؤباسل.
 
یؤ طرف انتظار، بل طرف لوبه بایلل اؤ بل طرف مسلسل د سؤالګرو رنګارنګ تمثیل اؤ مجبوریت بیخي موډ راخراب کړ.
 
بیا معاینه خانې ته ؤرغلم، ؤېل ستا تر ټولو روستی نوبت دی.
 
بیا مې همدا سندره شروع کړه:
 
اوصول ؤپېژنئ، کاري ؤخت کې مېلمه سره ملاقات څۀ مانا، خو ټارګېټ معلوم کړئ، اضافه مریضان مه لیکئ کنه.
 
بېرته انتظاریه څوکۍ کې کېناستم، خؤا کې نفر سره ۵۰۰ تسپې ؤې، مال تۀ بختؤر یې که انتظار هم یې خو ثؤاب دې ؤګاټۀ.
 
 
تر څنګ یؤ بل کس چې لۀ غرنۍ سیمې راغلی ؤ، خدمتګار نرس ته یې ؤیل چې ناروغ لۀ چیشي پرهېز ؤکړي؟
 
نرس ؤرته ؤایي چې آچار اؤ سوپ دې نۀ خوري.
 
ما پې ؤرغږ کړ چې ؤه یارو! پۀ غرۀ کې سوپ اؤ آچار لۀ کومه شي، خو ساده ؤرته ؤؤایه چې تروش اؤ تریخ شیان دې نۀ خوري.
 
نرس ؤېل بلکل.
 
مال خود بلکل.
 
د ټولو ناستو کسانو ستړیا پۀ خندا بدله شؤه.
 
بیا غږ راؤشو چې معاینه دې ؤشؤه، ۷۵۰ افغانۍ راکړه اؤ ډاکټر ته ؤرشه، بیا انتظار خو دا ځل دننه ډاکټر ځان سره کېنؤلم، بیا لاړ بل اطاق ته، ما همغه سندره بیا شروع کړه، نرس راته کړل چې خو مخامخ یې ډاکټر ته ؤؤایه کنه.
 
لۀ ښۀ ځنډ روسته بیا ډاکټر راغی، مال ډاکټر صیب دومره اوږده پروسه خو د پاسپورټ جوړؤلو اؤ اروپا ته د تګ هم نۀؤي لکه د تاسو، مال لۀ کاغذپرانۍ خو پۀ خدای پۀ اوکومت کې هم ستړي یو لکه د احصایې ریاست/ لږ یې اسانه کړئ، تاسې چې اصول نۀ مراعتؤئ نو قبایلي خلک خو ملامت نۀدي/ تاسو ګرمو اطاقونو کې ناست یاست خو انتظار ځای مو دومره یخ دی چې روغ خلک مو ناروغان کړل.
 
ؤیې خندل ؤایي نن بیخي اؤټ‌اف‌فوم یم، نور کله داسې نۀ ؤي.
 
ناستو کسانو هم زما لۀ جنجاله خؤند اخیست ځکه ډېر انتظار اؤ ستړي ؤل.
 
روسته ډاکټر لۀ خبرو ؤپېژندلم، ؤایي یؤه شپه لۀ یؤ معین صیب سره راغلې ؤې اؤ ښۀ مشاعره مو زموږ حجره کې ترتیب کړې ؤه/ بیا به کېنو لۀ خیره.
 
 مال چې څومره ځان رانېږدې کړې د نن ؤرځې ډریس به ؤالا لیکم اؤ خپرؤم، ؤایي هاها زما نوم هم پۀکې ؤاخله.
 
مال نا تجارتي اعلان ځکه نۀ تېرؤم چې تاسې پۀ شته ناروغانو پسې هم نۀ رسېږئ.
 
بیا یې هغه ۲۵۰ فیس راته معاف کړ.
 
نوټ: لیکل پۀ ډېر تمرین زده کړئ، خاطرې ؤلیکئ، خیر که املاء مو نۀ ؤي زده، جمله بندي سمه نۀؤي اؤ لیک‌نښې خو بیخي روسته زده کړئ، خو پۀ لیکلو زیات تمرین کؤئ.
مبارزه اؤ لیکؤالي کاپي پېسټ ته نۀ ؤایي یارو.