۱. له ماشومانو څخه دا مه پوښتئ چې مور درته ګرانه ده او که پلار دې.
۲. له هلکانو څخه د هغوی د درسې درجې پوښتنه مه کوئ.
۳. د چا کور ته پټه خوله او ناڅاپه مه ننوځئ.
۴. د کور له خاوند څخه د هغه د کور د اندازې او قیمت پوښتنه مه کوئ، د يو چا د قد، وزن، سن او نورو شخصي مسائلو په اړه بحث مه کوئ.
۵. کله مو چې کور ته مېلمه راغی له خپل تلیفون څخه استفاده مه کوی او که ممکنه وه بند يې کړئ.
۶. په نویو واده کړيو پسې بد مه وايئ، حتا په خپل کور کې.
۷. کله چې مور يا پلار خپل اولادونه تنبیه کوي د اولادونو ننګه يې دهغوی په مخ کې مه کوئ.
۸. د نورو د اولادونو په تربیت کې دخالت مه کوئ.
۹. کله چې د چا زوی/لور ته تحفه ور وړئ که بل ورور یا خور لري هغه ته هم ډالۍ ور وړئ.
۱۰. هغه ډالۍ چې چا درکړې که دې خوښې نه وې بل چا ته يې هم مه ورکوئ.
۱۱. که په اپارتمان کې اوسې د ګاونډي د اجازې پرته د خوښیو په مراسمو کې په لوړ غږ موسیقي مه غږوه.
۱۲. په ښاري موټر یاعامه انتظار خونه کې چې کله مشران ولاړ وي ته په چوکۍ کې مه کښېنه.
۱۳. په عامه ځايونو ښاري بس او د انتظار په قطار کې د چا خواته ډېر مه ګوره.
۱۴. د موټر چلولو په وخت کې له تلیفون څخه استفاده مه کوه یو او بل اړخ ته مه ګوره.
۱۵. کله چې ترافيکي اشاره زرغونه شوه هارن مه کوه.
۱۶. د نورو موټر چلوونکو عیب مه نیسه.
۱۷. کله چې پلی روان وې تندی تریو مه نیسه.
۱۸. کله چې له ډېر وخت وروسته خپلوان وینې هغوی ته دا مه وایه چې پاک زوړ شوی يې، ختم شوی يې، د چا په ظاهر قضاوت مه کوه.
۱۹. کله چې مېلمه وې ډوډۍ په قراره وخوره, تر ډوډۍ د یو بل له لیدو څخه خوند واخلئ.
۲۰. د باران ورېدو په وخت خپل موټر له پیاده رو څخه په قراره تېر کړئ.
۲۱. له واورې ورېدو ورسته د خپل کور له ونې واوره وڅنډه.
۲۲. کله چې کوم ځای کې په يوار مصرف لوښي کې غذا خورې پاتې ظرفونه په باطله دانۍ کې واچوه.
۲۳. د کثافاتو د اچولو ځای وپېژنه.
۲۴. کله چې په برقي زینه پورته کېږئ ښي طرف ته ودرېږئ، چپ طرف هغه چاته پرېږدئ چې بیړه لري.
۲۵. ښاري بس کې د ښکته کېدو او پورته کېدو پروخت هغه کسان چې ښکته کیږي، حق د اولیت لري.
۲۶. ټول وخت تفريح مه کوئ، ورزش او مطالعې ته وخت ورکړئ.
۲۷. ستاسې پيسې د دې لپاره نه دي چې په بانک کې يې وساتئ، خرڅ یې کړئ, او که ممکنه وه مسافرت وکړئ.
۲۸. که مېرمن لرئ، د هغې د خبرېدو پرته هېڅ ځای ته مه ځئ، هغه په جریان کې واچوئ.
۲۹. خپله د واده حلقه په ګوته ګرځوئ.
۳۰. د محیط او چاپیریال د غوښتنو سره سم لباس واغوندی، په عمومي ځایونو کې او جادو کې د ګرځېدو لپاره آرایش ته اړتیا نشته.
۳۱. د کار په چاپیریال کې رسمي جامې واغوندئ.
۳۲. کار ته د تلو په وخت تل خوشبويي وکاروی البته که شغل مو ایجابوله.
۳۳. په کال کې يوځل د غاښونو ډاکټر ته ورشی غاښونه به مو سالم وي.
۳۴. له مریض، معتاد او هغه چا سره چې اقلیت دي، عادي چلند وکړئ
۳۵. دخپل وطن بد مه وايئ سره له ټولو نيمګړتياوو يې بل چاته هم اجازه مه ورکوئ چې څوک مو د هېواد بې احترامي وکړي.
۳۶. کله چې دعا کوئ په ساده الفاظو يې وکړئ، داسې لکه د الله سره چې په خپله ژبه خبرې کوئ!..
وروستي