د ژوند فشار د هر انسان له زاویې په بېلابېل ډول دی، ځینې په ذهني، ځیني په کورني، ځیني په اقتصادي، ځيني په سیاسي او ځیني په ټولنیز لحاظ د فشار لاندې وي؛ خو د ټولنې هر وګړی یې د خپلې زاویې بیا د ژوند اړخونو ته ګوري، چې کوم اړخ یې په ژوند فشار راوستی دی. موږ په همدې متفاوت ډول ځکه له داسې حالته ځورېږو، چې لارې مو بېلې دي او یو بل چې نه درک کوو، همدا یې علت دی. ځکه موږ هغه نه وي تجربه کړي، چې دوی یې تجربه کوي او هغه څه چې موږ تجربه کړي دا بیا هغوی نه وي تجربه کړي، دا بېلابېلې تجربې هم لیدلوري بدلوي.
بیا دلته له نورو په دې ګیله کوو، چې دا ما نه درک کوي او نه زما په خبرو پوهېږي، بلکې تقابل راسره واقع کېږي. دا او دې ته ورته متضاد روایت بیا د خلکو ترمنځ د ګډون پر ځای د بېلتون لامل کېږي. انسان ټولنیز مخلوق دی، ځینې تجربې یې به یې سره ورته وي او ځینې به یې توپیر لري، همدا توپیر د ټولنې په افکارو او کړو وړو کې هم څرګندېږي.
فشار کله انسان د خامۍ له مرحلې د پخوالي مرحلې ته رسوي، همدا پخوالی انسان دې ته مجبوروي، چې څه ولولي، څه ولیکي او څه تجربه کړي، چې د ژوند له لوړو او ژورو سره یې اشنا کړي. دا فشارونه انسان په ذهني او فزیکي لحاظ دې ته اماده کوي، چې په ژوند کې له دې هم سخت او له فشاره ډک حالت را روان دی. باید په ذهني او فزیکي لحاظ داسې ورته ځير اوسي، چې د لویو وګړو په شان ورسره د مبارزې لارې ومومي او له ځان سره نور افراد هم له دې حالته وباسي. ژوند کې له هرې تجربې سره ډېر د ژوند کولو هنرونه مله وي، که څوک دې باریکیو ته متوجې وي بیا ښیې د خلاصون لارې ورته موندلای شي. راځئ د ژوند له فشارونه یوازې منفي تصور په ذهن کې ونه لرو، باید مثبتو پایلو ته یې هم پام وکړو، چې څومره واړه او نالیدلي اړخونه مو له پامه غورځولي دي.
انساني ژوند ټول له فشارونو سره مل دی؛ خو د دې فشارونو لپاره د حل لپاره کار کول پکار دي، هغه که په ذهني لحاظ وي یا هم په فزیکي لحاظ ځکه د ژوند یو اړخ مبارزه ده. د هرې ستونزې سره د مقابلې لپاره د شرایطو مساعدول پکار دي، وروسته یې حل کول، چې دا کار به د ذهني فشار یا خپګان د لرې کولو لپاره ښه تګلاره شي.
وروستي