منفي صفته ملګري مو له ژونده  ايسته  او اړيکه مو ورسره پرې کړئ

که غواړئ د ملامتي او پېښمانیتا پېټی مو د تل لپاره له سر څخه ښکته وي نو په خپل ټول ژوند کې ، له لاندي ۱۵ رقم  کسانو سره د هر ډول اړيکو نيولو او ملګرتیا ټینګولو څخه ډډه وکړئ. 
ځکه دغه کسان ستاسو په وجود کې مثبته انرژي ضايع کوي او ستاسو فعال ذهن ته منفي فکر درپېچکاري کوي:
 
۱. هغه کسان چې تل له خپلو ملګرو، نورو خلکو او حالاتو څخه بې ځایه ګيلې او بې مورده شکايتونه کوي…….
 
۲. هغه کسان چې تل د خپلو ورپېښو ستونزو په اړه خبرې کوي او د حل معقوله لاره نه بيانوي!
 
۳. هغه کسان چې تل د نورو ملګرو غيبت کوي.نیوکه کوي، منفي فاینټونه بیانوي، خو خپله د یوې ښې هم نهٔ وي!
 
۴. هغه کسان چې يوازې بد خبر او ناوړه زیری په ټولنه کې خپروي. 
 
۵. هغه کسان چې د خپل ځان د خوشالولو لپاره په تاسو مسخرې او ټوکې کوي.
 
۶. هغه کسان چې تل په مجلس کې دروغ وايي، مبالغه کوي او لويې لويې خبرې کوي.
 
۷. هغه کسان چې ډېر بې ځایه او بې ګټې بحثونه کوي او بیا ناحقه په  یوه موزه کې دوې پښې ننباسي او پر خپله بې دلیله خبره ټبنګ  ولاړ وي.
 
۸. هغه کسان چې ستاسو خصوصي حريم او شخصي او فامیلي مسایلو ته ژر داخليږي.
 
۹. هغه کسان چې همیشه ستا د شخصي ژوند؛ ستا معاش، ستا د دوستانو معلومات او ستا د کورنۍ په اړه ډيرې پوښتنې کوي.
 
۱۰. هغه کسان چې په ګوړه کې زهر درکوي او د مشورې په جامه کې مو له خپلو کارونو پښيمانه کوي.
 
۱۱- هغه کسان چې د نورو ملګرو پټ رازونه په منافقانه ډول تاسو ته د دوستۍ د اثبات په پلمه راوړي!
 
۱۲- هغه ملګري چې قرض پیسې غواړي، خو بیا یې پرې کوي نه! او په یوه بله پلمه یې ځنډؤي!
 
۱۳- هغه کسان چې ستا د اړتیااو ضرورت  په وخت کې خپل موجود وس او توان وسپموي!
 
۱۴-  هغه کسان چې عادتاً دروغ بې مسئولیته وایې!
 
۱۵- هغه کسان، چې د خپلې کورنۍ، د اقتصادي ژوند او رفا په اړه د تفوق طلبي په نیت لکچر ورکوي!
 
که تاسو درانه ملګري له داسې کسانو سره مخ شوئ ؟"
عکس العمل به مو څه وي ؟
داسي بې شخصیته افرادو اومضرو اشخاصو ته څه لارښوونه کول غواړي ؟!