په ژوند کې، د ښه ملګري د اړتیا مهم دلایل!

دا چې انسان یؤ ټولنیز مخلوق دی؛ نو د ښه ژوند تېرؤلو لپاره د بل انسان مرستې او لاس نیوي ته هرومرو اړ، او هیڅ یؤ انسان د بل انسان له مرستې پرته ژوند نهٔ شي کولای!
 
نو ددې لپاره چې د ژوند باغ مو تل سمسور وساتئ، ښه، مؤثر او مثمر ملګرې د ځان لپاره وټاکئ!
ملګري  هم د یوه بڼ د نيالګيو  په څېر دي، 
ځینې یې کوچني دي ؛ خو خواږه دي، 
ځيني يې لوي او لؤړ دي ؛ خو ترخه دي، 
ځینې یې اصلي او ميوه لرونکي دي، 
او ځيني يې جعلي او بى ميوې دي.
ځیني بیا لکه پیوندې نیالګي څو رقمه ځانګړتیاوې لري !
خو د ښه ملګرې وجود په ژوند کې د لمر د رڼا غوندي ضرور او مفید ده، او يوه ښه دوستي  او ملګرتیا د انسان زړه او روح تل تر او تازه ساتي ….