د ملګرو په منځ کې مو خپل مقام، موقعیت او حیثیت خپله تثبیت کړئ!‎

۱- خپل ځان او خپل شخصیت ته دې خپله ارزښت او قدر ورکړه!
 
۲- هېڅوک هم د تاسو د شخصیت او مقام ته د درناوي او تعظیم لپاره، معاش خور  مامور نه دی، توظیف شوی!
۳- هېڅ وخت د خپل ځان په اړه د نورو خلکو د خبرو او قضاوت په حصه کې تشویش مهٔ لره!
 
۴- هیڅ وخت هم د نورو خلکو خبرو ته ارزښت مه ورکوه!
ځکه د نورو خلکو قضاوتونه ،د دوی د خپل فکر او مغز محصول او د خپلو معلوماتو پایله او د دوی خپل تحلیل دی !په تا پوري هېڅ اړه نهٔ لري. 
 
۵- ځکه ، چې هغه خلک چې تاسو نه پيژني، د هغوې په نظر تاسي عام او عادي خلک ياست .
 
۶- هغه خلک چې تاسي سره کينه او حسد لري، د هغوې په نظر تاسي متکبر او مغرور خلک ياست .
 
۷- هغه خلک چې مونږ پيژني، د هغوې په نظر مونږ ښه او نیک خلک يو.
 
۸- هغه خلک چې مونږ سره مينه او تګ راتګ لري، د هغوې په نظر مونږ ځانګړي(خاص) خلک يو.
 
۹- هغه خلک چې مونږ سره دښمني لري، د هغوې په نظر مونږ بد او بېکاره خلک يو.
 
۱۰- هغه خلک چې زموږ د کاروبار او اقتصاد له امله له موږ سره رقابت لري، د هغوی په فکر موږ حرام خواره او په معاملاتو کې جنجالي خلک یو!
 
۱۱- هغه خلک چې زموږ د ښو اخلاقو، نیک برخورد له امله زموږ باور او اعتماد د ټولنې په منځ کې ګورې، نو موږ ورته مجبور او مزدور خلک معلومېږو!
د هغوی په فکر موږ هېڅکله هم برابر او سم د کار خلک نهٔ شو ثابتېدلای ! ځکه موږ به د کوم ښاغلي په فرمایش ځان عیار کړو؟
 
۱۲- هغه خلک چې، نه موږ پېژني، نهٔ مو په اړه کره معلومات لري، خو بیا هم زموږ په اړه په مجالسو کې غږېږي، هغوی ته موږ مهم نهٔ یو، د مجلس د ګرمولو لپاره، یې زموږ له نوم او یا زموږ له مسلې د سؤن د توکو په توګه کار اخلي ، چې ډېر ژر یې ایرې د هېرېدلو دریاب ته اچوي او اثار یې نه پاته کېږي، نو هغه څه چې زموږ په شخصیت نه کوم تاثیر لري، او نه کومه ګټه یا تاوان ! نو ولي ورباندي په چورت وهلو خيل وخت ضایع کړو ؟!
 
د هر چا نظر ،فکر او د ليدلوري طريقه د هغه د معلوماتو په اساس فرق کوي، نو بناءً د نورو خلکو په نظرونو او خبرو پسې ډير مه ګرځئ، او مه ورباندي خپل وخت ضایع کؤئ!
چې یوازې الله ج درڅخه راضي شي ؛ همدا ستا او زما لپاره بسنه کوي.
 
۱۳- د ټولو خلکو رضايت او د ټولو خلکو د نظرونو او فکرونو توحید او یؤ والی داسې غیر ممکن او محال مقصد دی ،چې هيڅکله هم نهٔ شي پوره کيدای.
 
خو؛ برعکس د الله تعالی ج رضايت او خوښي داسې یؤ مهم مقصد دی ،چې موږ او تاسو یې عقیدتاً هيڅکله هم پريښودای نهٔ شو!
 
موږ او تاسې هغه څه (د ټولو خلکو رضایت )چې ،ناممکن او هيڅکله هم نهٔ شي ترلاسه کيدای، باید ترک او پريږدو! . 
 
او هغه څه ،(د الله ج رضا او خوښه)چې هم ممکن دې او هم ترلاسه کيدای شي، هغه باید تعقیب او ترلاسه کړو!