د ښه ژوند تېرولو لپاره څو سپارښتنې‎

له خلکو سره، د اسانه، بې تکلفه او بې ګیلو مانو ژوند تېرؤلو لپاره څو مهم ټکي:
 
۱. پهٔ یؤ ساعت کې، تر دوه ځلې زيات تيلفون، يوکس ته مه کوه، داسي فکر وکړه، چې هغه په بل تر تا مهم کار اخته دی…..
 
۲. هغه پيسي چې تا له ملګرو پور کړې دي، بيرته يې خاوند ته ورکړه، د مخه تر دې چې، هغه یې بېرته غوښتنه وکړي، دا ستاسو د ملګرتیا رښتينولي او دروند شخصيت درلودل ښکاره کوي.
 
۳. کله چې په يوه هوټل کې، د يوه دوست لخوا د ډوډۍ خوړلو ته دعوت یې، نو اخلاقاً ډېره قيمتي غذا مه راغواړه.
د غذا په فرمایش کې دې اعتدال په نظر کې ونیسه!
 
۴. له ملګري څخه، هېڅکله هم بې ځايه پوښتنې مه کوه!  
مثلآ تا تر اوسه لا واده نه دی کړي؟ 
يا؛ ته ماشومان نه لرې؟ 
ولي يو کور نه اخلې؟ 
يا ولي موټر نه اخلې؟ 
معاش دې څومره دی؟
دا پورته ټول مسائل ،ستا د ملګري شخصي حریم او ستا ستونزي نه دي!
 
۵. یو چېرته په ننوتلو کې هميشه  دروازه د هغه چا لپاره خلاصه کړه؛ چې ستا ترشا را روان دی، دامهمه نه ده؛ چې هغه تر تا لوړ ياکښته دی، مشر دی، یاکشر، نر دی که ښځه؟
ستا شخصیت او حیثیت به  هېڅکله هم په دې کم نه سي. 
 
۶. که ديوه ملګرې سره، په سفر کې په ټکسي کي سپور یې او هغه ستا پيسې؛ کرایه/ باړه ورکړې، نو بل وخت بيا ته هم اخلاقاً حتما د هغه پيسې  ورکړه.
 
۷. په مجلس کې د نورو خلکو نظرياتو ته بشپړ درناوی او احترام وکړه.
 
۸. کله چې څوک خبرې کوي، دهغه په خبرو کې مه لويږه، پريږده چې هغه خبره او بشپړه پوره کړي .
 
۹. هغه چانه خامخا مننه وکړه، چې ستاسره یې ستا دستونزو په وخت کې مرسته کړې ده.
دا ستاسو د انسانیت، کورنۍ تربیې او ښو اخلاقو ښکارندویې کوي !
 
۱۰. په عام مجلس کې او د نورو په مخ کې د يوه ملګري د کړو وړو، خویونو او اوصافو ستاينه وکړه؛ اما نصیحت او لارښوونه بیا ورته په خصوصي ډول پټه وکړه.
 
ځکه د نورو خلکو په مخ کې په نیوکه او نصیحت یې شخصیت زخمي کېږي!
 
۱۱. هيڅ وخت،  ديو چا د وجود په ډنګرتوب، چاغښت ،قد،قیافه ښایست، بد رنگي، جامو، کالیو، طرزلباس او….
 
باندي څه مه  وايه. او مه په بې ځایه تبصرې کولو ځان جهاندیده او افلاطون ښکاره وه…..
 
پورتني حالات د هر چا دشخصي ژوند محصول دي، او تبصره کول پرې لویه بداخلاقي، نادیده توب او بې عقلي ده!
 
۱۲. که يو څوک، چېرته په ټلیفون کې، يو تصوير تاته ښيي، نو ته په چالاکۍ  سره، پر موبايل ګوته يوې اوبلې  خواته مه کشوه، تر څو د هغه نفر نور شخصي عکسونه او ډېټا هم ووينې. دا چالاکي نه! بلکه اخلاقاً  رزالت، حماقت او شیطانت  دی!
 
۱۳. که يو ملګری درته ووایي ،چې ډاکتر ته ځم، پوښتنه مه کوه ،چې دڅه لپاره ځې؟
 صرف دعا ورته وکړه، که غیرت او همت لرې، نو د پیسو او د څه خدمت؟
زه؛ څه کولای سم؟ ست ورته وکړه، هغه بايد مجبوره نه سي چې د خپلې شخصي ستونزي او ناروغۍ په هکله تا پروفیسور صاحب(!) ته هم بشپړ معلومات او نکل  ووايي.!
 
۱۴. د دفتر صفاکار/اجیر  يا پياده  ته ، هم په هغه اندازه احترام وکړه ، کوم چې د دفتر مشر  او ریس ته یې کوې !
دا زموږ دیني سنت او د انساني تربیې نښه ده !
 
۱۵. که يوڅوک تاته خبرې کوي ،نو مناسبه نه ده ،چې ته په موبايل یا کوم بل څه باندي مصروفه شې.
 
د مخاطب خبرو ته دقیق غوږ نیول او متوجه کېدل، هغه ته د احترام او درناوي د درلودلو د اظهار علامه ده!
 
۱۶. که يو ملګري سره ډېر وخت وروسته مخ شې، د شخصي ژوند، تنخوا، سن او سال، شخصي ادرس او د دندي په هکله هېڅکله هم پوښتنه مه کوه. تر څو یې هغه خپله مناسب و نهٔ ګڼي او تشریح درکړي!
ځکه ځیني وخت، د شرایطو له امله، حتی سړی هغه نیژدې او باوري ملګري ته څه نه شي ویلای!
 
۱۷. کله چې، مجلس کې چاسره خبرې کوې، نو عادتاً مو تورې عينکې خامخا له سترګو ليري کړئ، او که دچا سره په لاس ستړې مشي او روغبړ کوئ نو دسکلې(دستکشي ) مو هم له لاسه ليري کړئ! 
 
۱۸. کله چی، کوم مجلس، دفتر، یا جلسه کې د ځان خلاف خبری آورې؛ نو په بشپړ حوصلې سکوت اختیار او خبرې په غور سره، واوره، ښه دقیق متوجه شه، بیا هرې خبرې ته، معقول، مناسب او متناسب دلیل او جواب پیدا کړه، او بیا نو مؤفقانه او مسئولانه له ځان څخه دفاع وکړه، بې ځایه شور مه جوړه وه! 
 
شور لوبغاړي نه، بلکي تماشه چيان کوي.
 
۱۹. ملګرو او نورو خلکو ته، د تېروتنو په صورت کې، دوهم چانس هم ورکړئ! خو درېیم بیا هېڅکله هم مه ورکوئ.
 
۲۰. کله چې په یوه مسئله کې درته شک پیدا شو؛ نو د تحقیق او تدقیق لپاره، یو بل قدم هم پورته کړئ! په دې سره به د تېروتنو مخه ونیسئ، او له وروستۍ پښېمانۍ به خلاص یاست!
 
۲۱. هېڅکله ! پر خلکو هېڅ نوع ریشخند مه وهئ!
 
۲۲. د ژوند ملګری/ملګرې په ډېر پام سره وټاکئ! ځکه چې دې پرېکړې پورې ستاسې د ټول ژوند غم او خوښي تړلې ده.
 
۲۳.  له خپلې ګټې څخه زیاتې پېسې مه مصرفوئ !
 
۲۴. زاړه پلونه مو مه ورانوئ! تاسې څه پوهېږئ؟ 
چې بیا به مو د سیند څخه د تېریدلو پر مهال څو ځله دغه پل په کارېږي؟
 
۲۵. که مو کله کوم ملګري ته راز او پټه خبره ویله؛ نو وړاندې ترې دوه درې ځله سم ژؤر فکر وکړئ.
 
۲۶. له هغه چا لرې اوسه! چې د بایللو لپاره هیڅ نه لري!
 
۲۷. د خوب له ځای سره مو نږدې د یاداښت کتابچه او قلم کېږدئ! لوړ فکرونه کله کله د شپې په ۳ بجو هم راځي. 
 
۲۸. لوکس، منظم او پاک وګرزئ خو، پر جامو اخیستلو مو زیات لګښت مه کوئ!
 
۲۹. کله چې د چا کره میلمانه شوئ؛ د ډوډۍ  ستاینه او د خدمت کولو مننه یې خامخا وکړئ.
 
۳۰. خپل ځان ته زیات ارزښت خپله ورکړئ، هر شی چې تکلیف در ته رسوي، او هر ځای چې خوند نه درکوي یا روحاً په کې په تکلیف کېږئ نو ترې لرې و اوسئ.
 
۳۱. که د ژوند موجود حالت مو هر څومره، بد یا ښه وي؛ حتمن یوه ورځ بدلېږي، په یوه حالت یؤ خدای دی! نور هر څه بدلون مومي !
 
۳۲. هره ورځ ورزش کوئ! تر دې که ستاسې خوښ هم نه وي!
 
۳۳. د هر څه په غوښتلو پسي هڅه وکړه، که ته یې و نه غواړې؛ نو خپله نه در رسېږي!
 
۳۴. که ممکنه وي او وس مو کېږي؛ نو هره ورځ د مالټې جوس وڅښئ! دا مو وجود ځوانوي.
 
۳۵. پېسې مو اوس سپما کړئ او وروسته یې بیا مصرف کړئ.
 
۳۶.هر وخت زړور اوسئ، خو که، جسماً یا قلباً زوړؤر نه واست، بیا هم نورو خلکو ته ځان زوړؤړ او شجاع وښایئ! خلک ددې تر منځ، چې ایا ته اوس د ریښتیا زوړؤر یې؛ که هسي ځان زوړؤر معرفي کوې، فرق نه شي کولی! نو د خلکو د باور لپاره هر وخت ځان زوړؤر معرفي کوه!
 
۳۷.د ستونزو په وخت کې، په اسانه ماتې مه منئ! ځکه تاسې څه پوهېږئ چې وړاندې به څه کېږي؟!  ممکن د بریالیتوب ساحل ته دوه قدمه لاره پاته وي!
 
۳۸. د خلکو نیوکه او انتقاد په ورین تندي ومنه !دا مهمه نه ده، چې ته دې تل په خپله خبره ولاړ اوسې،  کیداې شي ته په غلطه یې!
هر وخت دواړه پښې په یوه موزه کې ننباسل د هوښیارۍ نه ؛ بلکه د نادانۍ نښه ده! 
 
۳۹. له چا څخه په کرکې او نفرت کولو سره خپل وخت مه بربادوئ، ځکه ژوند خوږ دی، باید خوند ترې واخلو، په بې ځایه عقدو، کینو او ناوړه دودونو پاللو یې مزه خرابه او ترخه نهٔ کړو!
 
ځکه چې داده، غیر ارادي او ناخواسته، د کرکې او نفرت شمېره (سی و نو )هم راغله.
 
۴۰. له ملګرو او خپلوانو سره اړیکې په بشپړ صداقت او اخلاص وپالئ! په دې سره مو ډېر کم وخت مصرفېږي؛ خو ګټه یې زیاته ده!
 
۴۱. د خپل ژوند له تېروتنو  او خپلې ماضي سره، سوله وکړئ!  تر څو مو د حال او مو جود ژوند وضعیت  متاثر او خراب نکړي !
 
۴۲. له تا پرته ستاسې د خوښۍ ذمه وار بل هیڅوک هم نه دی! نو د خپل ژوند د ښو او بدو پړه، په حالاتو، شرایطو او نورو مختلفو عواملو مه وراچوه!
 
هر سړی د خپل ژوند د ښه او بد وضعیت مسئول او ذمه وار دی!
 
۴۳. که کوم ملګري تېروتنه وکړه، او بیا یې خپله اشتباه منله او غوښتل یې چې غاړه درکوي؛ پرېږده چې در یې کړي! 
 
۴۴. له خپل لومړني معاش نیولې بیا تر تقاعده پورې سپما وکړئ!
 
۴۵. کینه، بغض په تېر وخت یا تېر وضعیت پسي افسوس کول صرف د وخت ضایع کول ده، تاسره هغه څه اوس هم شته چې ستا ورته اوس اړتیا ده!
 
۴۶. د ژوند ستونزو ته هېڅ وخت لاس تر زنې مه کینئ! بلکه پر حل یې مناسب او معقول فکر وکړئ!
 
۴۷. خپل اوسنی ژوند له نورو خلکو سره مه پرتله کوئ! تاسې ته څه مالومه ده، چې هغوې په کومه لاره روان دي؟
 

  • پاخه خواړه ، هېڅ وخت هم مه ضایع کوئ، د څنګ همسایه، د لاري او کوڅې فقیر باندي یې قلباً ولورؤئ!
  •  
    ۴۹. د خپل کور له کوچنیانو سره د لوبو پر مهال هغوې پرېږدئ چې له تاسې یې وګټي، او د خوشحالۍ او غرور احساس وکړي.
     
    ۵۰. په هر حالت شکر وباسئ! او هغه خلک مه هیروئ چې مرسته یې درسره کړې ده!
     
    ۵۱.له اړتیا زیات چمتوالی ولرئ! او بیا په سمندر ور ګډ شئ.  کله چې کا.فر او مسلمان سیند ته و دانګي په دوی کې هغه ژغورل کیږي چې لامبو یې زده وي.
    الله جل جلاله د جاهلانو مرسته نه کوي، ماهر کا.فر به ژوندی پاتې کیږي، او جاهل مومن به لاهوکیږي.
     
    ۵۲. خلک له هیلو مه محروموئ! دا ممکن هغه وروستۍ هڅه وي، چې دوې پرې ډاډه دي! 
     
    ۵۳. خپل ښه لباس مو همدا نن پر ځان کړئ! د ځانګړو مراسمو لپاره یې مه ساتئ! همدا نن تاسې لپاره ځانګړې ورځ ده .
     
    ۵۴. ملګرو ته د اشتباه په صورت کې، چې دوی کړي وي، بخښنه وکړئ! که هر څومره درته ستونزمنه هم وي .
     
    ۵۵. ژوند له ملګرو پرته ناممکن دی، کله چې تاسو ناروغه شئ، دنده مو پکار نه راځي ، خو ملګري مو ضرور پکار راځي؛ نو اړیکې مو په بشپړ صداقت او اخلاص سره، پیاوړې کړئ !
     
    ۵۶. له خپلې المارۍ څخه یواځې هغه کتابونه خلکو ته ورکړئ! چې تاسې یې نه لولئ !
     
    ۵۷. په خواږه، لوړ او پُرجوشه غږ د ملګري ټیلیفون ته ځواب ورکړه!
     
    ۵۸. که د ستونزو په وړاندي نن ثابت قدمه وې؛ د راتلونکي هر حالت څخه په اسانۍ سره تیریدلې شې.
     
    ۵۹. خپل شته نعمتونه وشمارئ، یوازې مشکلاتو ته پاملرنه مهٔ کؤئ!
     
    ۶۰. ستاسې کوچنیان  یو ځل د خپل کوچنیوالي طلایي دوره لري، یادګار ترې جوړ کړئ، مینه ورکړئ، وه یې نازؤئ او…..
     
    ۶۱. له نورو سره ژړل؛ له دې غوره ده چې یوازې وژاړې
     
    ۶۲. یاد ولرئ! چې په هر کار کې ۸۰ سلنه بریالیتوب له خلکو سره په خبرو کولو کې نغښتی دی!
     
    ۶۳. څوک چې درسره مینه لري، موقع ورکړئ چې اظهار یې درته وکړي
     
    ۶۴. له خلکو سره د خبرو پر مهال د هغوې سترګو ته وګورئ.
     
    ۶۵. نور خلک چې ستاسې په تړاو هر ډول فکر کوي؛ خپل کار یې دی، هېڅ اهمیت ور نهٔ کړئ !
     
    ۶۶. د هغه چا ډېر درناوی وکړئ! چې حلاله روزي ګټي، که کاروبار یې هر څومره کوچنی هم وي.
     
    ۶۷. پر ټیلیفون د مهمو خبرو پر مهال هیجا ته د مزاحمت اجازه مه ورکوئ، او عادتاً کوشش وکړئ، چې په ارامه فضا او مناسب وخت کې چاته زنګ ووهئ !
     
    ۶۸. پهٔ ژوند کې د چا ستروالی / لوی والی د هغوی له سيورې مه اندازه کوئ، چې څومره اوږد او پلن دی ؟!!
     
    د شخصیت د ستروالي او سم سړیتوب  قیاسي واحدونه پوهه، افکار او  هغه تعاملات دي، چې يو فرد  خپل د شخصیت او سړیتوب وزن ورباندې ښوودلی شي.
     
    د یؤ ملګرې او دوست  د شخصیت، سړیتوب، کرکتر او اخلاقو د لا ښه پېژندلو او مالومؤلو لپاره د هغوی سیورې او د وجود وزن مهٔ اندازه کؤئ!
     
    د شخصیت د ستروالي او لوی والې قیاسي واحدونه؛ ژوره او هراړخیزه  پوهه، زرین خیالات  او روښانه فکر درلودل دي. 
     
    ۶۹. واده یوازې د مینې لپاره وکړئ!
     
    ۷۰. او اخیري خبره داده، چې په ژوند کې، له مسلمان او کافر، بلد او نابلد، زورؤر او کمزوری او…….
     
    ټولو سره په بشپړ اخلاص، ریښتینولي او صداقت سره، ژوند او معاملات وکړه، پرېږده، که دغو خلکو ستاسو صداقت او ریښتینولي درک نه کړه، یؤ داسي مقتدر او زورؤر ذات سته، چې هغه تا ویني، تا ګورې، او معامله هم بیا هغه درسره کوي، چې هغه خدای ج دی!
     
    نو د خدای ج لپاره هر څه کوه، هغه یې ویني او اجر درکوي!!!