د چين او افغانستان ډیپلوماتیکو اړيکو  ته کتنه

د چين او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړيکو د جوړېدو په ۶۹کلونو کې متقابل درناوی او مساوات هېڅکله نه دي بدل شوي
د روان کال د جنوري شلمه نېټه د چين او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړيکو د جوړېدو له ۶۹مې کليزې سره برابره ده. په دې ۶۹کلونو کې د افغانستان د هرې دورې حکومتونو او خلکو له چين سره د اړيکو په هکله تل متقابل درناوی او ښه تعامل ساتلی، چې چين په تاريخ کې يوازنی لوی هېواد دی چې هېڅکله یې افغانستان ته زیان نه دی رسولی، تل د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا درناوی کړی او کوي يې، دغه راز د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې هېڅکله لاسوهنه نه ده کړې.
 
افغانستان د نوي چين د جوړېدو وروسته په هغو هېوادونو کې شامل و، چې له چين سره يې ډيپلوماتيکې اړيکې جوړې کړې. په هغه وخت کې چين د نړۍ د نورو هېوادونو یرغل ته ماتې ورکړه او خپل واک يې ثابت کړ، چې د افغانانو په سترګو کې يو ستر هېواد بلل شوی. د افغانستان د ملت بابا يانې د وخت پاچا محمد ظاهر شاه له چين څخه ليدنه وکړه او د چين د وخت دولت رئيس ماو ځه دونګ ورسره ليدنه وکړه. پاچا محمد ظاهر شاه ماو ځه دونګ ته وويل، چې چين يو ستر هېواد دی او افغانستان د چين يو کوچنی ګاونډی هېواد دی. خو ماو ځه دونګ سمدستي ورته ځواب ورکړی، چې نه! افغانستان يو اتل هېواد دی، چين د افغانستان ټينګ ملګری دی.
 
د بهرنيو دښمانانو نه وېرېدل او ورسره ټينګې مبارزې، پر خپلواکۍ ټينګار د چين او افغانستان دغه اتلانه روحيې د دواړو هېوادونو د خلکو يو شان زړورتوب احساسات دي.
 
د چين په ډيپلوماتيکو اړيکو کې هر يو هېواد چې مساحت یې څومره لوی او یا کوچنی دی، نفوس یې څومره زيات دی، ټول مساوي دي. اوسنی افغانستان د لسګونو کلونو جګړه پای ته رسولې ده او د سوله‌يېزې بيا رغونې پړاو ته يې داخل کړی، خو له ګڼ شمېر ستونزو او ننګونو سره مخ دي. په دې نوې تاريخي موده کې چين په صميمي ډول هيله لري، چې افغانستان د جګړې له سيوري څخه ووځي، ژر تر ژره په خپله د دواملرونکي پرمختګ لاره ومومي او تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان خلک په سوله او ثبات کې د خوړو او لباسونو د کافي اندازې ژوند ولري. دغه د چين د همدغه وخت هدف و، چې ټول د خلکو لپاره و.
 
چين د یرغلګرو په وړاندې مبارزې او د بيا رغونې په بهير ډېر پوهېږي، ځکه چې چين له همدغه بهير څخه تېر شوی. د چين او افغانستان تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو راهيسې په افغانستان کې څو ځلې د حکومتونو بدلون راغلی و. چين تل د  افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د ځمکني بشپړتيا، د افغانانو د خپل برخلیک ټاکلو، د افغانانو د مذهبي چارو او قومي دودونو د احترام کولو دريځ غوره کړی او کوي يې او هېڅکله يې په کوم يو حکومت کې لاسوهنه نه ده کړې.
 
اوسمهال د چين او افغانستان اړيکې د پاملرنې وړ دي. دا څرګند دی، چې چين په افغانستان کې د سوله‌يېز او ثابت چاپېريال د جوړولو او د اقتصادي پرمختګ په چارو کې ورسره کومکونه غواړي او دا د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره سمون لري. له جګړې وروسته د بيا رغونې لاره سخته ده، افغانستان ګڼ شمېر طبيعي سرچينې او ښه توليدات لري، خو پرمختللو ټېکنالوژيو او بازار ته اړتيا لري. په ۲۰۲۳کال کې د اقتصاد او فرهنګ په شمول څو ساحو کې افغان کارکوونکي چين ته راغلي او په اړوندو روزنو کې يې ګډون کړی، لا زيات ډوله افغان توليدات د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې مشتريانو ته ښودل شوي، د افغانستان د اموسيند سيمه کې د تېلو استخراج پروژې  لپاره د چين تر پانګونې لاندې کار پيل کړی، چې په افغانستان کې د تېلو اخيستلو چارې لومړۍ ځل رښتينې شوې، د هرات له زلزلې وروسته د لومړۍ جوپې مرستندويه توکي له چين څخه لېږل شوي...... د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې د خنډونو لرې کول او ورته دروازه پرانيستل تر ټولو مهم دي او دا د افغانستان لپاره د چين د درناوي کولو او مساوي کتلو واقعي کړنې دي.