د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان توليدات

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې د دولت په کچه لومړی نندارتون ګڼل کېږي، چې د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې یې لومړۍ دوره تر سره شوې او تر اوسه پورې د شپږو دورو نندارتونونه دایر شوي دي. دغه نندارتون د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کېدو او د اقتصاد د نړيوال کېدو د پلويتوب او نړۍ ته د چيني بازار خلاصولو موخه لري.
 
په مسلسلو پنځو کلونو کې چين له نړۍ سره د باکيفيته پرمختګ ګټې شريک کړې او د لوړې سويې ورخلاصون يې پياوړی کړی او د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د بازار برابرولو مهمې تګلارې يې غوره کړې او کوي يې.
 
د هرې دورې په وارداتي نندارتون کې مشهور توليدات وړاندې شوي وي. د څلورمې دورې په نندارتون کې د افغانستان جلغوزي د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د معرفي کولو او د سي ايم جي د لايف خپرونې له لارې په چيني بازار کې شهرت موندلی. د روان کال د چين وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين صدراعظم لي چيانګ په ځانګړې توګه د افغانستان لاسي غالۍ نوم وړاندې کړی. هغه ټولو ته کيسه وکړه، چې يو افغان هلک له خپل هېواد څخه نندارتون ته د پسه له پوستکو په لاس اوبدل شوې غالۍ راوړې دي، چې د ۲۰۰۰ غالۍ د اخيستلو امرونه يې تر لاسه کړي او د هر امر تر شا د افغانستان په غرنۍ سيمه کې يوې کورنۍ د يو کال د ژوند لپاره عايدات تر لاسه کولی شي.
 
د ښه کيفيت لرونکو توليداتو او پراخ بازار لپاره د نښلولو فرصتونو جوړول د چين د کورني اقتصاد د پرمختګ په همدې وخت کې له نړۍ سره د پرمختګ د ګټو رسولو واقعي فعاليت دی. د افغانستان په غرنۍ سيمه کې د يوې کورنۍ لاسي غالۍ د چين په يوې ښاري کورنۍ کې کارول کېږي، د افغانستان په غرنۍ سيمه کې د جلغوزيو محصول د الوتکو له لارې د چين د کورنۍ مېز ته رسېږي، چې خوند يې تازه ساتي، د کندهار انار د لومړي ځل لپاره د چين په وارداتي نندارتون کې نندارچيانو ته وړاندې شوي......دا د هرې دورې د وارداتي نندارتون له لارې د افغانستان د توليداتو د بازار پراخولو څرګندونه ده. د افغانستان سوداګران دغه نندارتون کې لا زيات ډوله توليدات نندارچيانو ته وړاندې کوي، چې دوی د چيني بازار لپاره باور او تمې لري.
 
کله چې د افغانستان ملګرو کتلي، چې د خپل هېواد انار د شانګهای ښار له ګمرکاتو څخه تېر شول او د وارداتي نندارتون په ډګر کې ښودل شوي، ډېر ورته خوشاله دي. د افغانستان د انټرنيټ کاروونکي ايمل بابکرخېل تبصره کړې: یو ځل بیا، چین د خپل پراخ نفوس يو اعشاريه څلور میلیارد اتباعو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو اړتیا سره مخامخ دی. د پام وړ پرمختګ کې، افغان انارو د چین بازارونو ته خپل سفر پیل کړی، چې د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یو بالقوه پړاو په نښه کوي.
 
سږ کال په حقیقت کې د دې ډول صادراتو د پرانیستې بېلګه کېدای شي. د دې فرصت په رڼا کې، د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه د یو ستراتیژیک اقدام په توګه راڅرګندېږي. هغه څه چې د دې پانګونې وړتیا نوره هم پیاوړې کوي د افغانستان د اوبو ډېری سرچینې دي. دغه هېواد د سیندونو او حاصلخېزو دره لري، چې که په سمه توګه کار ترې واخیستل شي، کولی شي د پام وړ کرنیز تولید ته وده ورکړي. د نړۍ نږدې شل سلنه نفوس سره چې په دې نږدې نږدې کې ژوند کوي، د ودې او دوه اړخیزو ګټو احتمال خورا مهم دی.
 
د افغانستان خلک له اوږدې مودې جګړې وروسته د دايمي سولې او د اقتصاد بيا رغونې په تمه دي. په تېرو لسګونو کلونو کې د دغه هېواد شتمنې سرچينې او توليدات په ښه توګه نه دي کارول شوې، نو له جګړې وروسته اقتصادي بنسټونه کمزوري دي. له دوو کلونو راهيسې دا ليدل کېږي، چې افغانستان د اقتصاد په سيمه یيز سيستم کې د ګډون لپاره هلې ځلې کړې، د خپل هېواد د توليداتو او سرچينې له لارې يې اقتصاد پرمختګ کړی، څو د لوېديځو هېوادونو د بنديزونو او د هېواد په دننه کې بشري بحران حل کړي. په دې حال کې د افغانستان د توليداتو صادراتو لپاره د ګټورو شرايطو جوړول واقعي رول لري.
 
د چين وارداتي نړيوال نندارتون چيني بازار ته د افغانستان د توليداتو د ننوتلو لپاره ډګر جوړ کړی، دغه راز چين د ۲۰۲۲کال د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان څخه د ۹۸سلنې توليداتو لپاره صفر مالياتو اخيستلو پرېکړه کړې، د چين او افغانستان تر منځ د اورګاډو تګ راتګ تل روان دی. مسلسل او اغېزناک تدبيرونه د چيني بازار د ورخلاصون صميميت دی او چين ته به د لا زياتو ډولو افغان توليداتو صادرات رښتيني شي.