د چين په شينجيانګ کې د مختلفو قومونو تر منځ يووالي او اتحاد ته کتنه 

څه موده مخکې له افغانستان څخه يو ملګري له ما څخه پوښتنه وکړه چې د چين په شينجيانګ کې لس ګونه لږکي قومونه شته او د دغو قومونو تر منځ د دودونو او نظريو ډېر توپيرونه شته، نو د مختلفو قومونو تر منځ څنګه يووالی او اتحاد رامنځته شوی؟ اوس په افغانستان کې د سولې په هدف د اړوندو خواوو مذاکرات روان دي او د دغو مذاکراتو په ترڅ کې د مختلفو قومونو او ډلو تر منځ يووالی او اتحاد د مذاکراتو د برياليتوب لپاره يو مهم ټکی دی. که په دې ترڅ کې په شينجيانګ کې کومې تجربې ګټورې دې، دا ډېر د پاملرنې وړ دي. 

ويلی شو په شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو شمېر اوو څلويښت دی چې په ټوله سيمه کې عمومي نفوس څه دپاسه پنځه ويشت مليونو ته رسيږي او د لږ کيو قومونو اوسيدونکو شمېر په عمومي نفوس کې نژدې شپيته سلنه برخه نيسي او په دې ترڅ کې د اويغوري قوم اوسيدونکو شمېر شپږ څلويښت اعشاريه يوولس سلنه برخه نيسي. د مختلفو قومونو اوسيدونکي په سوله او ارامتيا کې ګډ ژوند کوي او په ګډه د شينجيانګ د پرمختګ لپاره کار کوي چې دا د حکومت او ولسونو دواړه له رول  سره ټينګې اړيکې لري. 

لومړۍ: د حکومت د تګلارو له لحاظه
د چين حکومت په هراړخيزه توګه هغه قومي تګلارې غوره او عملي کړی او کوي يې چې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د يووالي او ګډ پرمختګ ساتنه کوي، د چيني ملت د ګډې ټولنې د جوړولو نظريې خلکو ته خپروي، د بېلا بېلو قومونو ولسونه د سمسورتيا او پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې کوي. د مختلفو قومونو تر منځ يووالی د بېلا بېلو کچو حکومتونو تر ګډو کوښښونو لاندې رامنځته کېدلی شي، نو د شينجيانګ د بېلا بېلو ښارونو، سيمو، ولسواليو او کليو حکومتونه تل د قومي يووالي کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د کولتور او فرهنګ، طبي چارو، ښوونې، له بېوزلو ځايونو سره د مرستې کولو او د کارونو او ګمارنې د زياتوالي په برخو کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو ستونزې او مشکلات حلوي، دغه راز د مختلفو قومونو اوسيدونکو د دوستۍ ټينګولو لپاره د دوی تر منځ تګ راتګ زياتوي، مثلأ په ګډه ژوند کوي، يو له بل سره مرسته کوي او له دې لارې دوستي ټينګوي، په ګډه کار او همکارۍ کوي او تر لاسه شوې ګډې ګټې ټولو ته رسيږي. نو په ټوله ټولنه کې د بېلا ببېلو قومونو يووالې پياوړتيا له امله، د ټولنې ثبات، له شينجيانګ سره د مينه کولو او په ګډه د ښکلې کورنې د جوړولو ښه چاپيريال جوړ شوی دی. 

موږ پوهيږو چې قوي حکومت د هر هېواد لپاره اړين دی او حکومت هغه ارګان دې چې د ولسونو لارښوونه کوي چې دغه هيواد اباد کړي او سمسور کړي او د بېلا بېلو قومونو تر منځ د يووالي ټينګولو دنده لري. په افغانستان کې هم د پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره په شمول زيات قومونه لري. نو په اوسنی وخت کې د افغانستان په دننه کې د سولې رامنځته کولو لپاره د ټولو قومونو اتحاد ضرور دی. 

دويم: د بېلا بېلو قومونو ګډې هلې ځلې
په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو ملکي وګړي سولې او ارامتيا ته ارزښت ورکوي او له دغې سيمې سره مينه لري. د چين رهبر شي جين پينګ ويلي چې بېلا بېل قومونه دې د انار د   دانو په شان سره متحد دي. يووالی به ټولو ته ګډې سمسورتيا رامنځته کړي، جلا کيدل به ټولو ته تاوانونه ورسوي. د شينجيانګ په تاريخ کې د بېلا بېلو قومونو خلک په ګډه له بهرنيو دښمانانو سره مبارزه وکړه او اباد يې کړی دی. په تاريخ کې له ډېرو پيښو څخه څرګنديږي چې يووالی د نيکمرغۍ لامل دی او جلاکيدل زيانمنې کوي. 

د اويغوري قوم يوه اصطلاح داسې ده چې اور ساړه له منځه وړي او يووالی ستونزو ته ماتي ورکولی شي. د هان قوم او د لږکيو قومونو د اوسيدونکو تر منځ د ملي يووالي کيسې ډېرې زياتې دې. د بېلا بېلو قومونو د ولسونو تر ګډو کوښښونو لاندې د شينجيانګ د اويغور کورواکې  سيمې په مسلسلو شپږو کلونو کې د خلکو د ژوند د ابادۍ کال فعاليت تر سره کړی دی چې د کورونو د جوړېدو، د  مالداري چارو د سمسورتيا او د مالدارانو د ژوند د ښه والي پروژې عملې شوي، په جنوبي شينجيانګ کې د لږ کيو قومونو د اوسيدو په ځايونو کې د طبيعي ګازو د استفاده کولو پروژې په مليونو قومي اوسيدونکو ته ګټې رسولې دي، په دغو ځايونو کې د څوارلسو کلونو لپاره ماشومانو او کوچنيانو ته د وړيا ښوونې فرصتونه برابر شوي او داسې نور.په دې وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د مختلفو قومونو اوسيدونکو تر منځ د خورونو او ورونو په شان د اړيکو ټينګولو کيسې ډېرې زياتې دې. 

که څه هم چين او افغانستان د ټولنې جوړښت يو له بل سره توپير لري، خو د شينجيانګ په شان له بېوزلۍ څخه وتل او سمسورتيا هم د افغانستان د ملکي وګړو ګډه هيله ده. انسانان چې په مختلفو قومونو پورې  اړه لري، مختلفو مذهبونو پيروي کوي، د سولې او نيکمرغۍ ګډه هيله لري. په افغانستان کې مختلف قومونه شته، خو په ګډه يو وطن لري، نو د وطن په دننه کې يووالی به د سولې او ارامتيا په لوري يو پاسورډ وي. په افغانستان کې د دايمي سولې په هيله!
_________
ډيوه: د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله