چې يې له ماسره ټول عمر ناځواني كړې ده عجيبه نه ده ما رقيب سره دوستي كړې ده هيڅ نه پوهيږمه چې څه يې لټول ور پكې نن يې زما د دواړو سترګو تالاشي كړې ده ژوند يې راوښوده او ژوند يې رانه واخيست بيرته هغې په ما باندې بس دا مهرباني كړې ده په هغه لارو باندې مه ځه چې وركيږم درنه دغه خبره راته هر وختې زړګي كړې ده اوس به يې راكړي په دې سپين سهار دا سپينه خولګۍ ځكه بيګا مې ورته ټوله شپه زاري كړې ده ۲۰۱۱\۰۱\۳۰
وروستي