غزل

 تا پسې له كلــــــــــي، ښــاره وتى دى
زړه مې بس له خپل اختياره وتى دى

دغـــــــه ليونى په كاڼو مــــــــــه ولئ
اوس ايلــــــــه تازه لـــه داره وتى دى

بيا به چېرته پروت په ميكده كې وي
ستا لــــــه دروازې بيزاره وتــــــــى دى

نــــه لري زړه تاب سترګې دې واړوه
دا د  غلچكي ګـــــــــوزاره وتى دى

هغه اكرامـــــــي چې ياديده به ځوان
خدايږو اوس بيخي له كاره وتى دى

نجيب الله اكرامي