د کانکور ازموینو تخنیکي سیستمونه نوي کېږي

د ازموینو ملي ادارې د ازموینو سیستم، چې له تېرو څو کلونو راهیسې پرې پوهنتونونو ته د محصلانو جذب، اکاډمیکو بنسټونو ته د کادرونو پېژندنې او بېلابېلو دولتي ادارو پر خالي بستونو د مسلکي اشخاصو ګمارنې ازموینې اخیستل کېږي، په دغه سیستم کې ټولې ازموینې یوازې په څلور ځوابه پوښتنو سره تنظیمیږي.
 
موږ او تاسې هره ورځ وینو چې نړۍ د پرمختګ پر لوري چټګ ګامونه اخلي او هره ورځ د نویو پرمختګونو شاهدان یوو، د ازموینو دغه سیستم اوس مهال په نړۍ کې پخوانی شوی او اوسنیو ټولو ستونزو ته ځواب نشي ویلی؛ نو د ازموینو ملي ادارې مشرتابه هڅه پیل کړې، چې د ازموینو سیستم نوی کړي او د اوسنۍ نړۍ د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ داسې یو سیستم رامنځته کړي، چې د څو ډوله ازموینو اخیستلو امکانات ولري او همدارنګه د ازموینو امنیت په کې د پخوا څخه لا ډېر خوندي اوسی.
 
په همدې موخه یې د ترکیې هېواد د ازموینو ادارې (OSYM) له استازو سره لیدنې کتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د کانکور ازموینو سیستم په معیاري کولو کې ورسره همکاري وکړي.
 
له نېکه مرغه د یاد هېواد د مشرتابه په پاملرنې سره د نوموړې ادارې مسؤلینو د افغانستان د ازموینو ملي ادارې دغه غوښتنه ومنله او یو پلاوی یې افغانستان ته راغی، څو د افغانستان د کانکور ازموینو سیستمونو مشکلات ځانته معلوم کړي او د یادې ادارې غوښتنې له نېږدې واوري.
 
نوموړي پلاوي د ترکیې د ازموینو سیستمونو او (OSYM) ادارې د تګلارو په اړه ټول معلومات د ازموینو ملي ادارې د مشرتابه په ګډون له تخنیکي کارکوونکو سره د دوه ورځيني کنفرانس په ترڅ کې شریک کړل.
 
په کنفرانس کې د افغانستان او ترکیې هېواد د ازموینو سیستمونو د ورته والي، په ازموینو کې د رامنځته کېدونکو اسانتیاوو او تخنیکي پروسو په اړه نظرونه له یو بل سره شریک کړل.
د کنفرانس په پای کې د ترکیې هېواد څخه راغلي پلاوي د ازموینو ملي ادارې غوښتنې راټولې کړې او ژمنه یې وکړه، چې دغه غوښتنې به د خپل هېواد د رهبرۍ پلاوي سره شریکې کړي او افغانستان ته د ترکیې ازموینو سیستم د انتقال او تطبیق او همدارنګه د سیستم لپاره په افغانستان کې د تخنیکي ظرفیت لوړنې په تړاو به پر عملي همکاریو کار وکړي.
 
ترکیه په سیمه کې د نړۍ په کچه د ازموینو یوه قوي او په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال د اوسیم (OSYM)  اداره لري، چې د هېواد په سطحه د کانکور په شمول ټولې لویې او وړې ازموینې د همدې ادارې له لورې اخیستل کېږي او د ترکیې وګړو په تړاو د معلوماتو یو ستر ډېټابیس له ځان سره لري.
 
مسؤلین دا چاره مهمه ګڼي او وايي، چې د دې په ترسراوي سره به د ازموینو ملي اداره د ازموینو په برخه کې د پرمختللي قوي سیستم درلودنکې شي، چې ورسره به په تخنیکي برخه کې اوسنۍ ټولې ستونزې حل شي.