اسکابیس ناروغي او درملنه یې

نن سبا د مرکز کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمیر خلک په اسکابیس جلدي ناروغۍ اخته شوي دي.
 
دا یوه جلدي ساري او د وړو دانو یا ګرمکو په شکل کې ناروغي ده. د اسکابیس وړې سرې دانې معمولاً د انسان تناسلې الې شاوخوا، زنګونونو، مټو، څنګلو او ملا کې پیداکېږي، چې د شپې لخوا او ګرمه هوا کې یې خارښت زیاتېږي.
 
دا ناروغي تر ډېره په زندانونو، مسافرت خونو او ورته نورو انساني ګڼ مېشتو ځایونو کې موجود وي او له هغو ځایونو یو بل ته انتقالېږي.
 
که په کورنۍ کې یو کس هم پرې اخته شي او د کورنۍ نور غړي احتیاط ونه کړي، ټول پرې ډېر ژر اخته کېدای شي.
 
دا ناروغي که ژر درملنه نشي، په یوه انسان کې ان تر شپږو میاشتو هم پاتې کېدای شي او تر هغې وروسته دا بیا په غټو دانو بدلېږي، چې ناروغ ته شدید دردونه پیداکېږي.
 
 
سپارښتنه:
که په کورنۍ کې یو کس پر دې ناروغۍ اخته شو، دا باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي، ناروغ باید تر درملنې لاندې ونیول شي او د کورنۍ نور غړي یې وقایوي خبرې عملي کړي یعني له ناروغ سره د جامو، بسترې او بدني تماس لیرېوالی وکړي.
 
همداشان د ناروغ  جامې په ۶۰ درجو ګرمو اوبو ووېنځل شي او سرچپه اطو شي او یا د ناروغ بسترې څخه تر راتلونکو ۷۲ ساعتونو پورې ګټه پورته نشي.
 
درملنه:
د (پرمترین ۵ فیصده) کریم هره شپه له څټ لاندې پر ټول بدن ولګول شي او له ۱۲ ساعتونو وروسته ټول بدن د اسکابیس ضد صابون باندې ووېنځل شي.
 
د ایورمکتین ۶ ملي ګرام ټابلیټ کارونه ورته ډېره ګټوره ده او د سټریزین ګولیو په کارونې سره خارښت موقتي ارامیدای شي.
 
خو بهتره دا ده، چې له یوه جلدي ډاکټر سره مشوره وکړئ!