له ازموینې څخه وېره

د سپین غره په لمنه کې د چنارونو په نوم یو کلی و، خلکو دې کلي ته ځکه د چنارونو نوم ورکړی و، چې په دې سیمه کې د نورو ونو او بوټو ترڅنګ، لوړو او دنګو چنارونو د خلکو پام ځان ته خپل کړی و.
په دې سیمه کې د عبدالخبیر په نوم یو هلک اوسېدلو، عبدالخبیر له کوچنیوالي څخه یو ځېرک، هوښیار او غلی یا ارام هلک و، ده ابتدایه یا لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په جومات کې کړې وې، منځنۍ او د لېسې زده کړې یې د ولایت په مرکز کې سر ته رسولې وې.
 
د عبدالخبیر هوښیارتیا په ټول کلي کې خپره وه، پلرونو به خپلو اولادونو ته دی په مثال کې ورکولو، چې د ده په شان زده کړې وکړي او هوښیار شي، د کلي ښځینه به په دعاء ګانو کې له خدای ج څخه د عبدالخبیر په شان هوښیار اولادونه غوښتل.
 
عبدالخبیر چې له دولسم ټولګي فارغ شو، د ولایت په مرکز کې یې د کانکور ازموینې لپاره  چمتو والي پیل کړ او د کانکور امادګي کورسونو کې یې هم د ټولو شاګردانو او استادانو پام ځان ته را اړولی و، بس د هر چا په خوله به د ده صفتونه کېدل او ټولو به ویل، چې دا هلک به په راتلونکي کې ښه پوهنځي ته بریالی کېږي.
 
د کانکور ازموینې ته د ګوتو په شمار څو ورځې پاتې شوې، خو د کانکور ازموینې اخېستلو نوم سره به عبدالخبیر وارخطا شو او رنګ به یې تک ژيړ شو.
 لنډه دا چې یوه ورځ یې راډیو چالانه کړه او له ملي راډيو څخه یې د کانکور ازموینې اخېستلو اعلان واورېده، د اعلان په اورېدو سره یې وېره لا څو چنده زیاته شوه.
سهار وختي یې د ازموینې ځای پر طرف حرکت وکړ، دا چې عبدالخبیر سختې وېرې اخیستی و؛ نو د ازموینې محل ته په داخلېدو سره یې وضعیت بيخي خراب شو، د ګوتو په شمار پوښتنې یې ځواب کړې او بس.
له ازموینې چې راوګرځېدو له رواني اړخه بیخي زیات ځپل شوی و، حتا څو ورځې یې پرلپسې تبې وکړې او د ناروغۍ پر بستر پروت شو.
 
د کانکور ازموینې پایلو اعلان وخت رانېږدې شو، د عبدالخبیر کورنۍ او د چنارونو کلي ټول اوسېدونکي منتظر وه، چې نوموړی به پوهنتون ته لاره پیدا کړي او راتلونکي کې به یو ستر ډاکټر شي، خو د کانکور ازموینې پر مهال د عبدالخبیر وېرې دا هر څه بدل کړي و او نوموړی په ازموینه کې د وېرې له امله پاتې شو.