ادې دوه شپې او دوه ورځې په مزل کې وه. د کالیو او غوټو تړل، د کور رابارول او نوره لوږه او تنده خو هسې پرېږده.
په لارۍ کې لمسیان یې ترې نه جلا کېدل، په ټوله لاره به کوم یو یې په غېږ کې او ځینې به ترې چارچاپېر وو. پر هغو لږو غټیکو هلکانو به یې هم پام و چې ونه لویږي، د کور نورو نارینوو او ښځو ته په ډاډ او وطن ته د تګ پر خوښویو به یې خوله وچه - وچه کېده.
په دې تور تورخم راواوښتل. وړاندې د مارکو بازار په دنګو ونو یې چې سترګې ولګېدې، په زړه یې یخ باد ننوت. سړه ساه یې واخیسته. د څو ورځو له ګنګسیت یې سردردی په کمېدو شو. خپل کشري زوی هېواد ته یې غږ کړ:
خانه! دغلته مې زړه ده چې لږ دمه سو.
لارۍ د سړک له غاړې ودرېده. ټول ښکته شول. ادې د زامنو په تکیه له لارۍ پر ځوړندې زینې پل کېښود. سترګې یې په لاندې خاوره کې نغاړلې وې. په ځمکه یې له قدم کېښودو راختلې دوړې یې دماغ خلاص کړل. وې ویل:
اه! شکر لویه خدایه!
د کډوالۍ کړېدلې او ستړې ورځې یې سترګو ته راغلې. د ټیکري په پیڅکه په مخ رالوېدلې اوښکې یې ټولې کړې. اسمان ته یې کتل. په اوږده - اوږده ساه کې به یې د وطن تازه هوا تنفس
وروستي