ورځنی مهالوېش جوړ کړئ

لیدلي به مو وي چې ډېری مهال یو انسان له خپل ژوند څخه شکایتونه، ګیلې او ناندرې کوي، په بېلابېلو وختونو کې د خپل زړه د تنګوالي او ژور خپګان په اړه اندېښنه څرګندوي، دا بل څه نه دي، بلکې د مهالوېش پرته د ژوند بده پایله ده. تاسې به خواله رسنیو، تلویزونونو، راډيوګانو او ځای ځای مجلسونو کې اورېدلې وي، چې د برېښنايي توکو، لکه ځيرک تیلفون، کمپیوټر، تلویزون، سکرین او ... ته ډېر وخت ورکول د انساني ژوند د پرلپسې او بې ګټې بوختیا او ژور خپګان لامل ګرځي، خپلې رومزه چارې به درڅخه پاتې وي او ډېری مهال به له ستونزو او ننګوونو سره مخ یاست.
 
 غوره ده چې ژوند مو بوخت وساتئ، بیا وګورئ چې تاسې څومره له ستونزو واټن نیسئ.
 
هڅه وکړئ چې د خپل ځيرک تیلفون آلارام هر سهار وختي مهال عیار کړئ.  له خوب څخه د را پورته کېدو پر مهال د کورنۍ نور غړي له خوب را ویښ کړئ. خپله او د کورنۍ نور غړي د اودس کولو هوډ وکړئ، هڅه وکړئ چې  د ټولو نارینه غړو په ګډون د کلي په جومات کې په جمعه لمونځ ادا کړئ، بیا د مهالوېش سره سم د قران عظیم الشان تلاوت وکړئ، د سهارنۍ له خوړلو وروسته بیا د خپل مهالوېش اړوند خپلې چارې او بوختیاوې وڅارئ، ترسره یې کړئ او ځان پرې بوخت وساتئ. دا هڅه رومزه ترسره کړئ، له ژوند به هېڅکله شکایت او ګیله ونه کړئ. 
 
له سرطاني نارغیو سره د مبارزې امريکايی موسسې يو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې وايی د موبایل/ځیرک تیلیفون څخه ډېره ګټه اخیستنه د سرطان سبب گرځي. د سرطاني ناروغیو او ګرځنډه موبايل/ځیرک تیلیفون تر منځ د اړيکو پوښتنې وړاندې تر دې هم را ولاړې شوې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چی د څیړونکو يوه مخکښه ډله داسې يو جدي خبرداری خپروي. ډاکتر ارنولد هیبرمن، د پتسبرګ د پوهنتون د سرطاني ناروغیو سره د مبارزې د مرکز رئیس خپلو همکارانو ته د يوه نوټ په ترڅ کی دا خبر داری ورکړ او ویې ویل، چې ماشومان بايد يوازې او يوازې په بېړنېو حالاتو کی له موبايل څخه کار واخلي، ځکه دوی تر نور له زيات ګواښ سره مخ دي.  ۹
 
نو دې جدي خبر او ګواښ ته په کتو اړینه ده چې د خپل ژوند مهالوېش کې د بریښنايي توکو ډېره کارونه د ځان او روغتیا لپاره ګواښ وبولو او یوازې د اړتیا پر مهال یې استعمال کړو.
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۸ – پاڅون، واحد الله. خپله درملنه خپله وکړئ، کتابتون ټکی کام. مخ: ۷۵.