لید لوری مو پراخ کړئ

مه هېروئ چې ستاسې ژوند خوارا مهم دی، که نن سختې وګالی، ثمره یې هرو مرو سبا وینئ. که زحمت وګالئ، د سبا ورځې له مخته تګ به نه وای پاتې؛ خپل ارزښتمن وخت له لاسه مه ورکوئ، هغه څه چې لرئ، ګټه ترې واخلئ.  انسان باید د لنډ مهالي ارام لپاره خپل شته فرصتونه او شته امکانات له لاسه ور نکړي، دا چاره زیانمنوونکې ده او انسان تاواني کوي.  باید سختې وګالئ، ستونزو ته تسلیم نشئ او خپل شته فرصتونه په لوی لاس لمنځه یو نه سئ. دلته به ستاسو مخته یوه بېلګه کېږدو، مثلاً تاسې غواړئ په ټولنه کې دې ژر شهرت پيدا کړئ، د خپل غږ او لیدلوري مینه وال دې ولرئ او په ټوله کې دې یوه موضوع په ښه توګه سلګونه نندارچیانو ته وړاندې کړی شئ، بیا باید یو څه لارښوونې دي، چې تعقیب او عملي یې کړئ.
 
مطالعه ده، چې انساني ژوند ته د بریالیتوب او مخته تګ روښانه څلی ور ښيي، هغه کتابونه دېر مطالعه کړئ، چې د ټولنیزو علومو او سوسیالوژۍ په هکله لیکل شوي دي او که د نورو هېوادونو د خلکو په اړه کتابونه په لاس درغلل، هغه هم ولولئ، ځکه چې حمتاً د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځیني منسوب شیان پېدا کېږي.  (۷)
 
بریالي خلک د بریالیو خلکو ځانګړنې لولي، ژوند لیکونه خو یې هرو مرو نه قضا کوي، دوی څاري، چې د بریالیو خلکو په ژوند کې اصلاً څه تېر شوي دي، څومره ننګوونې او ستونزې یې ګاللي دي او له څومره ستونزو سره یې څه ډول مبارزې کړي او دا تلوسه له ځان سره لري، ګوندې ستونزو ځان ته تسلیم کړی نه وي، همدا ژوندلیکونه د ځان د پرمختګ او شخصیت جوړونې لپاره فرصت بولي، له همدې کبله خو ارزښت ورکوي.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۷ – میلټون، رالف. ستانکزی، ډاکټر محمد عیسی، ژباړه. ( ۱۳۸۶ ل.) راډیويي پروګرامونه، کابل، دانش خپرندویه ټولنه. مخونه: ۴۰-۴۱.