موخه ستره وټاکئ

هغه موخې چې تاسې یې د را نیولو هڅه کوئ، باید مشخص یې کړئ، ښه یې روښانه او ځانګړې کړئ، څو له هره اړخه ورته بشپړ چمتو والی ولرئ.
 
څېړنو ثابته کړې ده، هغه موخې چې مشخصې وي، ژر ور ته رسیدګي کوی شئ، لامل یې دا دی چې له بېلابېلو اړخونو ور سره اشنا کېږئ او په اسانۍ مو تر منزله رسوي.  یو څه باید هېر نه کړئ او هغه خپلو موخو ته ضرب الاجل ټاکل دي. که تاسې غواړئ موخې ته ورسېږئ، لکه چې وړاندې مو وویل، لومړی یې هر اړخیزه څېړنه وکړئ او بیا ورته ټاکل شوی وخت وټاکئ.
 
د بېلګې په ډول: که انګلیسي ژبه مو به زده کړې وي او هیله لرئ چې باید د کمپيوټري پروګرامونو سره دې هم اشنا شئ، بیا باید خپله موخه د کمپیوټر پروګرامونو ته ځانګړې کړئ. په دې غور وکړئ، چې د وېنډوز او مایکرو سافټ آفېس دغه دوه ستر پروګرامونه به شپږ میاشتو کې په ښه ډول زده کوم.
 
همدا موخه ټاکل او بیا ورته وخت ځانګړی کول تاسې مجبوروي، څو لاس په کار شئ.
 
که د هغو کسانو د ژوند کیسې ولولو چې پر خپلو کمزوریو یې غلبه کړې ده، راته څرګنده به شي، چې له بریالیتوب سره د هغوی اورنۍ مینه د دوی لپاره اغېزناک او محرک ځواک شوی دی. هغوی په ژوند کې موخه درلوده او غوښتل یې ځان ته ثابته کړي چې له تولو ستونزو سره سره بریالي کېدای شي او بریالي هم شول. له بریالیتوب سره منیه او لېوالتیا هغه ځواک دی چې د ویلما رودولف په نوم یوه فلج مېرمن یې د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د اولمپیک په لوبو کې د نړۍ تر ټولو ګړندۍ مېرمن کړه او د سرو زرو درې مډالونه یې وګټل.
 
د ګلن کنېنګهم د وېنا له مخې: (لېوالتیا او اشتیاق هغه څه دي چې یو معیوب ماشوم یې د یو میل منډې په لوبه کې د نړېوال ریکارډ جوړولو جوګه کړ.)
 
یو ګوزڼ وهلي ماشوم په پنځه کلنۍ کې لامبو پیل کړه. تر څو خپل بدني ځواک بېرته ترلاسه کړي. ده له بریالیتوب سره د مینې او لېوالتیا له کبله خپلو تمرینونو ته دوام ورکړ، تر دې چې درې ځله یې د لامبو په برخه کې نړېوال ریکارډ مات کړ او په ۱۹۵۶ زېږدیز کال کې یې د مبلورن په لوبو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، د دغه کس نوم شلي مان و.   (۹)
 
له پورته بېلګو په ښکاره توګه څرګندیږي، چې کله هم تاسې موخه ونه لرئ، دا په دې مانا ده، چې په ښکاره توګه د یو کار د نه ترسراوي هرکلی کوئ، اصلاً تاسې د کار د ترسره کولو لېوالتیا نه ښکاره کوئ او نه هم په ټوله کې د موخې د رانیولو لپاره لاس په کار کېږئ.
 
که خپله موخه درک کړئ، ټول اړین ملحقات یې په نظر کې ونیسئ او ورته اړین تدابیر په نظر کې ولرئ، اړ کېږئ، چې د تمزکز په اړه یې هم لاس په کار شئ.
 
 تمرکز دی چې د موخې په رانیولو کې مو بې سارې همکاري کوي، بې زړه توب لمنځه وړي، چارو سره مو لېوالتیا ډېروي، حوصله مو پراخه ساتي او اصلاً د زغم په هنر مو پوهوي.
 پرته له موخې ژوند تباهي ده، بربادي او د ځان منزوي کېدو فکر دی.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۹ – کهرا، شیو. شهیر، شېر خان، ژباړه. ( ۲۰۲۳ ز.) ته ګټونکی یې، کابل، اکسوس خپرندویه ټولنه. مخ:۱۲۸.