(دښاغلي حکمتياردسورةُ الفيل په تفسيرباندي دمولوي عبدالغفورپېروز(سلفي)په نامه يوه تن چي دغيرمقلدينوسره تعلق لري،په داسي حال کي چي ويل کيږي چي ښاغلي حکمتيارصاحب دغيرمقلدينوپه ردکي ځيني ليکني کړې دي نوځکه نوموړی احساساتي شوی اوداليکنه يې کړې ده،ديادوني وړده چي غيرمقلدين ټول عمردامام اعظم صاحب رحمة الله عليه دمذهب په ردکي تېروي خوکه دوی ته څوک ځواب ورکړي،بياغصه کيږي ؛ دده دليکني ځواب دادی ) (د الفيل سورې راجح تفسير) په نامه ليكنه مي ولوسته، ليكونكي ليكلي چي د محترم ورور حكمتيار صاحب د الفيل د سورې پر تفسير مي يو علمي نقد كړى، كه ئې نشرولاى شئ موږ ته خبر راكړئ او كه نه وي موږ ئې بل ځاى خپروو. د دوى د ليكني د دې برخي په اړه بايد ووايم: • ښه به دا وه چي ده د خپل نقد د څرنگوالي په اړه قضاوت لوستونكو ته پرېښى وى او د خپلي ليكني دا ستاينه ئې نه وى كړې چي دا يو علمي نقد دئ! كېدى شي لوستونكي ورسره موافق نه وي چي دا يو علمي نقد دئ. • ده د خپلي ليكني د نشرولو غوښتنه كړې، كه دى موافق وي چي زموږ ليكنه په خپل هغه كتاب كي خپره كړي چي د امين (پدې کتاب کي دمولاناامين الله پشاوري مسائل جمع کړل شوي دي چي دسلفيانودامام حيثيت لري،نوموړي دتقليداومقلدينوسخت مخالف دی تردې چي تقليدته شرک اوکفروايي،نوموړي دتقليدپه ردکي ګڼ کتابونه ليکلي دي چي ټول کمزوري اوبې دليله دي)نوم ئې وركړى نو تنوير دي هم بالمثله معامله ورسره وكړي. • په تنوير كي د دوى د ليكني ځواب وركړى شوى، خو معلومېږي چي دوى غواړي دا لړۍ ادامه وكړى، موږ مجبور يو د دې ليكني ځواب هم د مخكي په څېر وركړو. • ده په سر كي د الفيل د سورې ژباړه وړاندي كړې، چي څو ضعفونه په كي تر سترگو كېږي: (الم تر) ئې نه گورې ژباړلې چي صحيح نه ده، سمه ژباړه ئې دا ده: ودي نه ليدل؟ كله چي لم د مضارع پر صيغه راشي هغه ماضي كوي، كيف فعل ربك باصحاب الفيل ئې داسي ژباړلې: ستا رب د فيل له خاوندانو سره څه وكړل، حال دا چي دا د عربي د داسي فقرې ژباړه ده: ما فعل ربك باصحاب الفيل، دقيقه ژباړه ئې دا ده: ستا رب د فيل له خاوندانو سره څنگه چلند وكړ. په دې كه د كيف ژباړه شوې او په هغې كه نه ده شوې. و ارسل عليهم طيراً ابابيل ئې داسي ژباړلې: د دوى پر ضد ئې ډلي ډلي مرغان راولېږل، حال دا چي د دوى پر ضد او راولېږل دواړه غلط دي، راولېږل د متكلم لپاره راځي، صحيح ژباړه دا ده: آيا د مرغانو خېلونه ئې پر دوى ونه لېږل؟ ځكه دا هم پر مخكنيو عطف او پوښتنه ده، فجعلهم كعصف مأكول ئې داسي ژباړلې: نو الله جل جلاله (د همدغو مرغانو په وسيله) دوى لكه خوړل شوي واښه داسي كړل. څوك چي په عربي او پښتو پوهېږي هغه ته معلومېږي چي دا ژباړه نه دقيقه ده او نه محتاطانه، له دې ژباړي نه د ليكونكي د ملاحظاتو پر څرنگوالي ښه پوهېدى شئ. • د دوى لومړۍ ملاحظه داسي ده چي ښيي د الفيل د سورې تفسير ئې په دقت سره نه دئ لوستلى، د آيتونو د ترتيب او تنظيم د څرنگوالي او د ترميهم صيغې په اړه د قرآن پلوشې په تفسير كي ډېر دقيق او مفصل بحث شوى، ليكونكى اشتباه كوي چي درېيم آيت د دوهم شرحه گڼي، درېيم آيت مستقل دئ، په لومړي آيت عطف دئ او (واو) ئې هم په لومړي آيت عطف گرځوي او هم ئې له دوهم آيت نه مستقل كوي، د ليكونكي توجيه يوازي په هغه صورت كي د منلو وه چي درېيم آيت تر دوهم مخكي راغلى وى، ده په خپل تفسير كي دا فقره له ځانه ليكلې چي الله جل شأنه موږ ته په درېيم آيت كي د دوى د چل د بې لاري كولو سبب بيانوي، د درېيم آيت له هيڅ لفظ نه دا نه معلومېږي چي دا د مخكني لپاره سبب په گوته كوي!! دوى دي موږ ته ووايي: دا د سببيت معنى دي له كومه راايستلې؟ دوى د القارعه سوره په مثال كي راوړې حال دا چي دا مثال د ده د رأيي ترديد كوي، قياس ئې قياس مع الفارق دئ، دا آيت له هيڅ پلوه د القارعه سورې په آيت نشي قياس كېدى، دا ځكه چي له مالقارعه نه وروسته ورپسې آيت په واو سره نه دئ پيل شوى، بلكي يوم يكون الناس ويل شوي، د ده استدلال په هغه صورت كي وزن لرلى شو چي (و يوم يكون الناس) راغلي وى. • په كوم روايت چي ده استناد كړى د احاديثو په هيڅ معتبر كتاب كي، د صحاح سته په شمول، نه تر سترگو كېږي، ليكونكي خو بايد له بخاري نه كوم روايت راپيدا كړى وى چي دا د دوى يوازنى د اعتبار وړ كتاب دئ، كه دئ غواړي موږ به د ټولو هغو رواياتو فهرست ورولېږو چي عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته منسوب دا روايت ورسره تعارض لري. ليكونكى دي موږ ته ووايي چي عبدالله بن عباس رضي الله عنهما دا خبري له چا اورېدلې دي؟ په غير ثقه كتابونو كي دومره متعارض او يو د بل متضاد روايات عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته منسوب شوي چي كه راغونډ شي نو يو كتاب ترې جوړېږي، تعارض هم داسي چي په يوې موضوع كي دوه، درې، څلور او تر دې زيات متعارضي او متضادي خبري يوه راوي ته منسوب شوې. • موږ د علامه فراهي په څېر د ستر محقق او عالم قول ليكلى وو چي وايي د طيراً ابابيل په اړه ټول روايات په پاى كي محمد بن اسحاق ته منتهي كېږي او هغه غير ثقه دئ، ليكوال مخكي ليكلي وو چي محمد بن اسحاق غير ثقه نه دئ خو اوس له هغي خبري تېر شوي او د نورو رواياتو د موندلو هڅه ئې كړې او د احاديثو د كتابونو پر ځاى ئې د تاريخ او تفسير له كتابونو نه د داسي رواياتو موندلو هڅه كړې چي د ده لپاره مستمسك شي. دوى ته وايو: 1- كه ستا دغه روايت د استناد او اعتبار وړ وى نو د صحاح سته په كوم كتاب كي به راوړل شوى وو، نورو معتبرو كتابونو به رااخيستى وو، 2- كه اصحاب الفيل د مرغانو د تېږو په ويشتلو سره له منځه تللي وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به صحابه وو ته دا خبره كړې وه، او گڼ شمېر صحابه وو به دا خبره له يوه نه بل ته رسولې وه، ولي داسي روايت نه مومو چي ويلي ئې وي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د اصحاب الفيل په اړه دغه خبره كړې ده؟! • جناب ليكوال ليكي: آيا مرغان دومره ستر فوځ په يو ځل داسي كولى شي لكه خوړل شوي واښه؟ داسي نشو ويلى چي دا كار به ئې په ډېرو ورځو كي كړى وي!! ځكه په دې سوره كي الله جل شأنه موږ ته د جگړي د ډگر كيسه كوي او وايي چي په هماغه ډگر كي دوى داسي شول لكه خوړل شوي واښه!! دوى ته په ځواب كي وايو: ولي داسي نه شې ويلى چي دا كار په څو ورځو كي شوى؟ الله تعالى چېري ويلي چي په يوه ورځ او همغه ډگر كي دوى د خوړل شوو وښو په څېر شول؟ كه دا مرغانو نه وي خوړلي نو چا خوړلي؟ خېل خېل مرغان يقيناً چي د لوى لښكر مړي په همدې برخليك اخته كولى شي، د همدې لپاره ويل شوي چي خېل خېل مرغان پرې راولېږل شول. • جناب ليكونكي دلته داسي عجيب استدلال كړى چي له ده پرته ئې ښايي هيڅوك حتى د ده ملگري هم ورسره ونه مني، او كه په خپله بيا پرې غور وكړي نو خندا به ئې ورته راشي، وايي: اساسي خبره دا ده چي دلته الله جل جلاله د ابرهه فوځ له خوړل شوو وښو سره تشبيه كړي، داسي ئې نه دي ويلي چي فجعلم عصف مأكول. ... اوس خو تشبيه شوې ده چي مغايرت او ورته والى دواړه په كي اړين دي، مغايرت په دې كي شو چي عين د خوړل شوو وښو په څېر نه دي او ورته والى په دې كي شو چي د هغو وښو په شان ټوك ټوك او خواره واره پراته وو!! په اخير كي ئې دا هم ليكلي چي دا ډېره غوره او بليغه تشبيه ده!!!! دا ملاحظه په ځواب نه ارزي، خو د دوى په احترام به څو ټكيو ته د دوى توجه راواړوو: موږ ته ووايه چي د سورې له كوم آيت نه دي دا تعبير ترلاسه كړى چي د ابرهه فوځ ټوك ټوك او خواره واره پراته وو؟ دلته خو فوځ له خوړل شوو وښو سره تشبيه شوى، (مشبه) فوځيان دي، (مشبه به) واښه دي، (وجه تشبيه) خوړل كېدا ده، (وجه مغايرت) ئې دا چي يو ئې انسان دئ او بل ئې واښه. وجه تشبيه د مشبهه او مشبهه به په ټوك ټوك كېدا كي نه ده، دا له خپله ځانه جوړه شوې وجه تشبيه ده. په آيت كي نشته، په آيت كي تشبيه خوړل كېدا ده، مرغانو فوځيان داسي خوړلي وو لكه څاروي چي د وښو پاڼې او نازكي څانگي وخوري او پرېړ او كلك ډكي ئې پرېږدي. دلته مشبه به عصف مأكول ده نه عصف مبثوث يا عصف متشتت، • جناب ليكونكي سخته اشتباه كړې، د (كعصف مأكول) (ك) ئې وجه تبشيه گڼلې، حال دا چي دلته (ك) حرف او آلۀ تشبيه دئ، كه (ك) رانه وړل شي تشبيه له منځه ځي، كه داسي ويل شوي وى (فجعلهم عصف مأكول) نو بيا خو تشبيه نه بلكي په تحقيق سره خوړل شوي واښه ترې جوړېدل، بيا مو دا فقره داسي نشوى ژباړلى : د خوړل شوو وښو په څېر ئې كړل، بلكي ترجمه ئې دا وه: خوړل شوي واښه ئې كړل. څوك چي په يوې تشبيه كي د وجه تشبيه او آله تشبيه له تشخيص نه عاجز وي نو تاسو ووايئ چي د هغه ملاحظات به څومره وزن ولري؟ • د ترمي صيغې په اړه ليكي زما په اند راجحه دا ده چي ترمي د د واحدي مؤنثي غائبي صيغه شي نه د واحد مذكر مخاطب ... !! دوى ته وايو: دا خو زما او ستا خوښي ته نه ده پرېښودل شوې چي ووايو دا كومه صيغه ده، خپل اند په كي وچلوو، دا پرېكړه اړوند آيت او د سورې متن كوي چي دا كومه صيغه ده، كه په اړوند آيت يا تر هغه مخكي وروسته واحد مذكر مخاطب فاعل وو نو دا صيغه د واحد مذكر مخاطب ده او كه واحد مؤنث غائب اسم يا ضمير راغلى وو نو بيا به د واحد مؤنث غائب صيغه وي، ستا اصلي ستونزه دا ده چي د سورې د آيتونو غوښتني ته له پام نه پرته د خپل اند له مخي پرېكړه كوې او وايې: زما په اند راجحه دا ده چي ترمي د واحدي مؤنثي غائبي صيغه شي نه د واحد مذكر مخاطب ... !! د فعل څرنگوالى د فاعل له مخي كېږي، كه فاعل مذكر وو د فعل صيغه به ئې د مذكر وي او كه مؤنث وي نو فعل به ئې هم مؤنث وي، له جناب ليكوال نه پوښتنه كوو: موږ ته په دې سوره كي واحد مؤنث غائب فاعل، اسم يا ضمير راوښييه چي ستا رأيه ارجح وگڼو!! طير مذكر دئ نه مؤنث، په سورې كي هيڅ مؤنث فاعل نشته نو ته څنگه دا د مؤنث صيغه گڼې؟!! واحد مذكر مخاطب په لومړي آيت كي راغلى، د ترمي صيغه هم هغه ته راجح ده، څوك چي دا د مؤنث صيغه گڼي هغه به ناچار له ځانه د دې لپاره د واحد مؤنث غائب فاعل، اسم يا ضمير جوړوې او هغه به مقدر گڼې!! خو د علم خاوندان وايي: دا كار يوازي په هغه صورت كي جائز دئ چي: 1- له دې پرته بله چاره نه وي، 2- داسي تقدير په جملې كي ممكن وي او د جملې له تركيب سره اړخ ولگوي، څوك چي د جماعت لفظ تر طير نه مخكي مقدر گڼئ هغوى ته وايو: مهرباني وكړه او د جماعت لفظ يا كوم بل مؤنث لفظ د آيت په اوسني تركيب كي داسي علاوه كړه چي آيت ئې قبول كړى شي، خو دا كار نه ته كولى شې او نه بل څوك، نه د آيت تركيب دا اجازه دركوي، نه بلاغت، نه د آيت په پاى كي د ابابيل لفظ چي جمع جمع ده، او درېيمه جمع نه قبلوي. • د دوى دا استدلال هم عجيب دئ چي وايي: كه قرآن مطالعه كړو نو ډېر داسي فعلونه به ومومو چي داسي فاعل ته به ئې نسبت شوى وي چي ظاهراً معقول نه برېښي، د بېلگي په توگه الله تعالى د موسى عليه السلام او يوه سړي په كيسه كي (چي ځيني ئې خضر گڼي) وايي: .... فوجدا فيها جداراً يريد ان ينقض... الكهف: 77 ... ورپسې ئې د آيت ژباړه راوړې چي كافي نواقص په كي مومو.. بيا ليكي: گورو چي دېوال ته د ارادې نسبت شوى دئ حال دا چي اراده د هغه چا فعل دئ چي عقل او شعور لري دېوال خو صرف جامد دئ!! په دې اړه څو عرايض لرو: 1- اراده فعل نه دئ بلكي د فعل محرك او منشأ دئ، 2- د دېوال لپاره د ارادې راوړل د دې لپاره صحيح دي چي هم قرآن دا كار كړى او هم عربان دا كار كوي، د مرغانو لپاره نه قرآن د رمي لفظ كارولى او نه عربو دا كار كړى، ما ته د عربو په معاجمو او د ادب او شعر په كتابونو كي راوښيه چي چا دا كلمه د مرغانو لپاره كارولې، مرغان رمي (ويشتل) نشي كولى يوازي ورول كولى شي كه په هري ژبي كي د مرغانو لپاره د ويشتلو اصطلاح وكاروو غلطي مو كړې!! ليكوال ته دا هم بايد ووايو چي د موسى عليه السلام دا ملگرى د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت كي د خضر (عليه السلام) په نامه ياد شوى، ته څنگه په يوه ځاى كي د عبدالله بن عباس رضي الله عنه يو روايت منې او استناد پرې كوې او د بل په اړه وايي: ځيني ئې خضر گڼي!! په داسي حال كي چي دا روايت بخاري تر لس ځله زيات راوړى او هغه بل ئې د راوړلو وړ نه دئ گڼلى؟!! • د الحج د سورې د 40 آيت د تفسير په اړه د دوى وينا تر ټولو زياته د حيرانتيا وړ ده، زه په دې هم پوه نشوم چي محترم ليكوال څه ويل غواړي، ولي دې ته متوجه نه دئ چي د الفيل د سورې او دغه آيت ترمنځ ژور ارتباط دئ، د الفيل په سورې كي له مكې نه د دفاع موضوع ياده شوې او په دې آيت كي له معابدو نه د دفاع په اړه د الله تعالى سنت بيان شوى، دا آيت وايي چي له معابدو نه د دفاع په اړه د الله تعالى سنت دا دئ چي يوه ډله به د بلي په لاس دفعه كوي او په دې سره به د معابدو له ورانېدو مخنيوى كوي، الله به د هغه چا مرسته كوي چي د ده ملتيا وكړي، يقيناً الله ځواكمن عزيز دئ. تر دې وړاندي آيت كه مظلومانو ته د ظالمانو په ضد د جهاد كولو اجازه وركړى شوې او ډاډ وركړى شوى چي الله تعالى د دوى پر مرستي قادر دئ، په دې سره ئې هغوى جهاد ته تشويق كړي او ورپسې ئې ورته ويلي چي كه دا جهاد ونه كړئ نو ستاسو ټول معابد به وران شي او دا الهي ثابت او نه بدلېدونكى سنت دئ، د آيت په الفاظو كي دومره حصر او تأكيد دئ چي ښيي له جهاد نه پرته د معابدو روغ رمټ پاته كېدل ممكن نه دي. څوك چي په دې آيت ايمان لري نو حتماً به دا خبره كوي چي له كعبې نه دفاع هم د دغه ثابت الهي سنت مطابق شوې نه د دې خلاف، كه هره بله خبره وكړو نو د قرآن د دغه آيت خلاف خبره مو كړې ده، د فرعون غرقېدا، د نوح عليه السلام قوم، د لوط عليه السلام قوم، عاد، ثمود، او ټولو نورو كافرو قومونو هلاكت د دغه الهي سنت مطابق تر سره شوي، لومړى پيغمبر مبعوث شوى، بيا ځينو ايمان راوړى، د مؤمنانو يو ټولگى جوړ شوى، د معابدو مدافعين راپيدا شوي، دغه ټولگى د الهي نصرت لپاره د ظرف حيثيت پيدا كړى، بيا د الله تعالى نصرت نازل شوي، د حق دښمنان هلاك شوي او الله تعالى مؤمنانو ته بريا وركړې. له دغو قومونو نه هيڅ يو ئې نه د مؤمن ټولگي له پيدا كېدو مخكي هلاك شوي او نه په خارق العاده پېښو سره، په طوفان، زلزلې، د زمكي چاودل، د شديد باد او نورو پېښو په ترڅ كي هلاك شوي، نه داسي چي د مرغانو كوم خېل پر دوى تيږي ورولې وي يا دې ته ورته كوم بل خارق العاده كار شوى وي. كه فرعون د موسى عليه السلام له بعثت نه مخكي يا د بني اسرائيلو له ايمان راوړلو نه مخكي هلاك شوى وي ستا ادعاء سمه ده، خو كه له دې وروسته هلاك شوي وي ستا ادعاء په بشپړه توگه غلطه ده، اوس ته په خپله قضاوت وكړه!! محترم ليكوال ليكي چي د معابدو په اړه د الله تعالى سنت دا دئ چي د هغو د عبادت كوونكو په لاس ئې ساتي خو د دې مطلب دا نه دئ چي تل همداسي كوي بلكه دا د الهي تگلاري يوه برخه ده نه ټوله تگلاره... دوى ته وايو: 1- د الله تعالى د سنت لپاره د تگلاري كلمه راوړل نامناسب كار دئ، هيڅ عالم دا كار نه دئ كړى، گمان نه كوو چي وهابيان دي هم د الله تعالى لپاره داسي الفاظ كارول جائز وگڼي، سره له دې چي هغوى الله تعالى په ذات او صفاتو كي له انسان سره تشبيه كوي!! (نعوذ بالله من ذالك)، تگلاره يوازي له انسان سره ښايي نه له الله تعالى سره!! 2- كه له معابدو نه د دفاع په اړه الله تعالى له دې پرته بل سنت لري نو ته ئې موږ ته راوښيه، هغه څه دي؟ آيا په قرآن يا حديث كي ئې موږ ته راښوولې شې؟ كعبه په وار وار ورانه شوې، بيت المقدس وران شوى، له آدم عليه السلام نه تر نن پوري په لكونو معابد وران شوي او ټول هغه مهال وران شوي چي عبادت كوونكو د الله تعالى په لار كي جهاد پرېښى، د الله تعالى د تأييد او نصرت وړتيا ئې له لاسه وركړې، له هيڅ يوه نه الله تعالى په خارق العاده توگه دفاع نه ده كړې. د الله تعالى نصرت يوازي هغه مهال نازلېږي چي د الهي نصرت او تأييد وړ او ښايسته ظرف راپيدا شي، داسي ټولگى راپيدا شي چي د الله تعالى د نصرت وړ وي، دا نصرت نه پر غرونو نازلېږي او نه پر دېوالونو، د مؤمنانو او د معابدو پر مدافعانو نازلېږي. • د قرآن پلوشې كي د الفيل د سورې تفسير داسي دئ چي اوس افغانانو ته وايي: كه غواړئ چي د جوماتونو منارې مو وراني نشي او جوماتونه مو په كليساوو بدل نشي؛ نو د اشغالگرانو په ضد جهاد ته ملا وتړئ، كه نور څه نشئ كولى كاروانونو ته ئې مينونه ښخ كړئ، كه دا نشئ كولى د دوى په ضد مظاهرې وكړئ، كه دا نشئ كولى له بامونو نه پر دوى تيږي ووروئ، كه دا هم نشئ كولى لږ تر لږه د شپې له لوري د خپلو كورونو پر بامونو تكبيرونه او مړي دي اشغالگران وايئ، كېدى شي له همدې امله الله تعالى ستاسو مرستي ته فرشتې راولېږي، د دښمن په زړه كي وېره واچوي او له افغانستان نه ئې وتلو ته اړ كړي. دا تفسير فلسطينيانو ته وايي: كه غواړئ قدس آزاد شي، مسجدالاقصى له ورانېدو وژغورل شي نو لږ تر لږه د هغو فلسطيني ماشومانو په څېر څه وكړئ چي د صهيونستانو ټانكونه په ډبرو ولي، خو كه تاسو د محمود عباس لاره غوره كړه نو قدس به د صهيونستانو پلازمېنه وي او مسجدالاقصى به ورانېږي، دا د الله تعالى نه بدلېدونكى سنت دئ. خو د پېروز صاحب تفسير ورته وايي: د قريشو په څېر له معابدو نه د دفاع كار خداى ته پرېږدئ، تاسو په تيږو سره دښمن نشئ ماتولى، پرېږدئ چي د مرغانو خېلونه راشي او پر دښمن تيږي ووروي!!! هر په قرآن پوه انسان ښه پوهېږي چي لومړى تفسير كاملاً صحيح دئ او دا دوهم قطعاً غلط او د قرآن د لارښوونو خلاف.
وروستي