موحدد مبارزې د پيل په لومړيو كلونو كي مي له يوه مفتي صاحب پوښتنه وكړه: آيا زه كولى شم د قرآن تفسير ولولم؟ د هغه ځواب توند او تېز وو او راته وئې ويل: نه؛ د قرآن په تفسير يوازي رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه پوهېدل!! زما او ستا ئې له تفسير سره څه!! فقهاوو د قرآن ټول ضروري مسائل د فقهي په كتابونو كي بيان كړي، همدا موږ ته كفايت كوي!! ورته ومي ويل: نو مفسرينو ولي دومره ډېر تفسيرونه ليكلي، په هري پېړۍ كي په سلگونو تفسيرونه؟! فقهي مسائل خو ډېر محدود دي، كه ډېر ئې وگڼو نو په لسو كي يو آيت د فقهي مسائلو اړوند دئ له نورو آيتونو سره به څه كوو، آيا مكلف نه يو چي په هغوى پوه شو، آيا په هغوى كي داسي ضروري لارښووني نشته چي د مسلمان د ژوند په نورو مهمو برخو پوري تړلي وي، او ورته وايي: څه به كوې او څه نه، په كومي لاري به درومې او په كومي نه، له چا سره به دوستي كوې او له چا سره دښمني؟ دا په قرآن كي د موسى عليه السلام او فرعون، د ابراهيم عليه السلام او نمرود، او د نورو پيغمبرانو عليهم السلام د مبارزاتو يادونه د څه لپاره شوې او په هغوى كي موږ ته څه پيغام پروت دئ؟ هغه مخكنى ځواب تكرار كړ!! ما هم له هغه سره د مزيد خبرو ضرورت منتفي وگڼلو او ترې ولاړم، له ځان سره مي وويل: آيا دا په رښتيا مفتي دئ؟ آيا د ده خبره د منلو وړ ده؟ آيا يوازي په فقهي مسائلو اكتفا كولى شو؟ آيا صحيح ده چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه وو پرته هيڅوك په قرآن نشي پوهېدى؟ آيا الله تعالى به داسي كتاب رالېږلى وي چي دومره پېچلى دئ او په مطلب ئې پوهېدا دومره گرانه؟ آيا دا د الهي حكمت خلاف تصور او انگېرنه نه ده؟ په دې لټه كي شوم چي د دې پوښتنو ځواب ومومم، الله تعالى د خپل فضل دړه زما پر مخ پرانيسته او ما د خپلو ټولو پوښتنو ځواب په دې توگه وموندو:• دا خواركى مفتي صاحب نه په قرآن پوهېدو، نه په حديث او نه په فقه، لا چړي وو چي مدرسه ئې پرېښې، هيڅ مدرس عالم په خپلي خوا كي نه وو قبول كړى، هسي د يوه جومات امامت ورپه برخه شوى وو او پر ځان ئې د مفتي نوم ايښى وو، زموږ په هېواد كي دا لوى لوى او هيبتناك القاب ډېر وړيا او آسانه نرلاسه كېږي، داسي مفتيان ډېر دي چي د خلاصه كيداني په اړه هم وايي: خلاصه كيداني، هم فارسي هم افغاني، هر چه بخواني نه داني نه داني!! قرآن خو پرېږده چي هغه په خلاصه كيداني هم نه پوهېږي!! دغسي تش په نامه مفتيان د قرآن په اړه دا ظالمانه او دروغجن قضاوت كوي او هغه يو پېچلى، مبهم، غامض او د انسان له فهم او پوهي لوړ كتاب بولي.• هيڅ حقيقي عالم به د الله تعالى د دې مبين او آسان كتاب په اړه د داسي څه ويلو جسارت ونه كړي چي د قرآن په اړه يو كركجن او ظالمانه تور او په خپله د قرآن د وينا خلاف وي، په قرآن كي په وار وار ويل شوي چي دا مبين كتاب دئ، تلك آيات الكتاب المبين، مبين يعني ښكاره، څرگند، واضح، مبين يعني د ټولو حقائقو څرگندوونكى، بيانوونكى او واضح كوونكى، قرآن څلور ځلي وايي چي: وَ لَقَدْ يَسرْنَا الْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ: او يقيناً چي قرآن مو د ذكر لپاره آسان كړى آيا كوم پند اخيستونكى شته؟ دا آيت په قرآن كي څلور ځلي په تكرار سره راغلى او دا په داسي حال كي چي په قرآن كي د اودس اړوند آيت يوازي يو ځل راغلى!! له دې معلومېږي چي څوك د قرآن په اړه وايي چي په قرآن پوهېدا گران كار دئ څومره ستر جرم كوي او د الله تعالى د مكرري وينا خلاف غلط او ظالمانه قضاوت كوي. په دې پوه شئ چي څوك د قرآن په اړه داسي قضاوت كوي او هغه يو مبهم او د خلكو له سويې لوړ كتاب معرفي كوي هغه يو جاهل، ناپوه، د قرآن له حقيقته بې خبره او په غرض او مرض اخته انسان دئ، مه د عالم په سترگه ورته گورئ او مه ئې خبره د اعتناء وړ گڼئ. دوى تر څرگند دښمن هم د قرآن ستر دښمنان دي، خلك د قرآن له ويلو منعه كوي. • دا همغه كار دئ چي د يهودو او نصاراوو دين پلورونكو مذهبي مشرانو له تورات او انجيل سره وكړ، هغوى هم د الله تعالى كتاب شا ته وغورځاوو او خلكو ته ئې وويل: د الله په كتاب پوهېدل گران دي، تاسو نشئ كولى د هغه په معنى او حقيقت پوه شئ، موږ ئې خلاصه درته وايو، په همدې اكتفاء وكړئ، او دوى به هغه قصې ورته كولې چي له شيطانانو به ئې زده كړې وې او پيغمبرانو ته به ئې منسوبولې: وَ لَمَّا جَاءَهُمْ رَسولٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ ُوتُوا الْكِتَب كتَاب اللَّهِ وَرَاءَ ظهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ* وَ اتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشيَطِينُ عَلى مُلْكِ سلَيْمَنَ... البقره: 101-102: او كله چي د الله له لوري كوم داسي پيغمبر ورته راغلى چي له دوى سره د شته (كتاب) تصديقوونكى وو، نو د اهل كتابو يوې ډلي د الله كتاب داسي شا ته وغورځاوو لكه (په هيڅ) چي نه پوهېدل. او د هغه څه متابعت ئې پيل كړ چي شيطانانو به د سليمان عليه السلام د پاچاهۍ په نامه (ورته) لوستل!! دا دئ گورئ چي له مخكنيو الهي كتابونو سره همدا كار شوى او له قرآن سره همدا كار كېږي. • الله تعالى د دغو دواړو ډلو د غلطي وينا او ناسم قضاوت د ترديد لپاره قرآن پر داسي پيغمبر راولېږو چي امي وو او په ليك لوست نه پوهېدو، او دى ئې په داسي قوم كي مبعوث كړ چي امي ول او په ليك لوست نه پوهېدل، هم دغه امي پيغمبر دا قرآن درك كړ او په مقصد ئې پوه شو او هم دغه امي قوم، نه يوازې پرې پوه شول، ايمان ئې راوړ، عمل ئې پرې وكړ، د خپل فردي او اجتماعي ژوند په ټولو برخو كي ئې حاكم كړ بلكي د نړۍ گوټ گوټ ته ئې ورساوو او هر يو ئې د قرآن حامل، معلم او مدرس او د قرآن د پلي كولو د لاري مجاهد شو. • څوك چي وايي په قرآن د پوهېدا لپاره بايد څوارلس علوم زده كړو!! دروغ وايي او دا خبره له خپلي گېډي راباسي، نه رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه څوارلس علوم ويلي وو او نه صحابه وو، نه په قرآن كي دا خبره راغلې او نه رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه وو ته ويلي چي لومړى دغه څوارلس علوم زده كړئ بيا راشئ چي زه قرآن دروښيم، رسول الله صلى الله عليه وسلم د صهيب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي او ابوذر غفاري په څېر صحابه وو ته هم نه دي ويلي چي لومړى عربي ليك او لوست زده كړئ بيا قرآن ولولئ. • څوك چي وايي قرآن دومره پېچلى، مجمل او گران كتاب دئ چي د نړۍ هيڅ كتاب دومره پېچلى نه دئ، گواكي د قرآن د دې خبري چي وايي: كه جن او انس راغونډ شي داسي كتاب نشي وړاندي كولى؛ معنى همدا ده چي دا كتاب پېچلى دئ؛ دا كس يا دروغجن دئ او د الله تعالى د كتاب په اړه دروغ وايي، يا د قرآن د دغي وينا په معنى نه دئ پوه شوى، د قرآن د دغي وينا معنى دا ده چي هيڅوك د قرآن په څېر واضح، څرگند، عام فهم، سليس، د اسرارو واضح كوونكى، جامع، لارښود، معياري، اغېزناك، او خوندوركتاب نشي وړاندي كولى، په يوه كتاب كي ابهام، اغماض، پېچلتوب، عدم وضاحت او د مخاطب له سويې لوړ والى؛ ستر عيب دئ او د حكيم رب كتاب له دې عيبه منزه دئ، څوك چي قرآن ته ابهام او اغماض منسوبوي پر الله تعالى او د هغه پر مبين كتاب ستر تور لگوي. حقيقت دا دئ چي د نړۍ هيڅ مذهبي او غير مذهبي كتاب د قرآن په څېر واضح او آسان نه دئ؟ • څوك چي وايي: د قرآن د كوم آيت په اړه به يوازي هغه څه وايو چي په رواياتو كي راغلي، له دې پرته نه د څه ويلو حق لرو، نه د كومي انتباه اخيستو او نه د بل تعبير او تفسير، او داسي تعبير او تفسير ته د تفسير بالرأى نوم وركوي او هغه حرام گڼي!! دا خبره له ځانه كوي، هيڅ عقلي او نقلي بنسټ او دليل ورته نه لري، دا جناب نه له قرآن خبر دئ او نه د رواياتو له كتابونو، نه پوهېږي چي په رواياتو كي د څو محدود شمېر آيتونو تفسير راغلى او په همدغو لږو مواردو كي به هم نه يوازي د يوه آيت د تفسير په اړه گڼ شمېر متعارض او متضاد روايات ستاسو مخي ته راشي بلكي د يوه آيت په اړه به يوه صحابي ته دوه او درې متعارض اقوال منسوب شوي ومومئ، د قرآن په تفسير كي چي كومه ستره ستونزه رامنځته شوې نو له دغو متعارضو او متضادو رواياتو راولاړه شوې، دغه متعارض روايات د دې باعث شوي چي ځيني ووايي: په قرآن پوهېدا گرانه ده، ځكه چي دا دئ گورو قرآن يو څه وايي، روايت بل څه، د يوه آيت په اړه يو روايت يو څه وايي او بل روايت بل څه!! دا ستونزه د قرآن له بېلو بېلو آيتونو نه ده راولاړه شوې، له هغو رواياتو راولاړه شوې چي يا له قرآن سره تعارض لري او يا په خپلو منځونو كي، څوك چي قرآن ته د وروستي ملاك او معيار په سترگه گوري هغه ته ډېره آسانه ده چي صحيح روايت له كمزوري، ضعيف او جعلي تفكيك كړى، هر روايت چي له قرآن سره اړخ نه لگوي، په قرآن كي كوم شاهد ورته نه مومو او د قرآن له كوم آيت سره تعارض ولري هغه روايت نه صحيح دئ، نه د منلو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د منسوبولو وړ، آيا زموږ ايمان او عقل دا خبره مني چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به داسي خبره كړې وي چي له قرآن سره تعارض لري؟!! څنگه ومنو چي قرآن او صحيح حديث به په خپلو كي تعارض لري؟!! زموږ ايمان او عقل وايي: هغه روايت قطعاً نشي صحيح كېدى چي د قرآن خلاف خبره كوي. د قرآن په حقيقت د پوهېدا پ ه ارتباط د هغو خلكو سورلۍ په خټو كي نښلي، د وړاندي تلو توان له لاسه وركوي او له ستونزي د وتلو سعادت ئې نه په برخه كېږي چي قرآن د وروستي معيار او ملاك په توگه نه مني او ضعيفو او غريبو رواياتو ته د قرآن پر څرگندو آيتونو ترجيح وركوي. د هغوى مثال هغه شنواري ته ورته دئ چي چا ترې وپوښتل: خداى ستر دئ كه دربابا؟ له څه درنگ او ځنډ وروسته ئې وويل: خلاى (خداى) دي داسي حيران كړه لكه چي زه دي حيران كړم، كه ووايم خلاى ستر دئ دربابا خفه كېږي او كه ووايم در بابا ستر دئ نو خلاى ناراضه كېږي!! دوى هم چي د آيت او روايت ترمنځ له جدي او ژور تعارض حتى تضاد سره مخامخ شي او وپوښتل شي: كوم يو صحيح وگڼو؟ نو د هغه شنواري په څېر حيران شي!! دوى ته وايو: خداى دي كور وران كړه، څنگه د الله تعالى د كتاب په وړاندي يوه ضعيف او غريب روايت ته اعتبار او ارزښت وركوې؟!! هغوى په دې نه پوهېږي چي تفسير بالرأى څه دئ، ك وم تفسير بالرأى حرام دئ؟ تفسير بالرأى دا نه دئ چي څوك د قرآن له كوم آيت كومه انتباه واخلي، يا د كوم آيت په اړه خپله رأيه وړاندي كړي، يا د څو مفسرينو د آراوو له منځه يوه غوره وگڼي، كه دې ته څوك تفسير بالرأى ووايي نو بيا خو ټولو مفسرينو همدا كار كړى او هر يوه د قرآن د آيتونو په اړه خپله خپله رأيه وړاندي كړې؟ آيا دوى حرام كار كړى؟ كه داسي تفسير ناجائز وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به له صحابه وو داسي پوښتنه نه كوله چي په قرآن كي مؤمن له يوې وني سره تشبيه شوى هغه كومه ونه ده؟ عمر ﷻ به له صحابه وو همداسي پوښتنهنه كوله، هغه د جليل القدره صحابه وو په يوې غونډي كي د النصر سورې په اړه پوښتنه وكړه، هر چا خپله خپله رأيه وركړه، عبد الله بن عباس ﷶ هم چي لا ځوانكى وو خپله رأيه وړاندي كړه او عمر ﷻ وويل چي زما انتباه هم د ده په څېر وه. كه دا كار جائز نه وى نو دا پوښتني به نه كېدې!! مفسرينو به د قرآن د آيتونو په اړه خپل خپل آراء نه وړاندي كول، الله تعالى به نه فرمايل چي په دې قرآن عقلمن او اولوالالباب پوهېږي، د دې پر ځاى به ئې ويلي وو چي پر قرآن يوازي هغه څوك پوهېږي چي روايات خپلي مخي ته كېږدي!! دغو درنو مفسرينو د دغو آراوو په وړاندي كولو سره نه يوازي كومه گناه نه ده كړې بلكي طمع مو دا ده چي الله تعالى به دوى ته د صحيح تفسير په صورت كي دوه او د اشتباه په صورت كي يو اجر وركوي. تفسير بالرأى دې ته وايي چي څوك له ځان سره كومه خاصه رأيه ولري او بيا د دغي رأيي لپاره په تكلف سره د قرآن كوم آيت تأويل او تحريف كړي، داسي لكه چي څوك يو غريب روايت واوري يا د مذهبي تعصب له مخي كومه رأيه قبوله كړي او بيا د قرآن كوم آيت د خپل ظاهري او څرگند مفهوم په خلاف د همدې غريب روايت او همدې مذهبي رأيي په تأييد كي تحريف كړي، د دې پر ځاى چي آيت معيار وگڼي او روايات د هغه په تله وتلي برعكس همدا كمزوري روايات معيار گڼي او د قرآن آيتونه د هغوى په تأييد كي تحريفوي!! د دې پروا هم نه كوي چي وينا ئې د قرآن خلاف ده، • څوك چي خلك د قرآن له لوستلو، د قرآن په مطلب له پوهېدو، د تفسير له لوستلو او د قرآن له تفسيرولو منع كوي، د قرآن پر ځاى د خلكو پام بل لوري ته اړوي، د بل څه ويل او لوستل تر قرآن مهم گڼي، كه په هر نامه او هره بهانه وي، دا د دين په جامه كي د دين لوى دښمن دئ. • څوك چي وايي: تر هغه قرآن مه لوله چي صرف او نحو دي نه وي لوستلي او د تجويد په احكامو نه ئې پوه شوى، تر هغه د قرآن تفسير مه لوله، د قرآن پر كوم آيت استناد مه كوه، بل ته ئې مه ژباړه او د مطلب په اړه ئې څه مه وايه چي څوارلس علوم دي نه وي لوستلي، دا خلك يقيناً چي له قرآن او له خداى پالو قرآن لوستونكو سره جفا كوي، خلك د الله تعالى په كتاب له پوهېدو منع كوي، انسان هغه مهال په يوه كتاب پوهېدى شي چي هغه ولولي، هغه وژباړي، هغه تفسير كړي، كه څه هم په لومړيو كي اشتباه وكړي، يو ډرېور هغه مهال د موټر په چلولو پوهېدى شي چي د اشترنگ تر شا كښېني، يو ځل، دوه ځلي او لس ځلي خطأ او اشتباه ئې د موټر له چلولو او ښه زده كولو منع نه كړي، استاد ئې تشويق كړي او ورته ووايي: ماشاء الله ته ډېر تكړه يې، دا اشتباهات عادي دي، ژر به له تا تكړه ډرېور جوړ شي، همدا به څو كاله وروسته يو متخصص او ماهر ډرېور وي. دغه طبيعي او فطري حقيقت ته په پام سره ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: څوك چي د قرآن په لوستلو كي ماهر وي د درنو ليكونكو فرشتو له ډلي به گڼل كېږي او څوك چي هغه په داسي حال كي لولي چي متردد وي او لوستل ئې ورته گران وي د هغه به دوه اجرونه وي. عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الْمَاهِرُ بِالْقُرْآنِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ وَالَّذِى يَقْرَؤُهُ يَتَتَعْتَعُ فِيهِ وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ لَهُ أَجْرَانِ اثْنَانِ ». ابن ماجه، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الَّذِى يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَهُوَ مَاهِرٌ بِهِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ وَالَّذِى يَقْرَؤُهُ وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ لَهُ أَجْرَانِ ». مسند احمدهمدا راز فرمايي: كله چي كوم قاضي او حاكم د قرآن له مخي د يوې قضيې په اړه حكم كوي، خپل زيار باسي چي د قرآن د لارښوونو مطابق حكم وكړي، كه ئې صحيح فيصله وكړه دوه اجرونه (او په بل روايت كي لس اجرونه) به ئې په برخه كېږي او كه خطا شو يو اجر. وَعَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : \" إذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ فَإِذَا حَكَمَ وَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ \"عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِذَا قَضَى الْقَاضِى فَاجْتَهَدَ فَأَصَابَ كَانَتْ لَهُ عَشْرَةُ أُجُورٍ وَإِذَا قَضَى فَاجْتَهَدَ فَأَخْطَأَ كَانَ لَهُ أَجْرَانِ ». الدار قطنيرسول الله صلى الله عليه وسلم په جومات كي يوه ډله وليده چي د قرآن په لوستلو او يوه بل ته ښودلو لگيا ول، ځينو ئې قرآن په زحمت سره لوستلى شو، رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يوازي هغوى تشويق كړل بلكي وئې فرمايل: داسي خلك به راپيدا شي چي قرآن به په ډېر تكلف او قلقلې سره لولي خو له ستوني به ئې لاندي نه تېرېږي او د دوى زړه ته به لار نه مومي!! • كه څوك تاسو ته وايي: لومړى نور علوم زده كړه بيا قرآن ولوله، لومړى حديث او فقه ولوله بيا قرآن، زه تاسو ته وايم چي د دې غلط او ناپوه مشاور سوء مشوره مه منه، لومړى قرآن ولوله، كله چي له قرآن فارغ شوې او ښه دي زده كړ بيا حديث ولوله اوبيا فقه او نور علوم، دا به له تا سره مرسته وكړي چي د قرآن په رڼا كي صحيح روايت له ضعيف او سمه فقهي رأيه له ناسمي وپېژنې، كه نه نو د داسي متعارضو رواياتو او ناسمو فقهي آراوو په چكر كي به ولوېږي چي وتل به درته گران شي. زه دا مشوره له ځانه نه دركوم، دا هغه كار دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم كړى، د هغه لومړى پيغام او لومړى درس خپل هر مخاطب ته او هر دوست او دښمن ته قرآن وو، پر قرآن ئې تركيز دومره وو چي صحابه وو ته د مبارزې د پيل په لومړيو كلونو كي مي له يوه مفتي صاحب پوښتنه وكړه: آيا زه كولى شم د قرآن تفسير ولولم؟ د هغه ځواب توند او تېز وو او راته وئې ويل: نه؛ د قرآن په تفسير يوازي رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه پوهېدل!! زما او ستا ئې له تفسير سره څه!! فقهاوو د قرآن ټول ضروري مسائل د فقهي په كتابونو كي بيان كړي، همدا موږ ته كفايت كوي!! ورته ومي ويل: نو مفسرينو ولي دومره ډېر تفسيرونه ليكلي، په هري پېړۍ كي په سلگونو تفسيرونه؟! فقهي مسائل خو ډېر محدود دي، كه ډېر ئې وگڼو نو په لسو كي يو آيت د فقهي مسائلو اړوند دئ له نورو آيتونو سره به څه كوو، آيا مكلف نه يو چي په هغوى پوه شو، آيا په هغوى كي داسي ضروري لارښووني نشته چي د مسلمان د ژوند په نورو مهمو برخو پوري تړلي وي، او ورته وايي: څه به كوې او څه نه، په كومي لاري به درومې او په كومي نه، له چا سره به دوستي كوې او له چا سره دښمني؟ دا په قرآن كي د موسى عليه السلام او فرعون، د ابراهيم عليه السلام او نمرود، او د نورو پيغمبرانو عليهم السلام د مبارزاتو يادونه د څه لپاره شوې او په هغوى كي موږ ته څه پيغام پروت دئ؟ هغه مخكنى ځواب تكرار كړ!! ما هم له هغه سره د مزيد خبرو ضرورت منتفي وگڼلو او ترې ولاړم، له ځان سره مي وويل: آيا دا په رښتيا مفتي دئ؟ آيا د ده خبره د منلو وړ ده؟ آيا يوازي په فقهي مسائلو اكتفا كولى شو؟ آيا صحيح ده چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه وو پرته هيڅوك په قرآن نشي پوهېدى؟ آيا الله تعالى به داسي كتاب رالېږلى وي چي دومره پېچلى دئ او په مطلب ئې پوهېدا دومره گرانه؟ آيا دا د الهي حكمت خلاف تصور او انگېرنه نه ده؟ په دې لټه كي شوم چي د دې پوښتنو ځواب ومومم، الله تعالى د خپل فضل دړه زما پر مخ پرانيسته او ما د خپلو ټولو پوښتنو ځواب په دې توگه وموندو:• دا خواركى مفتي صاحب نه په قرآن پوهېدو، نه په حديث او نه په فقه، لا چړي وو چي مدرسه ئې پرېښې، هيڅ مدرس عالم په خپلي خوا كي نه وو قبول كړى، هسي د يوه جومات امامت ورپه برخه شوى وو او پر ځان ئې د مفتي نوم ايښى وو، زموږ په هېواد كي دا لوى لوى او هيبتناك القاب ډېر وړيا او آسانه نرلاسه كېږي، داسي مفتيان ډېر دي چي د خلاصه كيداني په اړه هم وايي: خلاصه كيداني، هم فارسي هم افغاني، هر چه بخواني نه داني نه داني!! قرآن خو پرېږده چي هغه په خلاصه كيداني هم نه پوهېږي!! دغسي تش په نامه مفتيان د قرآن په اړه دا ظالمانه او دروغجن قضاوت كوي او هغه يو پېچلى، مبهم، غامض او د انسان له فهم او پوهي لوړ كتاب بولي.• هيڅ حقيقي عالم به د الله تعالى د دې مبين او آسان كتاب په اړه د داسي څه ويلو جسارت ونه كړي چي د قرآن په اړه يو كركجن او ظالمانه تور او په خپله د قرآن د وينا خلاف وي، په قرآن كي په وار وار ويل شوي چي دا مبين كتاب دئ، تلك آيات الكتاب المبين، مبين يعني ښكاره، څرگند، واضح، مبين يعني د ټولو حقائقو څرگندوونكى، بيانوونكى او واضح كوونكى، قرآن څلور ځلي وايي چي: وَ لَقَدْ يَسرْنَا الْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ: او يقيناً چي قرآن مو د ذكر لپاره آسان كړى آيا كوم پند اخيستونكى شته؟ دا آيت په قرآن كي څلور ځلي په تكرار سره راغلى او دا په داسي حال كي چي په قرآن كي د اودس اړوند آيت يوازي يو ځل راغلى!! له دې معلومېږي چي څوك د قرآن په اړه وايي چي په قرآن پوهېدا گران كار دئ څومره ستر جرم كوي او د الله تعالى د مكرري وينا خلاف غلط او ظالمانه قضاوت كوي. په دې پوه شئ چي څوك د قرآن په اړه داسي قضاوت كوي او هغه يو مبهم او د خلكو له سويې لوړ كتاب معرفي كوي هغه يو جاهل، ناپوه، د قرآن له حقيقته بې خبره او په غرض او مرض اخته انسان دئ، مه د عالم په سترگه ورته گورئ او مه ئې خبره د اعتناء وړ گڼئ. دوى تر څرگند دښمن هم د قرآن ستر دښمنان دي، خلك د قرآن له ويلو منعه كوي. • دا همغه كار دئ چي د يهودو او نصاراوو دين پلورونكو مذهبي مشرانو له تورات او انجيل سره وكړ، هغوى هم د الله تعالى كتاب شا ته وغورځاوو او خلكو ته ئې وويل: د الله په كتاب پوهېدل گران دي، تاسو نشئ كولى د هغه په معنى او حقيقت پوه شئ، موږ ئې خلاصه درته وايو، په همدې اكتفاء وكړئ، او دوى به هغه قصې ورته كولې چي له شيطانانو به ئې زده كړې وې او پيغمبرانو ته به ئې منسوبولې: وَ لَمَّا جَاءَهُمْ رَسولٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَب كتَاب اللَّهِ وَرَاءَ ظهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ* وَ اتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشيَطِينُ عَلى مُلْكِ سلَيْمَنَ... البقره: 101-102: او كله چي د الله له لوري كوم داسي پيغمبر ورته راغلى چي له دوى سره د شته (كتاب) تصديقوونكى وو، نو د اهل كتابو يوې ډلي د الله كتاب داسي شا ته وغورځاوو لكه (په هيڅ) چي نه پوهېدل. او د هغه څه متابعت ئې پيل كړ چي شيطانانو به د سليمان عليه السلام د پاچاهۍ په نامه (ورته) لوستل!! دا دئ گورئ چي له مخكنيو الهي كتابونو سره همدا كار شوى او له قرآن سره همدا كار كېږي. • الله تعالى د دغو دواړو ډلو د غلطي وينا او ناسم قضاوت د ترديد لپاره قرآن پر داسي پيغمبر راولېږو چي امي وو او په ليك لوست نه پوهېدو، او دى ئې په داسي قوم كي مبعوث كړ چي امي ول او په ليك لوست نه پوهېدل، هم دغه امي پيغمبر دا قرآن درك كړ او په مقصد ئې پوه شو او هم دغه امي قوم، نه يوازې پرې پوه شول، ايمان ئې راوړ، عمل ئې پرې وكړ، د خپل فردي او اجتماعي ژوند په ټولو برخو كي ئې حاكم كړ بلكي د نړۍ گوټ گوټ ته ئې ورساوو او هر يو ئې د قرآن حامل، معلم او مدرس او د قرآن د پلي كولو د لاري مجاهد شو. • څوك چي وايي په قرآن د پوهېدا لپاره بايد څوارلس علوم زده كړو!! دروغ وايي او دا خبره له خپلي گېډي راباسي، نه رسول الله صلى الله عليه وسلم دغه څوارلس علوم ويلي وو او نه صحابه وو، نه په قرآن كي دا خبره راغلې او نه رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه وو ته ويلي چي لومړى دغه څوارلس علوم زده كړئ بيا راشئ چي زه قرآن دروښيم، رسول الله صلى الله عليه وسلم د صهيب رومي، بلال حبشي، سلمان فارسي او ابوذر غفاري په څېر صحابه وو ته هم نه دي ويلي چي لومړى عربي ليك او لوست زده كړئ بيا قرآن ولولئ. • څوك چي وايي قرآن دومره پېچلى، مجمل او گران كتاب دئ چي د نړۍ هيڅ كتاب دومره پېچلى نه دئ، گواكي د قرآن د دې خبري چي وايي: كه جن او انس راغونډ شي داسي كتاب نشي وړاندي كولى؛ معنى همدا ده چي دا كتاب پېچلى دئ؛ دا كس يا دروغجن دئ او د الله تعالى د كتاب په اړه دروغ وايي، يا د قرآن د دغي وينا په معنى نه دئ پوه شوى، د قرآن د دغي وينا معنى دا ده چي هيڅوك د قرآن په څېر واضح، څرگند، عام فهم، سليس، د اسرارو واضح كوونكى، جامع، لارښود، معياري، اغېزناك، او خوندوركتاب نشي وړاندي كولى، په يوه كتاب كي ابهام، اغماض، پېچلتوب، عدم وضاحت او د مخاطب له سويې لوړ والى؛ ستر عيب دئ او د حكيم رب كتاب له دې عيبه منزه دئ، څوك چي قرآن ته ابهام او اغماض منسوبوي پر الله تعالى او د هغه پر مبين كتاب ستر تور لگوي. حقيقت دا دئ چي د نړۍ هيڅ مذهبي او غير مذهبي كتاب د قرآن په څېر واضح او آسان نه دئ؟ • څوك چي وايي: د قرآن د كوم آيت په اړه به يوازي هغه څه وايو چي په رواياتو كي راغلي، له دې پرته نه د څه ويلو حق لرو، نه د كومي انتباه اخيستو او نه د بل تعبير او تفسير، او داسي تعبير او تفسير ته د تفسير بالرأى نوم وركوي او هغه حرام گڼي!! دا خبره له ځانه كوي، هيڅ عقلي او نقلي بنسټ او دليل ورته نه لري، دا جناب نه له قرآن خبر دئ او نه د رواياتو له كتابونو، نه پوهېږي چي په رواياتو كي د څو محدود شمېر آيتونو تفسير راغلى او په همدغو لږو مواردو كي به هم نه يوازي د يوه آيت د تفسير په اړه گڼ شمېر متعارض او متضاد روايات ستاسو مخي ته راشي بلكي د يوه آيت په اړه به يوه صحابي ته دوه او درې متعارض اقوال منسوب شوي ومومئ، د قرآن په تفسير كي چي كومه ستره ستونزه رامنځته شوې نو له دغو متعارضو او متضادو رواياتو راولاړه شوې، دغه متعارض روايات د دې باعث شوي چي ځيني ووايي: په قرآن پوهېدا گرانه ده، ځكه چي دا دئ گورو قرآن يو څه وايي، روايت بل څه، د يوه آيت په اړه يو روايت يو څه وايي او بل روايت بل څه!! دا ستونزه د قرآن له بېلو بېلو آيتونو نه ده راولاړه شوې، له هغو رواياتو راولاړه شوې چي يا له قرآن سره تعارض لري او يا په خپلو منځونو كي، څوك چي قرآن ته د وروستي ملاك او معيار په سترگه گوري هغه ته ډېره آسانه ده چي صحيح روايت له كمزوري، ضعيف او جعلي تفكيك كړى، هر روايت چي له قرآن سره اړخ نه لگوي، په قرآن كي كوم شاهد ورته نه مومو او د قرآن له كوم آيت سره تعارض ولري هغه روايت نه صحيح دئ، نه د منلو او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د منسوبولو وړ، آيا زموږ ايمان او عقل دا خبره مني چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به داسي خبره كړې وي چي له قرآن سره تعارض لري؟!! څنگه ومنو چي قرآن او صحيح حديث به په خپلو كي تعارض لري؟!! زموږ ايمان او عقل وايي: هغه روايت قطعاً نشي صحيح كېدى چي د قرآن خلاف خبره كوي. د قرآن په حقيقت د پوهېدا په ارتباط د هغو خلكو سورلۍ په خټو كي نښلي، د وړاندي تلو توان له لاسه وركوي او له ستونزي د وتلو سعادت ئې نه په برخه كېږي چي قرآن د وروستي معيار او ملاك په توگه نه مني او ضعيفو او غريبو رواياتو ته د قرآن پر څرگندو آيتونو ترجيح وركوي. د هغوى مثال هغه شنواري ته ورته دئ چي چا ترې وپوښتل: خداى ستر دئ كه دربابا؟ له څه درنگ او ځنډ وروسته ئې وويل: خلاى (خداى) دي داسي حيران كړه لكه چي زه دي حيران كړم، كه ووايم خلاى ستر دئ دربابا خفه كېږي او كه ووايم در بابا ستر دئ نو خلاى ناراضه كېږي!! دوى هم چي د آيت او روايت ترمنځ له جدي او ژور تعارض حتى تضاد سره مخامخ شي او وپوښتل شي: كوم يو صحيح وگڼو؟ نو د هغه شنواري په څېر حيران شي!! دوى ته وايو: خداى دي كور وران كړه، څنگه د الله تعالى د كتاب په وړاندي يوه ضعيف او غريب روايت ته اعتبار او ارزښت وركوې؟!! هغوى په دې نه پوهېږي چي تفسير بالرأى څه دئ، كوم تفسير بالرأى حرام دئ؟ تفسير بالرأى دا نه دئ چي څوك د قرآن له كوم آيت كومه انتباه واخلي، يا د كوم آيت په اړه خپله رأيه وړاندي كړي، يا د څو مفسرينو د آراوو له منځه يوه غوره وگڼي، كه دې ته څوك تفسير بالرأى ووايي نو بيا خو ټولو مفسرينو همدا كار كړى او هر يوه د قرآن د آيتونو په اړه خپله خپله رأيه وړاندي كړې؟ آيا دوى حرام كار كړى؟ كه داسي تفسير ناجائز وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به له صحابه وو داسي پوښتنه نه كوله چي په قرآن كي مؤمن له يوې وني سره تشبيه شوى هغه كومه ونه ده؟ عمر ﷻ به له صحابه وو همداسي پوښتنه نه كوله، هغه د جليل القدره صحابه وو په يوې غونډي كي د النصر سورې په اړه پوښتنه وكړه، هر چا خپله خپله رأيه وركړه، عبد الله بن عباس ﷶ هم چي لا ځوانكى وو خپله رأيه وړاندي كړه او عمر ﷻ وويل چي زما انتباه هم د ده په څېر وه. كه دا كار جائز نه وى نو دا پوښتني به نه كېدې!! مفسرينو به د قرآن د آيتونو په اړه خپل خپل آراء نه وړاندي كول، الله تعالى به نه فرمايل چي په دې قرآن عقلمن او اولوالالباب پوهېږي، د دې پر ځاى به ئې ويلي وو چي پر قرآن يوازي هغه څوك پوهېږي چي روايات خپلي مخي ته كېږدي!! دغو درنو مفسرينو د دغو آراوو په وړاندي كولو سره نه يوازي كومه گناه نه ده كړې بلكي طمع مو دا ده چي الله تعالى به دوى ته د صحيح تفسير په صورت كي دوه او د اشتباه په صورت كي يو اجر وركوي. تفسير بالرأى دې ته وايي چي څوك له ځان سره كومه خاصه رأيه ولري او بيا د دغي رأيي لپاره په تكلف سره د قرآن كوم آيت تأويل او تحريف كړي، داسي لكه چي څوك يو غريب روايت واوري يا د مذهبي تعصب له مخي كومه رأيه قبوله كړي او بيا د قرآن كوم آيت د خپل ظاهري او څرگند مفهوم په خلاف د همدې غريب روايت او همدې مذهبي رأيي په تأييد كي تحريف كړي، د دې پر ځاى چي آيت معيار وگڼي او روايات د هغه په تله وتلي برعكس همدا كمزوري روايات معيار گڼي او د قرآن آيتونه د هغوى په تأييد كي تحريفوي!! د دې پروا هم نه كوي چي وينا ئې د قرآن خلاف ده، • څوك چي خلك د قرآن له لوستلو، د قرآن په مطلب له پوهېدو، د تفسير له لوستلو او د قرآن له تفسيرولو منع كوي، د قرآن پر ځاى د خلكو پام بل لوري ته اړوي، د بل څه ويل او لوستل تر قرآن مهم گڼي، كه په هر نامه او هره بهانه وي، دا د دين په جامه كي د دين لوى دښمن دئ. • څوك چي وايي: تر هغه قرآن مه لوله چي صرف او نحو دي نه وي لوستلي او د تجويد په احكامو نه ئې پوه شوى، تر هغه د قرآن تفسير مه لوله، د قرآن پر كوم آيت استناد مه كوه، بل ته ئې مه ژباړه او د مطلب په اړه ئې څه مه وايه چي څوارلس علوم دي نه وي لوستلي، دا خلك يقيناً چي له قرآن او له خداى پالو قرآن لوستونكو سره جفا كوي، خلك د الله تعالى په كتاب له پوهېدو منع كوي، انسان هغه مهال په يوه كتاب پوهېدى شي چي هغه ولولي، هغه وژباړي، هغه تفسير كړي، كه څه هم په لومړيو كي اشتباه وكړي، يو ډرېور هغه مهال د موټر په چلولو پوهېدى شي چي د اشترنگ تر شا كښېني، يو ځل، دوه ځلي او لس ځلي خطأ او اشتباه ئې د موټر له چلولو او ښه زده كولو منع نه كړي، استاد ئې تشويق كړي او ورته ووايي: ماشاء الله ته ډېر تكړه يې، دا اشتباهات عادي دي، ژر به له تا تكړه ډرېور جوړ شي، همدا به څو كاله وروسته يو متخصص او ماهر ډرېور وي. دغه طبيعي او فطري حقيقت ته په پام سره ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: څوك چي د قرآن په لوستلو كي ماهر وي د درنو ليكونكو فرشتو له ډلي به گڼل كېږي او څوك چي هغه په داسي حال كي لولي چي متردد وي او لوستل ئې ورته گران وي د هغه به دوه اجرونه وي. عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الْمَاهِرُ بِالْقُرْآنِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ وَالَّذِى يَقْرَؤُهُ يَتَتَعْتَعُ فِيهِ وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ لَهُ أَجْرَانِ اثْنَانِ ». ابن ماجه، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الَّذِى يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَهُوَ مَاهِرٌ بِهِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ وَالَّذِى يَقْرَؤُهُ وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ لَهُ أَجْرَانِ ». مسند احمدهمدا راز فرمايي: كله چي كوم قاضي او حاكم د قرآن له مخي د يوې قضيې په اړه حكم كوي، خپل زيار باسي چي د قرآن د لارښوونو مطابق حكم وكړي، كه ئې صحيح فيصله وكړه دوه اجرونه (او په بل روايت كي لس اجرونه) به ئې په برخه كېږي او كه خطا شو يو اجر. وَعَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : \" إذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ فَإِذَا حَكَمَ وَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ \"عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « إِذَا قَضَى الْقَاضِى فَاجْتَهَدَ فَأَصَابَ كَانَتْ لَهُ عَشْرَةُ أُجُورٍ وَإِذَا قَضَى فَاجْتَهَدَ فَأَخْطَأَ كَانَ لَهُ أَجْرَانِ ». الدار قطنيرسول الله صلى الله عليه وسلم په جومات كي يوه ډله وليده چي د قرآن په لوستلو او يوه بل ته ښودلو لگيا ول، ځينو ئې قرآن په زحمت سره لوستلى شو، رسول الله صلى الله عليه وسلم نه يوازي هغوى تشويق كړل بلكي وئې فرمايل: داسي خلك به راپيدا شي چي قرآن به په ډېر تكلف او قلقلې سره لولي خو له ستوني به ئې لاندي نه تېرېږي او د دوى زړه ته به لار نه مومي!! • كه څوك تاسو ته وايي: لومړى نور علوم زده كړه بيا قرآن ولوله، لومړى حديث او فقه ولوله بيا قرآن، زه تاسو ته وايم چي د دې غلط او ناپوه مشاور سوء مشوره مه منه، لومړى قرآن ولوله، كله چي له قرآن فارغ شوې او ښه دي زده كړ بيا حديث ولوله اوبيا فقه او نور علوم، دا به له تا سره مرسته وكړي چي د قرآن په رڼا كي صحيح روايت له ضعيف او سمه فقهي رأيه له ناسمي وپېژنې، كه نه نو د داسي متعارضو رواياتو او ناسمو فقهي آراوو په چكر كي به ولوېږي چي وتل به درته گران شي. زه دا مشوره له ځانه نه دركوم، دا هغه كار دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم كړى، د هغه لومړى پيغام او لومړى درس خپل هر مخاطب ته او هر دوست او دښمن ته قرآن وو، پر قرآن ئې تركيز دومره وو چي صحابه وو ته ئې ويل: زما حديثونه مه ليكئ، چا چي ليكلي هغه دي له منځه يوسي!! يو روايت داسي دئ چي د خپل عمر په وروستيو كلونو كي ئې د حديث د ليكلو اجازه وركړه!! ما ته ووايئ: د دې خبري معنى څه ده؟! آيا معنى ئې دا نه ده چي قرآن ته به پر بل هر څه ترجيح او لومړيتوب وركوو؟!!
وروستي