یو د کار سړی، چې بې وخته او بې مخه ښې ولاړ!

(احمدي؛ د سوژو او چوکاټونو پر تنوع برلاسی لیکوال)
 
داستان د انسان د ژوند همزولی دی؛ د ادم او حوا کیسه لا هم د هر ادم او هرې حوا په ژوند کې په یو نا یو ډول ځان څرګند ساتلی. توپیر یوازې دا دی، چې کیسه له شفاهي پړاوه لیکني پړاو او راوروسته د کیسه لیکوالو او ویونکو په لاس جوړو چوکاټونو ته ننوتې.
 
د دې پړاو پیل لا جالب دی، دون کیشوت نومي داستان، چې د اروپا کلاسیکو ادبیاتو کې د بنسټ حیثیت لري، کره کتونکي یې د لومړني عصري (ماډرن) او بهترین رومان په توګه یادوي، له همدې امله یې لیکوال (میګل دسروانتس) ته د نبوغ شهزاده لقب هم ورکړل شوی دی. 
 
دا داستان، چې د اوولسمې میلادي پېړۍ په سر کې خپور شوی، لویه ځانګړنه یې دا وه، چې ټولې جغرافیايي، نژادي، کلتوري او ټولنیزې پولې یې ماتې کړې وې او د ډېرو ملتونو د خوښې او علاقې وړ ګرځیدلی و. 
 
ځکه خو د اوولسمې پیړۍ له پیله تر اوسه د نړۍ له دېرشو ډېرو ژبو له زرو ځلونو زیات چاپ کړی دی. 
دغه اثر یوازې روسیه کې له ۱۹۱۷ کال راهیسې څوارلسو ژبو ته ژباړل شوی او پنځوس ځلې چاپ شوی، چې هر وار یې تیراژ له نهو سوو زرو نه کم نه و. (۱)
 
دون کیشوت چې دا مهال د خپل عمر پېنځمه پېړۍ پیل کړې، لا یې هم مینه وال شته او راوروسته څو پېړیو کې خو زرګونه نور داسې اثار هم خپاره شوي او خپرېږي چې انساني ټولنې یې پر ځان راټولې کړې دي. 
 
پوښتنه دا ده، چې انسان ولې په داسې یو سرګردانه او یو وزري حالت کې، چې خپلې ځینې چارې روبوټونو ته سپاري، بیا هم داستان لولي، مینه ورسره لري او پر ځان یې اغېز هم قبلوي؟
 
د دې پوښتنې ساده ځواب دا دی، چې که انسان په جسمي توګه هر څومره اوزار او آن وزرې هم ولري، روح به یې بیا هم له طبیعت سره خپله اړیکه ارزښتمنه ګڼي او اړ دی، چې وخت په وخت دې اړیکې ته راوګرځي. 
 
انسان سره له ډېرو بوختیاوو هم د معلوماتو د کنجکاوۍ عادت نه پرېږدي او هڅه کوي، چې په تېر، اوس او راتلونکي کې یې معلومات تر نورو ډېر وي.
 
د زمان په دې درې ګوټیزه دایره کې له معلوماتو سره د انسان د درک قوه ډېره مهمه ده.
نو، موږ چې څومره ډېر ناولونه ولولو، هغومره کولی شو، چې د هغو خلکو په اړه لا ډېر وپوهېږو او لا ډېر یې درک کړو، چې موږ د ټولنیز ژوند په چوکاټ کې په بېلا بېلو بڼو ورسره تړلي یو، یا اړیکه ورسره لرو.
 
موږ غواړو پوه شو، چې زموږ  شاوخوا څه تیریږي؟ موجوده انساني فضا څه ډول روانه ده؟ او زموږ شاوخوا خلک څه فکر کوي؟
 
ناول لوستل موږ ته ځینې وخت په کیسه کې واقعیت او ځینې وخت په واقعیت (ریښتینې نړۍ کې) کیسه وړاندې کوي او د دې ارزښت په پوهیدو کې مو مرسته کوي، چې څه ډول هیلې او خوبونه په واقعیتونو او یا واقعیتونه په هیلو او خوبونو بدلیږي. 
 
ناول لوستل تشه ساعتیري نه ده، دا په تدریجي ډول په شخصیت، اخلاقو او حتی د ژوند په طرز کې بدلون راولي. د ښهٔ ناول یو اصل دا دی چې ښهٔ کرکټرونه یې په تدریجي توګه بریالیتوب ته رسي؛ د همدې اصل پر اساس لوستونکي متاثره کوي، هغوی د بدلون په اړه فکر کوي؛ ځینې وخت خپل منفي نظرونه هم بدلوي او په پای کې ډاډهٔ  شي چې بدلون ممکن دی. 
 
د انسان پر مغز د ناول اغېزې بیخي ښکاره دي، کله چې یوه کیسه لولئ، پوهېږئ، چې د کیسې له کرکټرونو متاثره یئ؛ له کیسې وروسته مو هم  ذهن ته د کیسې اتلان راځي، آن ځینې وخت یې د کړو وړو تقلید کوئ. چا چې یو ناول هم لوستی وي، په دې اغېز پوهیدلی شي.
 
پر انسان د داستان د تاثیراتو په اړه کتابونه خبرې کیدی شي؛ خو د وخت او موضوع د تنګون له امله به دا برخه همدومره کافي وي؛ نورې خبرې به د خپلې ټولنې او او د دې ټولنې د یو حقدار داستان لیکوال په اړه وکړو. 
 
زموږ پر ټولنه د ارواښاد احمدي د ناولونو اغېزې: 
هسې خو ژوند ټول داستان دی، خو دا داستان دومره پېچلی او نه اټکلیدونکی طرحه شوی، چې له درکه  یې د انسان نیمګړي حواس عاجز دي؛ ځکه خو په زرګونو، لکونو او ځینې وخت میلیونونو انسانانو کې داسې یو څوک پیدا کېږي، چې د ژوند دې لوی داستان ته تم شي او ځینې خواوې یې بېرته په داسې توګه وړاندې کړي، چې د درک او غور وړ وي. 
 
احمدي صیب زموږ د ټولنې همداسې یو لیکوال و؛ دی په میلیونونو کې یو و، چې د دې ټولنې پر نبض یې د قلم څوکه ایښې وه او هغه رنځونه یې بیانول، چې ټولنې ته د پېړیو پېړیو ناخوالو له امله ورپېښ وو. له همدې امله د احمدي صیب نوم د پښتو ادب د دې عصر له داستان (ناول) سره نه بیلېدونکې یا د نوک او ورۍ اړیکه لري. 
 
ما پښتو کې چاپ زیاتره ناولونه لوستي او ډېره برخه مې یې په غږیزه بڼه ثبت کړي هم دي؛ دې برخه کې د احمدي صیب تقریباً ټول ناولونه راځي، خو د احمدي صیب د ناول ځانګړنې مې په نورو کې کمې موندلې دي. 
 
د احمدي صیب د داستانونو لومړۍځانګړنه دا ده، چې د سوژې خټه یې له نږه پښتني خاورې او اوبو جوړه ده. که څوک د پښتني ټولنې واقعي انځور لیدل غواړي، د احمدي صیب داستانونه یې غوره تابلوګانې دي. 
 
د نثر د روانۍ او خوږوالي لپاره موږ د هنري نثر، انځوریز نثر، د اوبو غوندې نثر، د ښېښې غوندې نثر اصطلاحات لرو؛ خو زه د احمدي صیب نثر "ویډیويي نثر" ګڼم، ځکه کله چې موږ نوموړی لولو، په الفاظو کې یې متحرک تصویرونه وینو. 
 
نورې به هم وي، خو د ټولو په سر کې یادو دوو ځانګړنو، پر ټولنه د احمدي صیب د ناولونو اغېز ډېر کړی، آن تر دې چې د دوی د ژوند لوری او ارادې یې بدلې کړې دي. 
 
زما یادېږي، چې کله د نوموړي "اغزن سیم" ناول چاپ او ما له راډیو ولوست، یوازې خوست کې له لسو ډېرو ځوانانو راته وویل، چې اروپا ته د تلو نیت او اراده یې د همدې ناول په اوریدو بدل شول. دې ناول کې د اروپا د قاچاقي لارو د سختیو کیسې بیان شوې وې. 
 
د "جوجو" په اړه مې د هر عمر له خلکو غبرګون اوریدلی، دا ناول زموږ پر ټولنیزو ناخوالو راڅرخي. 
 
او د بغدادي پیر پر خاطراتو خو مې تازه یوه خاطره دې وروستیو کې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په زلزله ځپلې سیمه (ږلۍ دره کې) ورزیاته شوه.
 
د کلي یو ځوان د وران شوي جومات ترڅنګ راته ویل، چې دې جومات کې د ورغلي پیر یو مرید د ژوند پور پرې کړ او له دې خبرې سره یې په کنایي موسکا زما په غږ د بغدادي پیر د اوریدو  خبره هم راوسپړله.
 
له احمدي صیب سره زما خپلې خاطرې هم ډېرې دي؛ زه د احمدي صیب په هغو نیکمرغو لوستونکو کې وم، چې له چاپ او ډېر کله له لیکلو وړاندې به یې د ناول سوژه او چوکاټ راسره شریکاوه. 
 
د هر ناول له خپریدو وروسته به یې رانه پوښتل، چې ناول کې د (خو) ټکي څه وو؛ دی ډېر عجیبه و، زما د ستاینې په ټکو به خاموش و، خو چې کومه وړه خو به مې وویله، بیا به یې راباندې تکراروله. 
 
د جوجو له چاپ وروسته مې ورته وویل، چې زما ذهن کې هم ورته یوه خاکه ګرځېده، خو دې ناول مې هغه تنده خړوبه کړه؛ ده په ټینګار راته وویل، چې ویې لیکم، خو ما وویل، چې نه اوس نه کېږي؛ د خپلې خاکې لږ برخه مې ورته وویله او وروسته مې په (اخ وطنه) کې هغې ته ورته او لا ډېر څه وموندل.
 
له دې سره ما وموندل، چې احمدي صیب یو اختراعي او له نوښته ډک ذهن هم درلود، داسې چې د چا له ډېرې وړې اشارې یې یو لوی شاهکار سازولی شوو.
 
لنډه دا چې احمدي صیب د ټولنې پر نبض پوه او برلاسی لیکوال و. 
د ده د ناولونو ښه ځانګړنه دا هم وه، چې د ټولنیزو ناخوالو پر ډېرو جزوي برخو یې تمرکز کاوه؛ په کورنیو ستونزو کې یې د بې ژبې ښځو او معصومو ماشومانو رولونو د ټولنې د هغو ترخو واقعيتونو تصویرونه وړاندې کول، چې د ټولنې د حاکمې طبقې رویو او چلندونو پټ کړي دي. 
 
پر دې ټولو سربېره احمدي صیب یو خوږ، مینه ناک او ملګری انسان هم و. 
 
اروا یې ښاده او برکت یې پر پاتې خواخوږو!