خدای چې ویش د ځمکې وکړ
تول یې سمه غره کې وکړ
ژوند موسکی شو زه یې هست کړم
په خپل ډیر رحم یې مست کړم
لږ نیمګړی ورښکاره شوم
طبعه خړی ورښکاره شوم
نو یې ته له ما پیدا کړې
زه ادم ته یې حوا کړې
نیم یې ته کړې نیم یې زه کړم
ته یې روح کړې زه یې زړه کړم
موږ له یو وجود پیدا یو
دا به یو چې څومره پایو
ته له ما بیلیدای نه شې
ته له ساه بیلیدای نه شې
زه له تا بیلیدای نه شم
زه له ما بیلیدای نه شم
موږ په لوړ یو، که په ځوړ یو
دواړه یو او بل ته اړ یو
نوراجان بهیر
وروستي