د خیریه بنسټونو مرستې، چې زیاتره یې هغو وګړو سره کیږي چې د دولت اقتصادي برنامو احاطې نه بهر وي او یا طبیعي آفتونو لکه سېلابونو، زلزلو څخه عمیقاً شدیداً زیانمن شوي وي مرسته کوي.
دا فعالیتونه په اکثرو هیوادونو کې دود دي اْن د بعضو هیوادونو په GDP کې د پام وړ ونډه لري او یو څه اندازه اشتغال یې هم پیدا کړی، لنډ مهال اغیزې یې له اوږد مهاله اغیزو جوَته او د لمس وړ دي، که فقر او بیکاري له منځه وېنسي شدت یې کمولی شي، بعضو اقتصاد پوهانو خیریه بنسټونه د دولت او خصوصي سکټور تر څنګ د اقتصاد درېيمه ستن بللي ده چې په واسطه یې اقتصادي وده راتلی شي.
آیا زمونږ په هیواد کې دغو بې شمېره خیریه بنسټونو رسمي او غیر رسمي فعالیتونو سره سره په ملي اقتصاد اغیز کړې؟
سره د دې چې د فعالیتونو د حجم په اړه یې افغانستان کې دقیق معلومات نشته اما د ښوونځیو، کلینکونو، د پاکو اوبو څاګانو جوړول او نورې موسمي مرستې یې واضحاً په ملي اقتصاد تاثیر لري.
خیریه بنسټونه د دولت په څنګ کې د یو شریک او ملګري په توګه د فقر، ټولنیزه نا انډولتیا، صحت، ښوونه، کې د پام وړ مرسته کولای شي.
متفرقه مرستو ترڅنګ که خیریه بنسټونه په خپل منځي همغږۍ سره وکولای شي اوږد مهاله اقتصادي، ټولنیزې برنامې په کار واچوي اقتصادي خودکفایي ته لار او خپله ونډه به یې ترسره کړي وي.
په اقتصاد کې د سرچینو غوره تخصیص مطلوبه موخه ده نو کله چې منابع خیریه بنسټونو ته ځي باید ښه مدیریت یې وشي تر څو منابع بې ځایه او په کم موثریت سره ونه لګول شي ، دولت باید د خیریه بنسټونو ثبت او له فعالیتونو یې نظارت وکړي تر څو په ملي اقتصاد غوره اغیز وښیندي.
خیریه بنسټونه ټولنیزو زیانونو لکه بیکاري، فقر، بې عدالتي، بیسوادی په مدیریت کې خورا لوی تاثیر لري.
اسلام مبارک دین هم دغو فعالیتونو تقویت لپاره او ټولنیز عدالت تاُمین په موخه خلک تشویق کوي او ځانګړی ميکانیزم لري، د اسلام مبارک دین پیغمبر هم ډیر اخلاقي توصیې لري تر څو مسلمانان لکه صدقه، سخاوت، وقف ته وهڅوي چې دا په ریښتیني ډول او د تاریخ په ثبوت سره ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښه کړی دي.
وروستي