أثر کوونکي عوامل:
په حکومت کې د تصمیم نیولو پروسه د لویو شرکتونو د تصمیم نيولو پروسې په پرتله خورا پیچلې ده. د دې دلیل دا دی چې د دولت دندې د بل هر شرکت په پرتله خورا لویې دي، او په ورته وخت کې باید د ډیرو ښکیلو خواوو سره همغږي ولري چې متنوع اهداف لري.
حتی په (واحد ګوند) حکومتونو کې پریکړه کول، چې اکثریت ډلې نشي کولی په اسانۍ سره د اقلیتونو ګټې له پامه وغورځوي. د (بعضو قضیو استثنا سره)، په حکومتونو کې تل مختلف سیاسي ګوندونه شتون لري، چې د دوی حضور حکومتي دستګاه په پریکړو ژوره اغیز لرې او ممکن د دوی ترمینځ سیالي خورا سخته شي. چې له تعصب او منطقه پالنۍ څخه به خالي نه وي ، په حقیقې نړۍ کې دا وضعیت ښه لیدل کیږي.
همدارنګه، بیلابیلې ډلې، سیاستوال او حکومتي چارواکي (Lobby) کوي ترڅو د خپلو ځانګړو پالیسو له لارې په اقتصادي او نورو عامه چارو کې نفوذ زیات کړي، تر څو حکومت ترجیحاتو منلو ته اړ کړي مانا د یوی ډلۍ غوښتنو او اړتیاوو پوره کولو ته په اقتصادي پالیسیو او برنامو کې اولویتوب ورکړي، مثبت اړخ یی بیا دا ده بعضي د چاپیریال اقتصاد پوهان چې د هوا د ککړتیا په مخنیوی کې او د منفې بیروني (neghative externalities) تاثیراتو د مخنیوي په موخه تل مدافعانه دریځ لرې چې د دولت او شرکتونو په اقتصادي پریکړو اغیر پریباسي. د سوداګرۍ اتحادیې هم په ځینو هیوادونو کې په سیاستونو مستقیم اغیزه لري. مګر لوی شرکتونه د نورو په پرتله په سیاستوالو ډیر نفوذ لري. د نړۍ په ځینو هیوادونو کې، لکه متحده ایالات، چیرې چې په (Lobbing) باندې ضعیف قانوني محدودیتونه شتون لري ، د هیواد په پالیسیو باندې د شرکتونو اغیزه خورا زیاته دي. لکه د امریکا سیاسي مفسر جیم هایتور په وینا "شرکتونه نور باید په حکومت کې (Lobby) ونه کړي ، بلکې دوی بیل حکومتونه دي."
کارګري اتحادیي هم د دولت او شرکتونو په پاليسیو او سیاستونو اغیز درلودی شې، کلکه دا عمل او عکس العمل تر اعتصاب او لاریونونو ورسیږي.
د اغیزمن سیاستونه ځانګړتیاوي:
اقتصاد پوهان تل د سیاستنو او پالیسیو د اتخاذ او عملي کولو لپاره د ټولني د کلتوري وضعیت تشخیص، او د حالت مطابق مالي، او اقتصادي سیاستونو د پلې کولو توصیه کوي . همدا لوی دلیل ده چې د پرمختیایي اقتصاد نسخې د هیوادنو لپاره په مشخصو ګټګوریو ویشل کیږي.
د دولت لګښتنونه او د دي لګښتونو منایع چې د مالي سیاست دنده ده، باید ډير معقول او عامه رفاه ته صدَمه ونه رسوي، د متوازني بودیجي سیاست چیرته چې د دولت عواید دومره باید وي چې لګښتونو ته بسنه وکړي، ممکن بعضي هیوادونو کې اغیزمن ثابت شې.
پولي سیاستونه هم د مرکزي بانک د موخو لکه : بشپړ استخدام ، د بیو ثبات، اقتصادي وده او پرمختګ، د تادیاتو بیلانس، د پیسو عرضه د اولویتبندۍ له مخي د هیوادونو ترمنځ توپیر لرې.
مخ پر وده هېوادنو په ځانگړې توگه په افغانستان كې د بيو د ثبات پالیسې ډېره مهمه ده. لكه څنگه چې د افغانستان بانك په قانون كې د بيو ثبات د لومړۍ موخې په توگه او مالي ثبات د دویمې موخې په توگه راغلي، ځكه د پولې نظام ثبات او د مالې نظام وده د افغانستان بانك له مسووليتونو گڼل كېږي.
د سوداګرۍ پالیسي چې د صادراتو او وارداتو او د مبادلاتو حجم ټاکي د هیوادونو او او د نړیوالو سازمانوو لکه GATT تر اغیز لاندې ده ، لکه د آزادي سوداګرۍ څخه ملاتړ د تعرفوي او مقداري محدودیتونو په وړاندي دریځ نیول ، زما له انده دا ډول سیاستونه د پرمختللو هیوادنو لپاره مؤثز تمامیدی شې ځکه هغوی په عصرې تکنالوژی باندي سمبال دي چې د توکو تمام شد قیمت یي ټیټ او په زیاته اندازه تولید یي د رقابت شرایط د ځان په نفعه بدلولی شې. زموږ په څیر هیوادونه کله کله له یادو سازمانونو تخفیف هم ترلاسه کوي اما د کورنې صنعت خودکفایي لپاره بسنه نه کوي ، نو پکار ده چې هغه صنایع چې له بهر سره سیالي نشې کولی حمایت یی وشې.
وروستي