نوى  پارلمان  نوى جنګ

 وروسته له دې چې ددويم ځل لپاره پارلمانې ټاکنې تر سره شوي چې په دغو ټاکنو کې په زياته کچه درغلې وشوي پارلمانې چوکۍ د پيسو په مقابل کې وپلورل شوي او هغه کسانو چې دافغانانو رښتينې استازي توب يې کوه هغوې په دې
ونه توانيدل، چې په خپلو رايو ولسې جرګې ته راشې او په رښتينې توګه د افغانانو استازې توب وکړي تر څو د بې چاروو ،مظلومو افغانانو غږ دولتې چارواکيو ته ورسوي او د دوي ستونزو او مشکلاتو ته د حل لاره ولټوي خو د افغانانو رښتينې استازې د ځنيو خاصو کړيو د سياسې موخو ښکار شول چې معترضو کانديدانو دهيواد په ګوټ ګوټ کې په لاريونونو لاس پوري کړ چې دادې تر نن ورځې پورى د دوي غو ښتنو ته چا د هو ځواب ونه ويل او دغه د افغانانو مصنوعې وکيلان چې د ډالرو په زور پارلمان ته راغلې تر څو خپلو موخو ته د پارلمان له لارې ځانونه ورسوي ولسمشرته يې په وار وار دا ګواښونه وکړل، چې که نوى پارلمان پرا نه نيزې مونږ به نوى پارلمان په خپل سر پرانيزو چې د دوې د دغو وړانديزونو تر شا د ځينو بهرنيو سفارتونو لاس هم وه تر څو نوي وکيلان وهڅوى، چې پرته له افغان ولسمشر نه نوى پارلمان پرانيزې او د ولسمشر او پارلمان تر منځ ستو نزې راولاړي کړي خو ولسمشر مجبور شو چې نوي پارلمان پرانيزي او ورسره جوخت د معترضو کانديدانو لخوا د کلک غبرګون سره مخ شو او ځنيو کانديدانو خو ولسمشر ته ګواښونه وکړل که زمونږ حق د زورواکيو نه وانه اخستل شې مونږ به د دولت سره خپل پريکون اعلان کړو او د دولت په ضد به غرونو ته وخيږو او د اوسنې دولت پر ضد به د مخالفينو سره يو ځاي اوږه په اوږه وجنګيږو تر څو دغه د معاملو او مافيايې قاچاقبرا نو زور او ځواک چې په ناوړه توګه يې د افغانانو په ضد کاروي او د بيچاره ملت په ملک او مال خپل عيشونه کوې او په ناوړه توګه ورنه استفاده کوي ورنه واخلو او دغه فاسد حکومت ته د پاى ټکې کيږدو جنايت کاران د قانون منګولو ته وسپارو تر څو په راتلونکې کې د افغانانو په سر نوشت څوک داسې بازې ونه کړي . اوس پوښنته دلته پيداکيږې او هر افغان د دغو پوښتنې ځواب ته لالهانده دي چې د خپل سوال ځواب ومومې چې دغه نوي پارلمان چې نوى يې په کار پيل کړى او دوي ځانونه دافغانانو رښتينې استازې بولې تر کومه حقيقت لرى او تر کومه به عملې بڼه غوره کړي خو د نوى پارلمان اوسنې حالت د هر افغان په زړه کې دا شک پيداکړى چې دا دويمه اونۍ ده چې نوى پارلمان په دې ونه توانيد چې خپل رييس وټاکې او ديوه رييس په ټاکلو وکيلانو په خپل منځ کې شخړى وکړي چې خبره دته ورسيده چې ديو او بل ګريوان ته لاسونه واچوي
دا چې ديوه رييس په ټاکلو دومره په زياته کچه ستونزې راولاړى شوي په پښتو کې يو متل دي چې وايې دا د پټي سر دي پټې کارته سورور دي دا نوي پيل دي که لږ وخت تير شى او همدا حالت دوام وکړي ډيره لرې نه ده چې چې د ننه په پارلمان کې به جنګې پوستې هم جوړي شي که حالت په همدې شکل دوام وکړې او دا قومې تعصب شتون ولري نو دابه ډيره اسانه کار نه وي چې نوى پارلمان د په نيږدې راتلونکې کې خپل رييس وټاکې چې د دوې دغه کړنې او دغه قومې تعصب به د دې لامل شى چې د دولت او ملت تر منځ به واټن نور هم زيات شى او هيڅ افغان به د دولت په کړنو اعتماد وکړي او دولت به خپل ملاتړ له لاسه ورکړي چې دابه د مخالفينو لپاره يوه ښه لاس ته راوړنه وي او دوي به د افغانانو په منځ کې خپل محبوبيت پيداکړي او ورځ تر بلې به غښتلې کيږې چې د دو ټولو مئسول به زمونږ نوى پارلمان وي چې د ملى ګټو په ځاى شخصې کټو ته کار کوي او په ځاي د دو چې قو مې تعصب دافغانانو له منځه لرى کړي او ټول ملې ګټو ته ژمن وي خو زمونږ نوى پارلمان پاليسې برعکس ده چې د دوي دغه کړنې به ډيري بدې پايلې ولري او کومه لاس ته راوړنې چې افغان دولت په تيرو نهو کلونو کې راوړې داهر څه به په سيند لاهو شې هيواد به د يوه بل ناورين په لورروان شې چې بيا به هيڅ د حل لاره ونه لري .په پاى کې د نوى پارلمان د وکيلانو څخه زما هيله او غوښتنه دا ده چې دغه قومې تعصب او داپښتون ،تاجک ، هزاره ...........داټو ل شاته کړي تر يوه ملى بيرغ لاندي او ديوه افغان تر نامه لاندې د خپل هيواد لپاره کار وکړي او هيچاته ايجازه ورنکړي چې زمونږ په داخلې چارو کې لاس وهنه وکړي او د خپلو شومو اهدافو دلاس ته راوړلو په خاطر زمونږ افغانان په خپلو کې سره وجنګوي .ديوه ښه راتلونکې په هيله