پاکستان د سولی په بدل کې ډیورند غواړې

                                                                                                                              
پاکستان غواړې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي .  
پاکستان په تیرو څوارلسو کلونو کې  په ښکاره د افغان حکومت په وړاندې  د ترهګرو او بیلا بیلو وسلوالو ډلو په نامه جګړه ګرمه ساتلې تر څو افغان حکومت دیته اړ کړي؛ چې غوښتنې  یې و منل شي .
 پاکستان یوځل بیا غواړې د یو شمیر بهرنیو هیواد په ملاتړ د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولی خبرې پیل کړي او څارنه  پرې وکړي تر څو داسې پایله تر لاسه کړي چې  افغان دولت د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژنې او  پاکستان د دغه شوم پلان په عملی کولو کې د انګریزانو پوره ملاتړ لري  .
پاکستان  حکومت د طالبانو ډلې په څو برخو و ویشلې او غواړې چې د ګوتو په شمیر وسلوال د افغان دولت سره د خبرو میز ته کینوي او په  بله ډله  په هیواد کې جګړه ګرمه و ساتې.
په رښتیا به یو شمیر وسلوال  د جګړي نه لاس په سر شي او  افغان دولت سره به  د سولی خبرې پر مخ یوسي؟
 زما په اند هیڅکله نه، که  پاکستان حکومت وسلوال طالبان دیته اړ کړي چې د افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي  نور جګړې ته د پای ټکې کیږ دي بیا خو د ډیورند کرښه د تیر په څیر په لانجه کې پاتې شوه بیا هیڅکله پاکستان نشي کولې چې د افغان  دولت نه  دا غوښتنه وکړي چې ډیورند کرښه په رسمیت وپیژنې  تر څو چې افغان دولت  ډیورند کرښه  په رسمیت ونه پیژنې پاکستان به هیڅکله هم ارام کینه نې  او تل به زمونږ په منځ  کې د نفاق او بدبختیو فصل پالې  په یوه او بل نامه به مو جنګوي
د  دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه هسي خوشي خیال دي، نه به پاکستان ایجازه ورکړي چې وسلوالې ډلې  دیته اړ کړې، چې  د افغان دولت سره روغه جوړه وکړي تر هغه  چې افغان دولت  د ډیورند کرښه په رسمیت  نوی پیژندلئ .
حکومت باید د پاکستان  په شوم پلان  خوش باوره  نشې  او نه د افغان لوړ پوړې چارواکې  خپل وخت هسې بې ځایه  تیر وي  د ملی وحدت  حکومت نږدې دوه کلن شو تر نن ورځې  یې  داسې څه تر سره نکړل چې د افغانانو په  ژوند کې  بدلون  راغلې وي .
همدا اوس وینو چې حکومتې چارواکې مو د پاکستان د کرغیړن پلان تر تاثیر لاندې راغلې او  د کور د ننه ستونزې یې هیرې کړی دي .
د هره ورځې په تیریدو د نویو ستونزو شاهدان یو دولتې  ادارې مو په  دوه برخو ویشل شوي که د اداری مسول کس  اشرف غنې له لورې پیژندل شوي وي د هغه ملاتړ کوي د هغه پالیسې عملی کیږي د بل ټیم لپاره ځای پکې نشته که اجرایوي ریاست لخوا ور وپیژندل شوی وي  یواځې د سپیدار ماڼې ته په تمه وي چې څه راته وایې او څه وکړم  دا ټول هغه څه دي چې مونږ یو ځل بیا د تیر په څیر په شاه روان یو او د یوه لسیزي لاس ته راوړنې مو په سیند لاهو کیږي .
همدا اوس وینو چې د هیواد په هره برخه کې نا امنې، بې پولې ، بې کارې او خپل سریو زور اخستې  ډیرې لوستې ځوانان مو د بې کارې له امله بهرنې هیوادو ته په تیښته دي چې ډیری یې په  سیندونو کې د ماهیانو خوراک شول.
دا ټول هغه څه دې چې زمونږ حکومتې چارواکو ورته شاه کړی یواځې د پاکستان د حکومت د تورو پلانونو تر تاثیر لاندې را غلې او خوشباوره دي چې مونږ به د وسلوالو ډلو سره د سولې په پروسه کې موفق شو خو نه تر څو چې  پاکستان خپل اهداف نوی تر لاسه کړي تر هغه پورې به زمونږ په هیواد کې په یوه او بل نامه جګړه روانه وي  مونږ به پکې سوزیږو .
بل پلو غربیان او پاکستانې  حکومتونه پخپلو کې  دومره خواږه  دي چې امریکا به هیڅکله د پاکستان له خوښې پرته زمونږ په خاوره کې د یو ګیلاس ابو غوړپ ونکړي  د پاکستان د هر پلان تر شاه د غربیانو لاس دي .
دغه ستونزو ته په کتو چې مونږ ور سره مخ یو او هره ورځ  قربانې  ور کوه کله  د اسلام  په  نامه  کله د ترهګر په نامه جنګول کیږو  وژل کیږو .
دا لړۍ څلور لسیزې روانه  ده  په لسګونو زره هیوادوال مو د جګړې قربانې شول په هر کور کې د ویر ټغر پروت دي خو بیا هم د دغه ټولو سره سره مونږ پخپل دښمن باور لرو تمه لرو چې زمونږ د بل شوي اور په مړه کولو کې به را سره مرسته  وکړي د دې  ستونزو تر څنګ مو یو ځل بیا د تیر په څیر تیر باسي په یوه او بل نامه مو جنګوي د ښمن مو پدې توانیدلی چې زمونږ په منځ کې د نفرت بوټې وکري د قوم ، مذهب او سمت په نامه مو یو ځل بیا و جنګوي او د ښمن مو خپلو موخو ته ځان ور سوي .
اوس تیرو کلونو ته په کتو پکار ده چې نور دښمن ته ایجازه ور نکړو چې په یوه  او بل نامه مو وجنګوي په مینه او اخلاص د خپل افغان ورور لاس په لاس کې ونیسو دښمن ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړو او پری نږدو چې نور مو ووژنې او نه دیته په تمه شو چې  پاکستان به مونږ ته سوله را ولې دا یو خوشي خیال دي او هیڅکله به رښتیا نشي