په زور کلي نه کیږي

 
 تیره ورځ مې له  رسنیو نه واوریدل ، چې  وردګو  ولایت  ته  په سلګونو  پاکستانې  طالبان راغلې  او غواړي  په  دغو ولایت  کې ، چې د امریکایې ځواکونو له  وتلو وروسته  نسبې ارا متیا راغلې وه له منځه  یوسي او خلک په  یو او بل نامه وځپې  شکنجه  يې کړی مکتبونه وتړی روغیتایی مرکزونه بند کړي او په کلیوالو خلکو خپله حکمرانې وچلوي  ډیر خواشینې شوم  له ډیر سوچ کولو وروسته مې فکر وکړ چې خپل یوه نږدي ملګري ته زنګ ووهم چې دغه خبره حقیقت لري کنه  ټلیفون  مې راواخیست زړه نا زړه وم ، چې  که دغه خبره رښتیا وي. اخر مې زړه راغونډ کړ د تڼې په کلیک کولو سره مې ټلیفون زنګ تیر کړ په خبرو مو پیل وکړ لومړي مې د دغه خبر په اړه وپوښتل  چې دا رښتیا ده  ویل يې هو د هو په اوریدلو سره  مې  په  زړه  درد راغې خوله مې  وچه  شوه  ومې ویل څه وخت ووایه څه خبره  ده  هرڅه  راته رښتیا  ووایه ملګري  مې  وویل، چې  یوه اونۍ  کیږي، چې  د طالبانو په جامو کې سیمې  ته نوي کسان راغلي، چې  ځنې  يې حتی  په  پښتو ژبه خبري هم نشي کولي  په اوله ورځ  یې پوښتنې کولي، چې بهرنیان چیرته دي  مونږ ته يې وښیې  چې  ورباندي حمله  وکړو خو د دوه دریو  ورځو په  تیریدلو سره د دغو کسانو په وضعیت کې بدلون راغي د خلکو سره ښه چلند نه کوي د شپی د خلکو کورونو ته ورځی په زور د شپی تیرولو لپاره ځای غواړي  په کلیو کې لویان او ګوچنیان دومره هیریدلي دي چې نشي کولي خپل ورځنې ژوند په سمه توګه پرمخ بوځې ماشومان هم ویریږي مکتبونو ته نشي تللي د دغو خبرو په اوریدلو سره مې تلیفون بند کړ د ځان سره په سوچ  کې شوم چې اخر ترکله به  زمونږ ماشومان او لویان په خپلو کورونو کې  شپې په ویښه سبا کوي اي خدایه مونږ خو هم ستا بندګان یو په کومه ګناه د مونږ نیولي  یو، چې خپل او پردي ټول راته بلاوي ګرځیدلې زمونږ سیمه  د وزلوبې  میدان ګرځیدلي هر څوک  راځي  کوښښ  کوي، چې خوسی  د ځان کړي، چې د دغو لوبې قربانې  یواځې افغان ولس ورکوي اخر ترکومه . دوه اونۍ وړاندي له څوتنو ملګرو سره خپلې سیمې ته ولاړم تر څو هغه ځایونه ووینم چې ما د ماشومتوب دوخت لوبې کړي وه د ماشومتوب د وخت  همځولو ووینم د زړه خواله  ورسره وکړم کلي ته ورسیدم هرڅه د پخوا په شان ښکلي شوي وه ونو ،چمنونو یوه ښکلي منظره جوړه کړي وه، چي په لیدو یې نه مړیدم  مرغانو او په خوړونو کې پاکو یخو اوبو  بیا مستې  پیل کړي وه ځوانان  لویان او ماشومان ټول ډیر خوښ ښکاریدل هرچا  خپل ورځنې د ژوند چاره پرمخ وړه  د ټولو په زړونو کې د امید هیله راټوکیدلئ وه ما د یوه چانه پوښتنه وکړه چې  وروسته له ډیره وخته هرڅه بیا راته د پخوا په شان خوښ ښکاري خبره څه ده هغه هم په خندا راته وویل چې کرزي لالا ته د خدای اجر ورکړي چې زمونږ د سیمې نه يې امریکایان وایستل اوس خلک دومره خوشحاله دي چې په جامو کې نه ځایږي.  پخوا چې دلته بهرنیان وه له یوي خوابه هغه راسره بد چلند کولو بیا به چې طالبان راغلل هغو به راسره بد چلند کړ یا به زمونږ د کورونو ،باغونو نه طالبانو ورباندي ډزی وکړي بیا به ورځني تلل بهرنیانو به  زمونږ کلي  په ساعتونو ساعتونو تر اور لاندي نیولي  وه چې له ډیر صبر کولو وروسته یې  یو شمیر کورنۍ د یته اړ شوي، چې خپل کور کلی پریږ دي خو د بهرنیانو په وتلو سره تللي کورنۍ بیا خپلو کورونو ته راغلي  خپل ژوند يې له سره پیل کړ هرڅه راته ډیر خوښکاریدل یوځل بیا زمونږ په کلی که ماشومانو ،ځوانانو د خندا کولو وخت پیدا کړ مرغان مو په ونو کې خوښ ښکاریدل چې شپه او ورځ  يې سندري ویلي نڅاوي یې کولي خو دغه خوښي او خوشحالي  د لږ وخت لپاره وه تیره ورځ چې خبر شوم ملګری مې راته وویل چې کوم خوبونه مو چې لیدلې وه دروغ شول د پخوا په شان  یوځل بیا کورنۍ  په ویر او ډار کې ژوند کوي  ماشومان مو بیا ویریږي مرغان مو په ونو کي نشته مرور شوي سندري نه  وايې  ټول یو له بل نه مرور شوي  په تمه وي، چې کله به  مو  په کورنۍ یا د کورنۍ په کوم غړي دغم ټکه را لویږي  اخر ترکله به  مونږ داسی ژوند کوه له یوي خوا مو ګاونډیان  په قراره نه پریږدي بل پلو مو خپل خلک راته بلاوي شوي غواړي د پرد یو د خوشحالې  او ګټو لپاره خپل افغانان  په یو او بل نامه د مرګ تر کومې ورسوي الله ددغو کسانو ته هدایت وکړي چې دخپلو خلکو ملک لپاره رښتینې واوسی د خپلو هیواد والو سره یو ځای په سوله ارامې کې ژوند وکړي او هغه ګاونډیان چې زمونږ د بربادي پلا نونه جوړوي الله د تباه او برباد کړي په همدي هیله  
                                                                                                خالد احمدي