د روان پوهانو په وینا، د ماشوم په روزنه کې تر ټولو غوره لار مثبته تقویه ده د مثبتو لارو چارو څخه یې یوه لارښوونه ده، ځکه ماشومان روزنې ته اړتیا لري؛ روزنه د پاملرنې تر څنګ په لارښوونه ترسره کېږي. فکر وکړئ اوه کلن ماشوم مو دوکان ته سودا پسې لېږئ؛ خو ستاسو د تمې خلاف سودا راوړي– تاسو یې رټی – بیا ځلې ځي بیا هم ستاسو د تمې خلاف سودا راوړي – دا کار څو څو وارې تکرار شو – بل ځل مو د ماشوم پر سر لاس ږدئ په موسکه لهجه ورته وایاست: « ته اوس زلمی یې دا کور ستا دی – که د ګاونډي زوی خبر شي چې ته سودا ته پام نهکوې هغه به څه وایي؟ نو بچیه سودا ته پام کوه مور/پلار به دې هم خوښ وي نور به هر کله سودا ته راوړې.»
ستاسو په اند کومه لاره غوره ده؟ لومړۍ که دویمه
د روان پوهانو په اند د ماشوم د ښې ودې یو لامل دا دی تر څو دی دې ته واداره کړو چې د خپل چاپیریال په اړه ښه اټکل وکړای شي. دا کړنه هلته تر سره کېدای شي چې مور او پلار تر ډېره ماشوم په مثبتو کړنو ونازوي – ځینې په دې اند دي چې د ماشوم نازول هم ښه نهوي ځکه دوی دې بیت او متل ته تم شوي دي او زموږ د ټولنې غوڅ اکثریت همدا وايي:
نازولی زوی نهاخلي ادب
د سیوری نخل نه نیسي رتب
متل دی: چیرته ډب هلته ادب
موږ باید په ټولنیز ژوند کې یو انټروال ولرو او هر څه باید د هغه پر بنسټ وي؛ دا انټروال په ټولنو او کورنیو کې متفاوت وي؛ خو دا تفاوت به د یو ټاکلي مناسبت پر بنسټ وي، د ماشوم روان پوهنه په دې اند ده چې « ماشوم ته تنبیه هلته ګټمنه وي چې دی د شفاهي ستاینې - فزیکي جوایزو او سزاګانو تر منځ توپیر وکړای شي». یو مور او پلار ماشوم ته توپ د لوبو او ښه پالونکي روحیې په پلمه اخلي – ماشوم سره لوبې او او هغه لوبو ته هڅول د ښه پالنې غوره بېلګه ده؛ خو که هغه په مازې تېروتنې ورټو دا به مو لویه تېر وتنه وي – ځکه د هغه عواطف داسې رنګ اخلي چې ګواکې پلار موږ ته توپ د لوبو او سیالۍ لپاره نهدی اخیستی بلکې د دې لپاره یې اخیستی تر څو موږ بیرون و اوسو او دوی ارام وي او یا یې هم موخه زموږ رټل وه او دې ته ورته نور فکرونه – که د ماشوم رټل په لږه پیمانه هم وي د هغه پر عواطفو اغیز کوي؛ ځکه د ماشوم مغز د سپنج او یا هم د سپینې پاڼې په څېر وي، په چاپيریال کې چې هر څه وي هغه جذبوي – دلته دی چې ماشوم بیا د چغلۍ لپاره په بېلابېلو لارو فکر کوي؛ هڅه کوي چې داسې څه تر سره کړي تر څو مور او پلار ته فریب ورکړي او د رټلو څخه خلاص وي؛ دا کړنې یې سم د عُمر په تېرېدو وده کوي، ځکه عواطف هم لکه نور حواس د وخت په تېرېدو تغییر کوي او د چاپیریال اغېز ورباندې وي؛ دا اغېز پر لویانو هم وي؛ خو ماشوم بیا د لویانو برعکس ژر خپل عواطف څرګندوي او د دوی د عواطفو او احساساتو د څرګندولو لومړۍ مرجع والدین وي – که یې تنبیه کوي یا یې تربیه کوي؛ خو دوی یې غوښتنې ورته بیانوي؛ نو بویه چې د ښو عواطفو روزنې لپاره د دوی پر سپینه پاڼه (مغز) د تربیت بذر وشیندو نه د تنبیه.
شاعر وايي:
خاک را زنده کند تربیت باد بهار
سنګ باشد که دلش زنده نګردد به نسیم
وروستي